په کندهار کي درې ځایونه د مدد خان په نامه یادیږي
په کندهار کي درې ځایونه د مدد خان په نامه یادیږي
ـ مدد خان جامع، په ښکاپر بازار کي
ـ مدد خان چوک، د علامه حبیبي واټ د پیل نقطه
ـ حوض مدد، د میوند اولسوالۍ پر لار
دا درې سره ځایه د تېمورشاهي دورې د نامتو سپهسالار سردار مدد خان ساکزي نامه ته منسوب دي. د مدد خان اصلي نوم دلاور خان دئ، پلار یې د احمدشاهي عصر اوڅار رکن دلدارخان نومېدی چي د شاه پسند خان په لقب ویاړلی وو. [پوهاند رشاد د شاه پسند خان اصلي نوم عبدالله خان لیکلی دئ]. د سردار مددخان خور د تېمورشاه سدوزي مېرمن وه. دغه پلار و زوی د سدوزي واکمنۍ د ټینګښت له پاره ډېري توري ووهلې او دواړه د وخت واکمنو ته نژدې او اعتمادي کسان ول.
وای د تېمورشاه په واکمني کي تر سردار جهان خان پوپلزي وروسته سردار مدد خان ساکزی لوی سپهسالار او تکړه نظامي وو.
خپله سردار مدد خان زیات شته لرل او د ښه عزت خاوند وو. که څه هم ده په ډېر شان او شوکت سره ژوند نه کاوه خو په دې یاد وو چي په سلوک، کړو او لباس کي د اعتدال خاوند وو. د ښې تربیې او استعداد تر څنګ یې په طب او استرولوجي [طالع لیدلو] کي ځانګړې پوهه لرله.
په کندهار کي د ده نامه ته پر منسوبو ځایو سربېره په کابل کي د ده په نوم د یوه باغ او کلا ذکر هم سوی دئ.
د دغه لوی سړي د مړیني نېټه مي په تاریخونو کي ونه موند، خو پر قبر چي یې کومه شنخته ولاړه ده د هغې په ویلو و نه توانېدم. [د شنختي ویډیو او د ګنبتي عکسونه ښاغلي غوث الله توحید رالېږلي دي، مننه ځني کوم].
په لاندي تصویر کي تاسي د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د بر نوزاد، د علي بند پای او دوسنګ غونډۍ تر څنګ د مرحوم سردار مدد خان مقبره وینئ چي په خوار و زار حالت کي ولاړه ده.
زموږ د تاریخ ویاړلي دي تل یاد وي.
ترتیب: مطيع الله روهیال