طالبانو د خپلو وحشتونو سزا ولیده
اېمل پیاوړی
د امریکا متحدو ایالتونو او د وسله والو طالبانو د سولې د پلاویو ترمنځ په دوحه کې د سولې مذاکرات نهایي شوي وو او یوازې د دې شیبې یې شمېرلې چې د دواړو لوریو د مشرتابه له لوري ورباندې لاسلیک وشي او ترڅنګ یې د افغان دولت لیکلې موافقه ترلاسه کړي. په همدې خاطر ډاکټر خلیلزاد کابل ته راغی او د ولسمشر غني هوکړې ته یې شیبې شمېرلې، مګر په دې منځ کې وسله وال طالبان لا وحشي شول او دوی په دې وروستیو کې خپل تروریستي بریدونه زیات کړل.
وسله والو طالبانو داسې ګڼله او یا د دوی د بهرنیو بادارانو له لوري ورته ویل شوي وو چې باید د زیات امتیاز د ترلاسه کولو لپاره خپل بریدونه زیات کړي، په همدې خاطر یې پلازمېنه کابل کې د تروریستی بریدونو په ګډون په کندز، بغلان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې تهاجمي بریدونه وکړل چې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري بېرته په شا وتمبول شول.
د وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو او جنګونو کې عامو افغانانو ته سخت تلفات واوښټل له همدې امله په ملي او بین المللي کچه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د خلکو کرکه او غبرګونونه را وپارېدل او بالاخره د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د لغوه کولو اعلان وکړ. له دې اعلان سره عامو افغانانو د خوښۍ احساس وکړ، ځکه دوی پوهېدل چې وسله وال طالبان نه د جنګ ودرولو لېوالتیا لري او نه هم د اوربند غوښتنه مني، نو په همدې خاطر باید له دوی سره هر ډول مذاکرات ودرول شي او زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد په هره ګوښه کې د دوی پر ضد خپل عملیات زیات کړي او هر چېرې چې هغوی موجود وي باید وې ځپي، تر څو عام افغانان د دوی له شر څخه په امن شي.
د وروستیو تروریستي بریدونو او جنګونو له امله وسله والو طالبانو چې د واک او پاچاهۍ خیالونه او خوبونه یې لیدل د خپلو ناوړه اعمالو سزا ولیدله او د دوی د فتحې خوبونه یو ځل بیا په سیند لاهو شول، ځکه چې امریکا متحدو ایالتونو له دوی سره د څو میاشتو خبرې او مذاکرات چې وروستۍ پایلې ته نږدې شوي وو، له منځه یووړل. که څه هم افغان دولت لا له لومړي سره بار بار ویلي وو تر هغو چې دولت او افغانان د سولې پروسې برخه نه وي او بین الافغاني مذاکرات ترسره نشي، نو دغه ډول مذاکرات نه افغانانو او دولت ته د منلو وړ دي او نه به هم کومه موثره پایله ولري.
طالبان که په رښتیا له ورور وژنې لاس اخلي او له جنګ سره مخه ښه کوي او غواړي چې عادي او سوله ییز ژوند ته راستانه شي، نو یوازینۍ لاره یې د سولې مذاکرات دي، نو دوی دې د امریکا او نورو بهرنیانو پرځای له افغان دولت سره د سولې بین الافغان مذاکرات وکړي، ځکه چې حزب اسلامي هم د بین الافغاني مذاکراتو له لارې عادي او سوله ییز ژوند ته ستانه شول او دا مهال د یاد ګوند مشر او نور غړي په کابل کې ژوند کوي او ولسمشریزو ټاکنو ته یې هم ځان نومولی دی.