پر زده کړه د ښاغلي غني تمرکز
مطیع الله سحر
دا ټولو افغانانو او بهرنیو ته معلومه ده چې افغانستان له څو لسیزو راپه دې خوا په جګړو، ناخوالو، بې ګناه وژنو او همداشان په نورو ډېرو ناخوالو کې ښکېل دی او ټول افغانان په دې لټه کې دي چې څنګه له دغو ټولو ناخوالو څخه ځان او هم هیواد وژغوري. خو د دې ټولو ناخوالو لپاره یوازې یوه لاره ده چې هغه هم زده کړه ده. او ښاغلی غني هم پر زده کړه باندې زیات تمرکز کوي چې تر څو هیواد وال مو ښه تعلیم وکړي چې هیواد مو له شته ناخوالو وژغوري او ولس ته د سوکاله او خوشحاله ژوند وږمې ورکړي.
خو له بده مرغه چې هیواد وال مو داسې ستړي او ستومانه دي او یا هم په سلیقوي اخ وډب کې ښکېل دي چې جګړو نه یوازې د ارام ژوند خواږه ورڅخه اخیستي، بلکې دا څو لسیزو ناورینونو بېخي لاره ترې ورکه کړې. ټولو د مغزو د فعالولو پر ځای منګولې پياوړې کړي او یا د خدای په هیله ناست دي او ښېراوې کوي، مګر دا خبره یې له یاده اېستلې ده چې خدای وايي چې اې بنده ته حرکت کوه او زه به برکت. خو په مونږ کې دومره څوک پیدا نشول چې هغه حرکت وکړي او نور هم د هغه په قدم باندې مخته لاړ شي او خدای پکې برکت واچوي.
خو یوازې ښاغلی غني په دې پوهېږي چې تر څو مونږه حرکت ونکړو، نو خدای هم پکې برکت نه کوي. ښاغلی غني خپل ولس ته دا سپارښتنه کوي چې یو بې سواده قوم، ټولنه او هیواد هېڅکله هم پرمختګ نشي کولای او ورځ تر بلې به تل زورېږي او کړېږي. نو په همدې خاطر تر نورو مونږه زیات تعلیم ته ضرورت لرو چې تعلیم وکړو خپل ځان او هیواد مخته بوزو او د نورو له لاس لاندې ژوند ونکړو.
ښاغلي غني د ښې زده کړې لپاره د هیواد دننه او له هیواد بهار د خپل ولس لپاره زمینه برابره کړه. په هیواد کې د ننه یې نوي ښونځي جوړ کړل او په هغو سیمو کې چې د طالبانو له خوا ښونځي تړل شوي ول بېرته پرانیستل شول، تر څو کم عمره ماشومان سمې زده کړې وکړي. او د محصلیونو او ان د ماسټرۍ او دوکتوره لپاره یې له نور هیواد دونو څخه د بورسونو غوښتنې وکړې او هغوی هم ورسره وعدې وکړې چې اوس مو هم زیاتره هیواد وال له هیواده بهر لوړې زده کړې کوي او په ښو نمرو سره له هغه ځای څخه د فراغت صند اخلي چې دا زمونږه لپاره ډېر د وياړ ځای دې.
خو له پخوا مو اوس ځوانان ډېر هوښیار شوي دي او ټول دا کوشش کوي چې څنګه د بل له احتیاجه ځان او هیواد خلاص کړي او تر ننه چې د افغانتستان خاوره په وینو ککړه ده او خلک یې په سرو لمبو کې ژوند کوي، دا ټول د تعلیم نشتون دی. که چېرته له پخوا مونږ سره لږ د دې هیواد او ځان فکر وای نو نن به نه مونږه او نه هم هیواد بل ته مجبوره نه وه.