د ترهګرۍ ضد مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت دی
محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني له لومړۍ ورځې همدا وایي چې ترهګرۍ یوازې افغانستان نه، بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته خطر دی او له همدې امله یې پر وړاندې مبارزه هم یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی، مګر په دې برخه کې پاکستان ناغېړی کوي، سره له دې چې له یوې خوا ځان د ترهګرۍ ضد نړیوالې ټلوالې غړی بولي، مګر له بل لوري یې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي، هغوی ته روزنه او امکانات ورکوي او ورځ تر بلې یې پیاوړي کوي. چې دا پاکستان دا رول هم ولسمشر غني ټولې نړۍ ته رسوا کړی دی او بار بار یې له پاکستان څخه غوښتي چې د ترهګرو د روزنې او پالنې پرضد دې د هغوی د له منځه وړلو هڅه او اقدام وکړي.
نوموړ وایي: ”زما د وینا په پای کې شاهد وئ چې ټولو ګاونډیانو ته مې پیغام ورساوه او واضح مې کړه چې له ترور سره مبارزه باید د سیمې هیوادونو د برنامو په راس کې وي. غواړم ټول پوه شي چې هیڅوک نشي کولای په تهدید سره خپلې غوښتنې په افغانانو ومني. اما همدارنګه ټینګار لرم چې موږ د باعزته او تلپاتې سولې او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو د ټینګولو غوښتونکي یوو. “
ښاغلی غني وایي: ”یوې موضوع ته د ټولو پام غواړم. په نننۍ نړۍ کې استقلال له نورو څخه د ګوښه توب او یواځیتوب په معنا نه دی. افغانستان نن له ګڼو ګواښونو سره مخ دی، او د دې ګواښونو د مقابلې لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نېکو او نیږدې اړیکو ته ضرورت لري. موږ په تېرو لسو میاشتو کې قادر شو چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تجهیز او تمویل په برخه کې د اکثرو دوستو هېوادونو مرستې را جلب کړو او خاصتاً جنرال کمبل نه مننه کوم. غواړم همدلته د دې هېوادونو د مرستو مننه او قدردانی وکړم. موږ د سولې، هوساینې او پرمختګ اصولي غوښتنې ته د رسېدلو لپاره د دوی مرستې او حمایت ته اړتیا لرو.“
نوموړي د جنګ د مدیریت او د ترهګرۍ د ځپلو ترڅنګ د هیواد د ابادۍ خبره هم نه ده هېره کړې، هم یې په نړیوالو کنفرانسونو کې یاده کړې او هم یې د حکومت په مهمو لومړیتوبونو کې ځای کړې او وخت پر وخت یې ورته پام کړی دی. هغه وایي: ”موږ په خپل خارجي سیاست کې هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته دا روښانه کړې چې افغانستان ښه آینده لرلای شي، موږ یو فقیر ولس خو بډایه هېواد یوو. زموږ د هېواد طبیعي پانګه زموږ د رفاه لپاره کافي ده. موږ پوهېږو چې له اقتصادي تحرک پرته سیاسي استقلال خوندي نشي پاتې کېدای. په همدې دلیل، د خلکو اقتصادي حالت ښه کول او د هېواد رفاه او پراختیا ته توجه زموږ اساسي موخې دي. موږ په دې برخه کې اساسي ګامونه اخیستي او یقین لرو چې د راتلونکي کال له پیل څخه به زموږ د دې اساسي اقداماتو نتایج او تاثیرات د خلکو په دسترخوان کې را څرګند شي. په وروستیو کې د دښمنانو د بریدونو د زیاتېدلو یو هدف همدا و چې غواړي په هېواد کې د خارجي پانګونې مخه ډب کړي. موږ په خپل خارجي سیاست کی دا خبره ټولو ته، لکه لمر، روښانه کړې چې آسیا له آرام او سوکاله افغانستان پرته ارامي او سوکالي ته نشي رسېدلی. موږ د اسیا زړه یوو او تر څو چې زړه ناکراره وي، ټوله اسیا به ناکراره وي.“