خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا او طالبانو مذاکرات څه شول؟

محمدروښان ښاد
مذاکرات چې له زړه او صادقانه نه وي او په مذاکراتو کې چې د سولې په نوم د یو بلې دسیسې هنګامه او د یو بل بحران پیلامه وي، نو بیا دغسې بې واکه او کاواکه هم وي چې د ډونالډټرمپ په یوه ټویټ سره هر څه له منځه ولاړ شي.
د امریکا او د وسله والو طالبانو مذاکرات له منځه ولاړل، مګر سوله لا هم د خلکو په زړونو او ژبو ده. خلک لا هم سوله غواړي، سوله لا هم د ملت او دولت لومړیتوب دی او که خدای کول د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به ولسمشر غني سملاسي سولې ته په اخلاص او صداقت کار پیل کړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر د خبرو د لغوه کیدو اصلی لامل امریکایې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو له لوري وروستی خونړی برید او د اوربند نه کول یاد شوی چې په پایله کې یې یو امریکایې او ۱۲ عام افغانان وژل شوی او د ۴۵ افغانانو په شاوخوا کې عام افغانان ټپیان شوي دي .
خو د طالبانو او امریکا له لوری د خبرو د لغوه کېدو  لامل دا هم کیدای شی چې طالبانو او زلمي خلیلزاد په افغانستان کې اوسنی نظام (جمهوریت) له منځه وړ او پر ځای یې د امارت او موقت حکومت خبرې کولې. په دغو مذاکراتو له دې امله هم خلک بې باوره وو چې د جمهوریت او ملي اردو د منحل کېدو په سر د جوړجاړي اوازې ورڅخه راتلې.
په همدې خاطر د سولې مذاکرات په لومړي سر کې د ولسمشر غني او بیا د افغان ولس له اندېښنو، مقاومت او مخالفت سره مله وو. ځکه سوله د افغانانو هیله او غوښتنه وه او د حکومت لومړیتوب وو، نو باید چې د ولس او حکومت په مالکیت او د دوی په استازولۍ دغه مذاکرات ترسره شوي وای. د تړلو دروازو تر شا په بهر کې شوي مذاکرات افغان ملت او دولت ته نه پرون د منلو وړ وو او نه هم نن د منلو وړ دي، ځکه دوی د دغسې مذاکراتو د ناوړه پایلو ترخې خاطرې لري چې په پایله کې یې هم جنګ اوږد شو او هم هیواد په کې ویجاړ شو.
که امریکا او وسله وال طالبان واقعا په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي وي او دوی د پردې تر شا نورې کیسې او معاملې نه لري، نو له دولت سره له مخامخ مذاکراتو ولې وېره لري؟ دوی دې راشي او خپلې غوښتنې دې له دولت سره د مذاکراتو له لارې مطرح او بیا دې په نورو اړوندو مسایلو هم ورسره ازادانه بحث وکړي، مګر لومړنی شرط باید اوربند وي، د مذاکراتو د پیلولو او په ښه توګه د ترسره کولو لپاره باید دواړه غاړې سراسري او دایمي اوربند وکړي.