خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

دانګورو په تاک کي دمیوې نه نیولو علتونه

دانګورو په تاک کي دمیوې نه نیولو علتونه
تاکان د څو وجو څخه میوه یا انګور نکوی چي ځیني یې په لاندی ډول دي.

1. د لمر د وړانګو نه موجودیت او خرابه تاکبیري:
انګور دلمروړانګو ته ضرورت لري چي ګلان وغوړوي، که چيري تاکبیري په صحیح ډول ونسي نو د لمروړانګي په صحیح ډول تاک ته نه رسیږي، ګلان یې نه غوړیږي او میوه هم نکوي. اکثره خلګ تاکان داسی تاکبیري کوي چی ښاخلي یي په بیخ کی پري کوي یعني یوه یا دوې پنګې پریږدي خو د تاکانو ځیني داسي انواع سته چی دد غه ښاخلو پنګې یی میوي نکوي نو د دې دپاره چې میوه وکړي باید ښاخلې یې اوږدې پرې کړل سي او وروسته چي ګلان او میوه یې وکړل هغه اضافه ښاخلې چي دلمر وړانګي یې منع کړي وی په پسرلي یا د دوبي په سر کي ووهل سي.

2. خاوره او کوډ:
انګور په هغه خاوره کي ښه وده کوي چی دضرورت وړ مواد یې پوره وي او په مناسبه اندازه اوبه جذبونکي خاوره کي وي. که چيری یې نایتروجن تر اندازې زیات سي او یایې نور غذايی مواد تر اندازې زیات سي نو تاک دمیوې او ګلانو پرځاي بلګونه او ښاخونه کوي.
د۱۰-۱۰-۱۰(NPK) مقدار کوډ ورکول یې مناسبه اندازه ده.

3. ګلان او ګرده ایستل:
اکثره تاکان نارینه او ښځینه ګلان دواړه په خپل ځان کی لری خو ځینی انواع يې بیا یواځی نارینه یا یوازي ښځینه ګلان کوي. هغه تاکان چي نارینه ګل کوي، هغه تاکان میوه نکوي. ځینی وخت تاکانو نارینه او ښځینه ګلان دواړه کړي وي لیکن د باد د کمبود یا دحشرو د نه موجودیت په خاطر ګلان میوه نه نیسی ځکه انګور دباد یا حشرو په زریعه الکاح کیږی. که چیری په باغ کی باد یا حشری نه وی او یایی ګلان نارینه وی په نتیجه کي باغ میوه نه نیسي.

4. حشرات او مریضي:
ځینی حشرات لکه:
1. Black vine weevil(Otiorhynchus sulcatus)
2. Branch and twig borer(Melalgus confertus)
3. Grape bud beetle (Glyplocelis sguamulata)
4. Holipa beetle (Hoplia callipype)
دغه پورتني حشرات د انګورو ګلان، نوي پنګې او بلګونه خرابوی چی په نتیجه کي تاک انګور نکوی او ددې د مخنیوي دپاره باید په دغه حشرو پسی وکتل سی او تر پیژندلو وروسته یې مخنیوي وسي.
ځینی فنګسی ناروغیانی لکه:
1. Botrytis bunch rot (Botrytis cenerea)
2. Powdery mildew(Erysiphe necator)
دغه پورتني امراض هم دتاک پنګې، ګلان او میوې د منځه وړی. ددغه امراضو دمخنیوي دپاره باید تاکبیری په صحیح ډول وسي چی هوا د تاکانو په منځ کی وچلیږي او د لمر وړانګی و نبات، ګل او میوي‏ ته په صحیح ډول ورسیږي.

عبدالسمیع نوري