خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

 د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره څه کول پکار دي؟

اېمل پیاوړی
ښه حکومتولي د خدماتو په کیفیت مستقیم اغېز لري او د خلکو اوسنۍ ستونزې ورسره په فوق العاده ډول راکمېدلی شي، نو د همدې لپاره په دې برخه کې زیات او هر اړخیز کار او د ټولو همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا ده. د بدلون د ستراتیژي پلي کول باید له ښې حکومتداري سره د دولت جوړولو د جدي اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې د لومړني ملي لومړیتوب په توګه پیل شي.له فساد او نشه یي توکو سره د واقعي مبارزې لپاره باید، په لومړي ګام کې د ښې حکومتداري او له فساد سره د مبارزې لپاره سالمه رهبري او لازمې سیاسي ارادې رامنځته شي، په دویم ګام کې د واک او حکومتي ادارو  د مافیایي کېدو مخنیوی، دریم او تر ټولو مهم په بې پلوۍ سره د قانون پراخ پلي کول او د سرغړونکو او فاسدو کسانو ښکاره محاکمه حتمي ده، څو له فساد سره د مبارزې او معافیت سیستم د ختمولو په لاره کې لومړنی عملي ګام پورته او د قانون واکمني پیاوړې شي.
ولسمشر غني د درې ګونو قواوو د دندو تفکیک ترڅنګ د هغوی په  همغږ.ۍ او همکارۍ نه یوازې ټینګار کړی، بلکې په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي او له همدې امله د قضا استقلال، د قواوو تفکیک او د قانون واکمني د درې واړو قواوو له لوري تامین شوې او ورځ تر بلې د خلکو باور ورباندې زیاتېږي.
د رسمي قضایي سیستم پراختیا او د هغه غیر رسمي قضایي سیستم له منځه وړل چې د ولسواکي او د بشر د حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې وي، له ښې حکومتولۍ سره مرسته کوي. له همدې امله د قضایي اصلاحاتو د پروګرام د یوې برخې په توګه باید د بدلون لسیزې په ستراتیژي کې شامل شي.
همدارنګه د نوي او برېښنایي اداري سیستم رامنځته کول او چټکول، او په بهرني بعد کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب، په بهرنیو موسسو د څارنې او څېړنې د پیاوړو میکانیزمونو تضمین کېدای شي د خوندیتوب او روڼتیا په برخه کې ګټور وي.
خپلواکو رسنیو په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان د مدني ټولنې د ژبې په توګه د ولسواکي اصلي محرک او د وګړو د حقونو ملاتړې وې او د افغانستان په ولسواک پرمختګ کې یې بېسارې ونډه لرله، نو له همدې امله باید نړیواله ټولنه د ازادو رسنیو ملاتړ ته ادامه ورکړي. مګر په دې برخه کې چې یو څه ستونزې او قانوني سرغړونې موجودې دي، عدلي او قضایي ارګانونه باید د خپلو قانوني واکونو څخه په استفادې رسنۍ خپلو اصلي موخو او دندو ته متوجه کړي.
دولت او نړیواله ټولنه باید د راستنېدونکو، بېځایه شویو او کډوالو لپاره داسې ملاتړې لارې برابرې کړي چې د هغوی بشري حقونه او په خپله خوښه راستنېدنه او ابرو باوري کړي او د هغوی پر وړاندې سیاسي چلند او د بشري حقونو څخه سرغړونې ته د پای ټکی کېږدي.
د ښې حکومتولۍ د دودېدنې او پراختیا لپاره د افغانستان مدني ټولنه دېته تیاره ده چې د هغې د پېژندنې او د هغې رول ته د رسمیت ور بښلو په صورت کې، د روڼتیا او حساب ورکولو د پلي کولو په څارنه په ځانګړي ډول د متقابل حساب ورکولو پروګرام کې د مثبت بدلون بهیر اسانه کړي. څو د روڼتیا شاخص څو د بشپړ او پراخه ربع وار راپور په توګه د پرمختیايي پروګرامونو د هرې برخې پلي کول لکه د ډونرانو له ژمنې نیولې، د پیسو تر موندلو، د تخصیص څرنګوالی، د هغو لګول او ځانګړې ترلاسه شوې پایلې رعایت شي.