خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټرمپ: له طالبانو سره مي خبري قطع کړې

واحد فقیري

نیویارک ټایمز د سپټمبر پر ۷ مه لیکي ټرمپ په کمپ ډېویډ کي د طالب مشرانو او اشرف غني سره خپل مخفي ملاقات کېنسل کړ. ټرمپ پخپل ټویټ کي وايي،«پدې ملاقات هیڅوک خبر نه ول، او هغوی باید د شبنې په ورځ امریکا ته رارسېدلي وای.»

ټرمپ وايي وروستیو حملو او تشدد وښوده چي طالبانو د خپل «کاذب قدرت» نمایش غوښتی. هغه زیاتوي که چیري طالبان د اوربند په اړه موافقه نه سي کولای، د جنګ د ختمولو په اړه به څرنګه موافقه وکړي؟. ټرمپ په آخر کي لیکي،«هغوی د څو نورو لسیزو لپاره جنګ کول غواړي؟»

نیویارک ټایمز لیکي په بین المللي سیاست کي به په کمپ ډېویډ کي د طالب مشرانو او ټرمپ ملاقات واقعا یو ټکان ورکونکی خبر وای. امریکايي چارواکي وايي چي دا ملاقات د دوشنبې د ورځي لپاره پلان سوی وو — مانا د سپټمبر د ۱۱ څخه فقط دوې ورځي مخکي.

اخبار لیکي دا اعلان د ټرمپ هغه وعده تر سوال لاندي کوي چي ویل یې د امریکا اوږد جنګ به ختم کړي، او امریکايي عسکر به راستانه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي د ټرمپ دا اعلان زیات خلګ هک پک کړي دي، ځکه طالبانو د موافقې مخکي د تشدد د راکمولو ژمنه نه وه کړې، او د یوه امریکايي عسکر د وژلو په مقابل کي د سولي د پروسې توقف حیرانونکی دی. ځیني وايي چي ښايي ټرمپ یوه پلمه غوښتله، ځکه د سولي خبري د مشکلاتو سره مواجې سوي وې.

اخبار لیکي په واشنګټن کي محافظه کاره جمهوريپالو د طالبانو سره د خبرو مخالفت شروع کړی وو، خو اکثره مقتدر دیموکراتان له افغانستانه راوتل غواړي.

نیویارک ټایمز لیکي دا معلومه نده چي د سولي د خبرو توقف به دایمي وي. ځکه په داسي مواردو کي ټرمپ څو ځله خپل فکر اوړلی دی.

اخبار لیکي کله چي خلیلزاد او جنرال میلر د پنجشنبې په ورځ قطر ته ورسېدل، هغوی راسا د طالبانو سره خبري پېل کړې، او دا مجلس تر سهار وختي پوري دوام لاره.

یو غربي دپلومات وايي یوه موافقه تر لاسه سوې وه، خو نمایشي کارونو په خطر کي واچوله. خو اوس، داسي فضا رامینځته سوه چي په سیمه کي به بیا هیڅوک پر امریکا باندي اعتماد و نه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی خاص استازی، ډېن فیلډمن، وايي«اوس سوال دا دی چي راتلونکي ستراتیژیکي ګامونه به څه وي؟» هغه زیاتوي یو آپشن به دا وي چي اوسنی تعداد امریکايي عسکر په افغانستان کي د نامعلوم وخت لپاره وساتل سي. خو ټرمپ د دې آپشن څرګند مخالف دی. بل آپشن دا دی پرته له امتیازه او خبرو څخه امریکايي عسکر راوایستل سي. «دا به تر ټولو ممکنه بده لاره وي،‌ځکه که چیري عسکر سمدستي په غیر مسولانه شکل راوایستل سي، امنیتي او سیاسي خلا به ایجاده سي.»