د زده کړو پر کیفیت د مناسب چاپیریال اغېز
اېمل پیاوړی
د زده کړې لپاره د مناسب چاپیریال برابرول هم د ښوونکي او کتاب هومره يا ان تر دې هم زيات ارزښت لري. له چاپیریال څخه عملي زده کړه کوي. د ماشومانو همزولي، لوبې، د لوبو ملګري، له هغوی سره د لویانو چلند او کړه وړه په چاپیریال کې راځي، نو والدینو ته ښايي چې د ماشومانو لپاره مناسب چاپیریال برابر کړي.
د ښوونکو چلند هم د ماشومانو په هڅوونه او له زده کړې سره د هغوی د مینې په زیاتېدو کې د پام وړ رول لري. څومره چې د ښوونکي چلند نرم او له لورينې ډك وي، نو هومره به زده کوونکي ډېر زړه ور پورې وتړي. خپل سبقونه به په مینه ووایي. خپلې ستونزې به له کومې وېرې پرته له ښوونکي سره شریکې کړي او اغېزمنه زده کړه به وکړي، خو که د ښوونکو چلند توند وي، په مازې خبره زده کوونکي ووهي او ورټي، نو زده کوونکي به وېرندونکي روږدي شي. خپله ستونزه به له ښوونکي سره شریکه نه کړای شي. ځان به له نورو کم وګڼي. فکري وده به یې پڅه او یا په ټپه ودرېږي. له ښوونځي به زړه توری شي او هغه ورځ به هم لیرې نه وي چې ښوونځی پرېږدي او په یو ناسالم انسان بدل شي.
په لومړیو ټولګیو کې د ښوونکو چلند ډېر مهم دی، ځکه دغه ماشومان د لومړي ځل لپاره له یو بلد چاپیریال څخه یو نابلد چاپیریال ته ورځي. داسې چاپیریال چې له وېرې او خطره ډک ورته اېسي، ځکه ښوونځی، ښوونکی او ټولګیوال ټول ورته نوي وي. له هغوی سره دا وېره وي چې كه څوک یې ووهي، یا وږي او تږي شي، نو څه به کوي؟
د ماشومانو د دغې وېرې د لیرې کولو لپاره ښايي ښوونکي په لومړۍ ورځ د څښاک اوبه، تشناب، د ښوونځي اداره او نور ځایونه ور وښيي. د دې ګټه داده چې زده کوونکي به ټول د اړتیا وړ ځایونه وپېژني. د ښوونځي اداره دې نویو زده کوونکو ته دا ډاډ هم ورکړي چې هیڅ ګواښ او خطر به ور پېښ نه شي.
نور مو وخت نه نیسم، خپلې خبرې په دې رالندوم چې که غواړو پرمختللی او هوسا افغانستان ولرو. هېوادوال مو سوکاله او د ژوند له ګڼو اسانتیاوو برخمن وي. د پرمختللو ټولنو په څېر په کور دننه پر ځان بسیا واوسو. له شخړو، جګړو، ناخوالو او ګڼو نورو بدمرغیو سره د تل لپاره مخه ښه وکړو، نو یوازینۍ لاره یې زده کړه او تعلیم دی. له دې لارې دغې هیلې او ارمان ته رسېدلی شو، خو د اغېزمنې، ګټورې او داسې زده کړې له لارې چې د وخت له اړتیاوو سره برابره وي.
دغه ډول اغېزمنې زده کړې پرښتې، ښاپېرۍ یا پېریان نه راته برابروي، په پردیو هم ډېر ډاډ مه کوﺉ، هغوی د چا له غمه نه دي مړه، ځکه هر سړی تر خپل مطلبه پورې یار دی.
په خپله باید لاس په کار شو. له خپل څخه مې موخه مور، پلار، ښوونکی، مشر، ملک، ملا امام، مامور، بزګر، هټیوال لنده دا چې ولس، مدني ټولنه او دولت دی. دا ټول باید سره را وننګوو. هر یو د زده کړې د دودولو، ښوونځیو جوړولو او ساتلو په برخه کې خپل کار او مسوولیت وپېژنو. خپلې هڅې او تجربې سره شریکې کړو. حکومت د ښوونځیو او درسي توکو برابرولو او خلک دېته و هڅوو چې اولادونه ور واستوي.
د سیمو اوښوونځیو په کچه د پوهنې شوراګانې جوړې کړو، څو وخت پر وخت ښوونځي، ښوونکي او ښوونیز بهیر له نږدې وڅاري. د ښوونځیو د ساتنې لپاره یو ولسي ځواک رامنځته کړو. د ښوونځي او زده کړې مخالفینو ته د خدای روی وروړو او لمن ورته وغړو چې د ښوونځي ویجاړول، تړل او یا ښوونیز بهیر ته هر ډول مزاحمت د دولت کمزوري کول نه ، بلکې د بې وزله، جنګ ځپلي خو ویاړلي افغان ولس دبچیانو بدمرغه کول دي، د دوی تاندې هیلې او امیدونه مروړل دي. د باثباته، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان نابودول دي. که موږ یانې ولس، مدني ټولنه او دولت د زده کړې د هڅوونې او پالنې په موخه ګډ کار وکړو، نو نه به څوک په ښوونځي غرض ولري،. نه به مو درانه ښوونکي په بې اجله مرګ ومري او نه به مو د ګرانو زده کوونکو ګلابونو مخونو ته څوک د تېزاب شیندلو زړه او بدمرغه هڅه وکړي، ځکه هیڅوک هم دومره زورور، زړه ور او لېوني نه دي چې د ولس پر ضد او وړاندې ودرېږي، نو راځئ چې دغه د خیر او ثواب کار لپاره ټول سره راجرګه شو او په ګډه دا ناره غبرګه کړو چې:
د جهل نابودۍ پسې وتلى مو لښکر دى
قلم زمونږه توره، کتاب زمونږه سپر دى