خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سولې مذاکرات ځکه ناکامه شول

محمدروښان ښاد
ولسمشر غني له لومړي سره د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه کوله او همېشنی تینګار یې په دې وو چې د ټاکنو لومړي دوه پړاونه دې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي او په دریم پړاوو کې دې نړیوال یوازې د څارونکو او تضمین کوونکو په توګه حضور ولري. ولسمشر غني هغه مهال لا دا درک کړې وه چې د افغانانو له استازولۍ او رهبرۍ مه واره د سولې دا وړۍ نه شړۍ کېږي.
مګر دادی د ډاکټر خلیلزاد او د طالبانو د لس میاشتو مذاکراتو نتیجه مو چې ان لا له لومړي سره مبهمه وه ولیدله چې د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر له یو ټویټ سره هر څه په سین لاهو شول. د دوی د څه کم یو کال ټوله خواري بې ارزښته وګڼل شوه او د وسله والو طالبانو د بریدونو او جنایتونو له امله دا هر څه په ټپه ودرېدل.
دلیل یې دا وو چې نه وسله وال طالبان او نه هم د امریکا متحده ایالات سولې ته ژمن وو، دوی یو د بل د تېراېستلو او له مسوولیت څخه د اوږو سپکولو هڅه کوله، حتی امریکا غوښتل چې له وسله والو طالبانو سره جوړ جاړي ته ورسېږي او بیا له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او جنګ د افغانانو ترمنځ همداسې تود وساتي، مګر ولسمشر غني له لومړي سره د دوی په دې شوم نېت پوهېدلی وو ځکه یې د دغو مبهمو او غیر موثرو مذاکراتو پر وړاندې نه یوازې مقاومت وکړ، بلکې وخت پر وخت یې په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
مګر که له لومړي سره بین الافغاني مذاکراتو ته ارزښت ورکړل شوی وای، نو نتیجې ته به رسېدلي وای. ځکه چې دولت هم سولې ته ژمن دی او هم د سولې د مذاکراتو فوق العاده ظرفیت لري. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې بریالی هوکړهلیک، له افغان طالبانو سره د درې‌ورځني اوربند تطبیق او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو حاضرېدل، سولې ته د رسېدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده څرګندوي. حکومت د سولې په برخه کې له نړیوالو لوبغاړو سره د مشورې او همکارۍ د هرکلي له لارې د سولې لار نقشې د جوړېدو، له جګړې د اسلامي مشروعیت لرې کولو او د طالبانو پر ملاتړو په ډيپلوماټيکو فشارونو سره د سولې له لارې د امنیت او آرامۍ د هیلو په رښتیني کولو کې بریالی عمل کړی.
د ټولنیز عدالت پر بنسټ د تلپاتې سولې د تحقق لپاره حکومت درې مهمې مؤلفې جوړې کړې، چې په دې برخه کې یې هڅه کړې او د هغو تر رښتیني کېدو پورې به دوام ولري: «له طالبانو سره سوله: پرېږدئ چې رایه د مرمۍ ځای ونیسي؛ له پاکستان سره سوله: نیت، اراده او ظرفیت ثابت شي او پاکستان راتلونکي ته متوجه شي، له دوهاړخیزو ګټو او دوهاړخیزې هوساینې ډک راتلونکی؛ له پولې هاخوا جرمي شبکې: د هغو هېوادونو مسوولیت مشخص شي، چې وګړي یې درېیم هېواد ته ځي او جګړه کوي او له ګډو مسوولیتونو سره له موږ سره مرسته وکړي.»