ځینې ساده زړي لا هم له پاکستانه د خیر تمه لري
محمدروښان ښاد
جمهوررئیس غني د جیوتلویزیون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې: ”ښاغلی جمهور رئیس! په هغه صورت کې چې تاسو تصمیم لرئ چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد اقدام وکړئ او که تیار یئ په سیمه کې د هندوانو او یا د هغوی د استخباراتو شبکې (RAW) د حضور په هکله د پاکستان اندېښنې ته ځواب ووایئ پس ولې د افغانستان ملي امنیت له پاکستان سره له استخباراتي همکارۍ (د آی. آیس. آی او د افغانستان د ملي امنیت تر منځ) چې تاسو غوښتل د هغه زمینه برابره کړئ، ډ ډه مو وکړه. ولې هغه کوښښونه عملي نشول؟“ په زغرده او واضح وایي چې:
”ولې؟ ولې عملي نشول؟ ځکه چې هغوی د طالبانو ملاتړ او تمویل وکړ؛ له دولت سره د دولت اړیکې د هر اړخیزې جبهه ګیرۍ په مانا وې؛ دوه ځله ماته د سولې وعده راکړای شوه؛ لومړی ځل، په ۲۰۱۵ کې له پسرلي مخکې، چې په هغه کې د سولې یو لړ توافقات وشول- د سولې پرځای ، له یو وحشیانه او همه جانبه تهاجم سره مخ شو؛ په ۲۰۱۶ کال د پاکستان حکومت په لوړه کچه ماته ډاډ راکړ چې په څو ورځو کې به د سولې بهیر جداً پیل شي چې (په تعقیب یې) یولړ بریدونه (وشول) په دغسې محیط کې څنګه کولای شئ له موږ د اعتماد توقع ولرئ؟ موږ په لومړي ګام کې (عملي) اقداماتو ته اړتیا لرو؛ موږ خپل مکلفیتونه ترسره کوو؛ د دې ډلو(هویت) په څلور اړخیز (میکانیزم) کې د تور او سپین رنګونو په څېر معلوم دی؛ هغه ډلې چې سوله او یا د سولې پروسه نه مني؛ نه پخلاکېدونکي دي او کېدای شي د دې ډلو پر ضد قوه وکاروي او یا هغوی اخراج کړي.“
ولسمشر غني دلته د پاکستان له دوه رنګۍ او بیا بیا د ژمنو له ماتولو پرده پورته کړې او ځینې ساده زړي افغانان لا هم په دې تمه او هیله دي چې پاکستان به ورته سوله راوړي.
کله چې پاکستان خبریال د دغه ځواب له اورېدو وروسته استدلال کوي چې: ” اما جلالتمآب! په مطبوعاتو او بین المللي ناستو کې د یو بل د ملامتولو پرځای، ایا غوره نه ده چې ستاسو اردو د پاکستان اردو سره، ستاسو استخبارات د پاکستان استخباراتو سره او ستاسو سیاسي رهبري د پاکستان سیاسي رهبري سره مخامخ خبرې وکړئ؟“ ولسمشر غني یې په ځواب کې وایي:
”تاسو زما د ۲۰۱۴ کال خبرې تکراروئ… اعتماد باید رامنځته شي. باید ماته اطمینان راکړل شي چې پاکستان (تروریستي) ډلو ته چې موخه یې د یو مشروع حکومت ځپل دي، پناه نه ورکوي. تاسو نشئ کولای دوه لارې انتخاب کړئ؛ موږ دا تجربه کړې؛ موږ د بې اعتمادۍ او مخالفت کلونه شاته پريښي دي، په خلوص نېت هلته لاړو؛ او په تکرار مو وویل چې دا فرصت له یو عمر وروسته برابر شوی ؛ زه اوس هم ټینګار کوم. حکومتونه دوست او دښمن نه لري؛ موږ د خلکو خادمان یوو او ملي ګټې لرو. زه د افغانانو لومړی خادم یم؛ کله چې د هېواد ملي ګټو ایجابوله، ما د همکارۍ لاس اوږد کړی؛ زه به د خلکو د ګټو د دفاع لپاره هرې مشروع لارې سره یو ځای شم او دا باید درک شي. هر څوک چې زموږ خلکو، حکومت او اساسي قانون ته په حقارت ګوري، د اعتماد دروازه تړي. موږ فرصت لرو، داسې فرصت چې تاریخ جوړ کړو، په تېر لاسبري شو او په یوه لیدلوري، د تعهد او متقابلو ګټو په درک مخته لاړ شو. متقابلې ګټې بنیادي دي چې د هغو په اساس مخته تللی شو.“
نو پکار دی چې افغانان نور ویښ شي، خپل دوست او دښمن وپېژني او له یوې سوړې څخه بیا بیا ونه چیچل شي.