خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوله او ټاکنې دوه ملي پروسې

محمدروښان ښاد
سوله د ژوند دویم نوم دی او له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې افغانان ورپسې سرګردانه دي او ټاکنې د ولسواکۍ مهم اصل دی. مهم په دې دی چې د واک د لېږد تر ټولو سوله ییزه او بې جنجاله لاره ده. په افغانستان کې د واک په سر د شخړو ګڼې بېلګې او دورې موږ لرو. ځینې یې دومره وحشیانه او بوږنونکې دي چې ان ورور د ورور او پلار د زوی سترګې اېستلي او د خپل واک د غځولو او ترلاسه کولو لپاره یې په دې ډول ان په خپل ورور او زوی هم رحم نه دی کړی.
حتی د نویمو کلونو بدمرغه جګړې او نادودې لا هم د هیوادوالو نه دي هېرې چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلو جهادي ډلو په خپلو منځونو کې څومره جګړې وکړې او د دغو جګړو ټول زیان زموږ هیوادوالو وګاله، ځکه له یوې خوا ملکي تاسیسات او کورونه ویجاړ شول او له بلې خوا دولتي او نظامي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه ولاړل او تر ټولو بده لا دا چې همغه بدمرغه جګړه لا هم په هیواد کې ادامه لري.
نو تېر څلوېښت کلن جنګ او ناورین ته په کتو افغانستان او افغانان سولې او ټاکنو دواړو ته اړتیا لري، ځکه چې دا دواړه ملي پروسې یوه د بلې بشپړونکې دي، مګر له بده مرغه ځینې مغرض اشخاص او کړۍ په لوی لاس د سولې او ټاکنو د ټکرولو او یو د بل په تضاد کې د واقع کولو هڅه کوي. دوی کوښښ کوي په خپلو منفي تبلیغاتو سره ولس ته دا ذهنیت ورکړي چې ټاکنې ګواکې د سولې پر وړاندې خنډ دي، نو په دې خاطر دې پر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.
مګر هیڅ سامل عقل دا نه مني چې ټاکنې دې د سولې پر وړاندې خنډ واوسي. د دغو کړیو د دغو منفي تبلیغاتو موخه یوازې داده چې دوی په افغانستان کې د ولسواکۍ او د واک د سوله ییز لېږد مخه ونیسي، د هیواد د زعیم او برخلیک ټاکلو کې د ولس اراده چې د دوی د رایو په اساس تامینېږي له منځه یوسي، جنګ، تشدد، افراطیت او تاوتریخوالي ته لاره خلاصه کړي، مګر افغانان اوس هوښیار شوي او تېرو حاثو او تجربو پاخه کړي دي او دوی د نورو په دغسې تبلیغاتو نه غولېږي.

په دغو تبلیغاتو کې د هغو سیاسیونو او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندان لاس لرل هم نه ردېږي چې دوی له خپلې بریا څخه نهیلي دي او په دې ډول غواړي چې د بریالیو نوماندانو او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د قاطع بریا مخه ډب کړي، مګر دوی به هیڅ وخت هم په دې ونه توانېږي، ځکه چې حکومت پر وخت د شفافو او سراسري ټاکنو ترسره کېدو او همدارنګه د تلپاتې او باعزته سولې د تامین لپاره پوره چمتووالی لري. ټاکنې او سوله دواړه د ولس اړتیاوې دي، ځکه چې دواړه د جګړې د پایته رسولو او د هیواد ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ کې خپل رول او اغېز لري. په همدې خاطر افغانان هم د سولې د تامین او هم د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي دي.