د برېښنایي حکومتولي پراختیا
غلام جیلاني ځواب
د برېښنايي حکومتولۍ لپاره د ظرفیتونو له کموالي او د زېربناوو له نا مناسبوالي سره سره، د قانون د حاکمیت، اصلاحاتو، روڼتیا او هېوادوالو ته د خدماتو د لوړولو د غوره تحقق په موخه حکومت هڅه وکړه برېښنايي حکومتوالي پراخه کړي. په تېرو څلورو کلونو کې د عامه خدماتو، خصوصي سکتور، حکومتولۍ او د حکومت د بشري سرچینو په برخو کې د برېښنايي حکومتولۍ لاسته راوړنې د پام وړ دي.
د برېښنايي حکومتولۍ د ترویج لپاره اساس، د هغو قانوني او حقوقي چوکاټ دی. د لاسلیک او برېښنايي معاملاتو قوانین؛ د سایبري امنیت ـ خصوصي حریم او سایبري جرمونو ملي ستراتیژي تدوین، انټرنېټي خوندیتوب او په انټرنېټ کې د ماشومانو د خوندیتوب پالیسۍ جوړې شوې دي.
د برېښنايي حکومتولۍ لومړی مرکز د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۳۰ مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې پرانیستل شو. په دغه مرکز کې مسلکي او تخنیکي کارکوونکي او د دغه وزارت د څېړنې برخې کارکوونکي تر یوه چتر لاندې د څېړنو، د سیستمونو او د برېښنايي حکومتولۍ د پروګرامونو د جوړولو، د برېښنايي حکومتولۍ د ترویج لپاره د دولت د کارکوونکو د ظرفیت جوړولو، د سافټ ویرونو د جوړولو او د عامه خدماتو د پروسو د ساده کولو لپاره فعالیت کوي.
اسان خدمت چې د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو واحد مرکز دی، د آذربایجان هېواد په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی. دغه نوښت، د دولتي بنسټونو عامه خدمات او په خصوصي سکتور پورې اړوند خدمات په مرکزي موقېعت کې تر یوه چتر لاندې په ساده او چټک ډول هېوادوالو ته وړاندې کوي. د اسان خدمت پلي کول په ۵ پړاوونو کې طرحه شوي دي. د دغه مرکز په جوړو شوو خدماتو کې اسان پاسپورت، د وېزې تمدید، آسان جواز، د موبایل لهلارې د تنخوا ورکړه، برېښنايي پېژندپاڼه او اسان وظیفه دي. د اسان خدمت د ادارې لومړی خدماتي مرکز د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۱۲ مه په کابل کې پرانیستل شو او تر اوسه د دولتي ادارو د عامه خدماتو له ۴۸ ډېرې پروسې د اسان خدمت لهخوا څېړل شوې او ارزول شوې دي او کتلاک یې په درېیو ژبو تشرېح شوی دی.
د سیستمونو برېښنايي کول: د غیرنظامي هوايي نړیوال سازمان (ICAO) له معیار سره سم ماشین لوستونکو ته په لاس د لیکل شوو پاسپورتونو بدلول؛ د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د یو شان تعرفې د پلي کولو او کنترول په موخه د TARIFF کنترولي سیستم؛ په ګمرکونو کې د محصول د تحویلۍ د بهیر د آسانتیا په موخه برېښنايي ورکړه (e-pay)؛ په مالیه وزارت کې د سوداګرو لپاره برېښنايي ورکړه؛ د پروژو د تدارکاتي پړاوونو د طی کولو انلاین څارنه؛ په مرکزي بانک کې د بهرنیو پیسو لیلام؛ په مرکز او دویمو څانګو کې بهرنیو کاریګرو ته د کار د جواز توزېع؛ د مدیریت لپاره د مالي اطلاعاتو مدیریت او د هېواد د استخراجي صنایعو د عوایدو راټولول؛ د کډوالۍ د چارو د مدیریت لپاره د کډوالو معلومات؛ په عدلیه وزارت کې د قضیو د ثبت مدیریت او برېښنايي پېژندپاڼه د برېښنايي سیستمونو له لویو مواردو څخه دي چې جوړ شوي او ګټه ترې اخیستل کېږي.