احمدعلي اخندزاده هوتک
احمدعلي اخندزاده هوتک
تاسي په عکس کي احمدعلي اخندزاده هوتک وينى. احمدعلي اخندزاده د يوه يادښت له مخي په ١٢٦٠ش کال په کندهار ښار کي زوکړى دئ. پلار ئې قاضي عبدالعلي هوتک نومېدى. قاضي عبدالعلي په خپل وخت کي د تيري (ترينکوټ) قاضي وو. په کندهار مشاهير نومي اثر کي قاضي په معقولو، فقه، رياضي او هيئت کي د لوى لاس خاوند بلل سوى دئ. پر پارسي هيئت ئې شرحه هم ليکلې ده. قاضي مرحوم په ١٣٤٣ق کال وفات او په ښکاپر بازار کي په خپله جامع کي ښخ دئ.
د قاضي په اولادو کي احمدعلي اخندزاده هوتک تر ټولو مشر وو. ديني زدکړي ئې کړي وې، د مطالعې علاقمند سړى وو. د خپل وخت د کندهار په مخورو مشرانو کي د ښه نامه تښتن وو. ما د خپلي کورنۍ له مشرانو څخه اورېدلي دي چي: اخندزاده صاحب مجلس آراء، ظريف او د ښه طبيعت خاوند وو. کورنۍ شجره ئې د پټي خزانې مؤلف محمد بن داود هوتک ته رسيږي. د دې شجرې بيان د اخندزاده صاحب له خولې داسي دئ: “زه د قاضي عبدالعلي اخندزاده زوى يم، هغه د محمدجان اخندزاده زوى دئ. هغه د ملا صاحب داد اخندزاده زوى دئ. دا سړى اووه واره پر پښو حج ته تللى دئ. هغه د محمديوسف اخندزاده زوى دئ هغه د ملا سيف الدين اخندزاده زوى دئ هغه بيا د ملا فتح محمد اخندزاده زوى دئ چي (رکن الدين) ئې لقب وو. هغه بيا د محمد زوى دئ چي پټه خزانه ئې د شاه حسين هوتک په دربار کي ليکلې ده”.
په کندهار ښار کي د احمدعلي اخندزاده په نوم دوه ځايونه مشهور دي:
لومړى – له چارسو څخه چي مخ پر هرات بازار رهي سې په راسته طرف کي يو زوړ سراى وو، دا سراى ئې لومړى د موچڼ دوزانو سراى باله دغه ځاى د اخندزاده صاحب پلرنى ملکيت دئ، چي بيا د احمدعلي اخندزاده په سراى يادېدى. زما په کوچنيوالي کي لا يو څه دمخه د عطرو په سراى ځکه مشهور سو چي په خوله کي ئې د عطر پلورلو څو دوکانونه ول. اوس ئې هغه زوړ تعمير له منځه تللى دئ په عصري ډول ودان سوى او [د احمدعلي اخندزاده سراى] سرلوحه ئې پر سر لګېدلې ده.
دوهم – ښکاپر دروازې ته نژدې د لمر لوېده خوا ته د اخندزاده صاحب پلرنى ټاټوبى دئ. دلته ئې په خپل نامه مسجد جامع ودانه کړې ده. قاضي عبدالعلي اخندزاده هم په دغه جامع کي ښخ دئ. دا ځاى د مرغړو په زيارت هم مشهور دئ. دغه مسجد جامع هم د احمدعلي اخندزاده هوتک په نامه ياديږي.
احمدعلي اخندزاده تقريباً يوه پېړۍ ژوند وکړ، د ثور انقلاب ئې په سترګو وليد او د ١٣٥٨ش کال په شاوخوا کي وفات او په خپله جامع کي ښخ سو. د مړيني په وخت کي د غوږو د دروندوالي په تکليف اخته سو، خو نور ټول حواس ئې پر ځاى او په تقريباً سل کلني کي ئې ښه مجلس کاوه. اخندزاده صاحب زما د مور اکا کيږي (خداى دې وبخښي).
استاد: مطیع الله روهیال