کاکا سيداحمد لودين
د زندان مسئول دروازه خلاصه کړه او ږغ ئې وکړ: “د ډاکټر غني په فقره کي بندي زندانيان دي راووزي” څو تنه دباندي راووتل. کاکا سيداحمد هم په دغه اطاق کي بندي وو خو له ځايه ئې ښور و نه خوړ. مسئول وپوښت: “ته هم د ډاکتر غني په فقره کي بندي يې؟” په داسي حال کي چي ډاکتر غني هم په دغه اطاق کي بندي وو، کاکا جواب ورکړ: “زه د ډاکتر غني څه و څه داسي کوم، زه په خپله فقره بندي يم”
کاکا سيداحمد لودين د مشروطه غورځنګ له نامتو غړو او سرلارو څخه وو. د ژوند تر دېرش اضافه کلونه ئې په زندان کي تېر کړل او تر زندان دباندي کلونه ئې د بېسوادۍ، ظلم، استبداد، مطلقي شاهۍ سره په مبارزه او مجادله کي تېر سول.
سيداحمد چي په کاکا سيداحمد سره مشهور دئ، په ١٢٢٤ش کال په کندهار کي زېږېدلى دئ. مروج علوم ئې د خپل عصر له علماوو زده کړل او د امير شېرعلي خان د حربيه مدرسې له ممتازو شاګردانو څخه وو. د سيد جمال الدين افغان د شاګردۍ شرف هم ورته حاصل وو.
کاکا د مترقي افکارو څښتن، د مشروطه غوښتني سرسخت طرفدار، صريح اللهجه، دلاوره او د قوي وينا خاوند وو. د ظلم او استبداد په وړاندي مبارزې څو ځله د زندان تورو کوټو ته ننه ايست او د ژوندانه زياته برخه ئې زندان وخوړه. خو تر پايه له خپله هوډه وانه وښت. کله چي د مشروطيت له رامنځته کولو څخه مايوس سو، افکارو ئې تغير وکړ او د جمهوريت رامنځته کولو له پاره ئې فعاليت پيل کړ. په رياضياتو، فزيک، هندسه او فلسفه کي ئې لوى لاس درلود او د سواد زدکړي ځانګړى طرز ئې رامنځته کړ. دا طرز چي په (طرز کاکا) مشهور دئ، په لږ وخت کي ئې لوستونکي باسواده کولاى سواى. په زندان کي ئې اکثر بنديان د دغه طرز له لاري باسواده کړل او له خپلي کوټې څخه ئې د سواد زدکړي مرکز جوړ کړى وو. (طرز کاکا) يوازي په افغانستان کي مشهور نه وو، بلکي د شهرت انګازې ئې تر هندوستانه هم رسېدلي وې. د (انقلاب افغانستان) ليکوال مولوي محمدحسين ليکلي دي چي (طرز کاکا) په اردو ژبه د (قاعدۀ نادره) په نوم ترجمه سوى دئ او په هندوستان کي مروجه او استفادې وړ قاعده ده.
کاکا ډېر آثار ليکلي ول خو متاسفانه اکثر ناچاپ او اوس ورک دي: ضياء الحساب، شرح صرف و نحو عربى، کليد خزاين قرآنى، مجموعه اصول متداوله، د کاکا د اشعارو مجموعه. تحرير اقليدس ئې هم په پښتو ترجمه کړى وو.
د سراجي عصر په اوايلو کي د مولوي محمدسرور واصف په کور کي د مشروطه غوښتني غړي راغونډ ول، په دې منځ کي د دغه غورځنګ يوه غړي محمدايوب پوپلزي يو ليک مولوي واصف ته ورکړ، چي پکښې ليکل سوي ول: “فکر مو وي چي امير حبيب الله تاسي نيسي او وژني مو، زما او د لعل محمد پېش خدمت باشي سره ئې هم وضع بدله سوې ده او د اعتماد په سترګه نه راته ګوري” (زلمى: ٩٦ مخ).
واى دغه ليک مجلس ناآرامه کړ، خو کاکا ملګرو ته مخ کړ او وې ويل: “اختر پټ مېړه نه دئ، د وطن او قوم خدمت د فداکارۍ او جانبازۍ پرته په بل څه نه سي کېدلاى، حقوق اخيستل کيږي ورکول کيږي نه، موږ له مرګ او درد څخه بايد و نه بېرېږو، مجلس ته بايد هماغسي جدي دوام ورکړو او پر خپلو فيصلو ټينګ و دريږو (و اذا عزمت فتوکل على الله)
کاکا تر اوږدو کوټه قلفيو وروسته د اماني دورې په منځته راتګ سره له زندانه راووت او د قدر او عزت په سترګه ورته وکتل سول. د دغي دورې په اکثرو علمي او فرهنګي محافلو کي ئې اشتراک درلود او د کاکا نظر ته ئې خاص ځاى ورکړى وو. د مشروطه غوښتني دغه لوى او سربازلى لاروى د ١٣٠٦ش کال د حوت پر څوارلسمه د يکشنبې په ورځ په کابل کي وفات او په شهداى صالحين کي ښخ سو. (اروا دې ښاده وي).
په کندهار ښار کي د کاکا سیداحمد عالي لېسه د دغه کاکا په نامه ده.
استاد: مطیع الله روهیال