خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د جرایمو او تروریستي بریدونو مخه څنګه نیول کېدای شي؟

اېمل پیاوړی
د افغانستان دښمنان، وسله وال طالبان او تروریستي ډلې او ګروپونه چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره  په مخامخ جګړه کې مات شوي، نو دوی د خپلو ماتو د پټولو او غچ اخستلو  په موخه په ښارونو کې په خلکو او ولسي ځایونو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي او په دې ډول زموږ هیوادوالو ته د سر او مال زیانونه اړوي او هره ورځ زموږ کورنۍ په ویر کېنوي.
د دې لپاره ښایي چې د امنیتي او کشفي ارګانونو سره ولسي همکاري رامنځته شي. د دغې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره پراخ کمپاین او پوهاوی پکار دی. خلکو ته باید وویل شي چې خپله خوا او شا په دقت وڅاري او خپل ګاونډ کې د مشکوکو کسانو په اړه اول ځان ښه دقیق کړي او بیا یې په اړه امنیتي او کشفي ارګانونو ته د ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرو له لارې معلومات ورکړي.
ځکه موږ ټول پوهېږو چې تروریستي ډلې او ګروپونه داسې نه دي چې سهار له پاکستان حرکت را کوي او غرمه یا ماښام پلازمېنه کابل کې تروریستي بریدونه ترسره کوي او خلک شهیدانوي، بلکې دوی همدلته په کابل او یا د کابل خوا او شا کې پټ وي، دلته اوسېږي او مناسب فرصت ته انتظار باسي او د فرصت له برابرولو سره سم له چاودېدونکو توکو سره واټونو ته راوځي او ځانته چاودنه ورکوي او د خلکو د سر او مال د زیان لامل کېږي.
د دې ترڅنګ باید امنیتي او کشفي ارګانونه هم ويښ او فعال اوسي او خلکو سره د اعتماد فضا رامنځته او د دوی ملاتړ او همکاري جلب کړي. د دوی د اړیکو او همکاریو پرمهال باید عاجل اقدام وکړي. مشکوک موارد تر تعقیب لاندې ونیسي او له تشخیص وروسته یې په اړه داسې اقدام وکړي چې عامو خلکو ته په کې کوم زیان او ستونزه پېښه نشي. څومره چې د دامنیتي او کشفي ارګانونو اقدام او چلند ښه او معقول وي، نو همغومره ولسي همکاري ورسره زیاتېږي، مګر که دوی معقول او مناسب چلند ونه کړي، نو ولسي همکاري ورسره  کمېږي.