خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د اسلام په لومړیو پېړیو کي د مسجد مقام او هدف

ولي نوري

دا کوم تصویر، چي وینئ دا د دمشق په زړه کي د John the Baptist   یا (يوحنا المعمدان) کلیسا وه. د مکي تر فتحي وروسته اسلامي لښکر د دنیا څلورو خوا ته وخوځېدل او د دمشق تر نیولو وروسته د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره د ځای په لټه کي وه، چي د مسلمانانو سترګي پر همدې کلیسا ولګېدې. هغه وخت د دمشق اکثره اوسیدونکي عیسويان وه، هغوی ته یې وویل چي موږ او تاسو به همدا کلیسا په ګډه د عبادت لپاره وکارو. دواړو مسلمانانو او عیسویانو پر همدې خبره موافق وکړه، چي د جمعې په ورځ له همدې کلیسا څخه مسلمانان د مسجد کار اخلي او د اونۍ شپږ ورځي به عیسویان عبادت پکي کوي، دا کیسه تر پېړیو روانه وه خو کله چي د دمشق اکثره اوسیدونکو اسلام ومانه نو بیا یې همدا کلیسا د عیسویانو څخه رانیول او د بزنطین نقاشي او ډېزاین یې په اسلامي نقاشي او ډېزاین بدل کړل. همدا ځای اوس د دمشق د عموي مسجد په نامه په نړۍ کي مشهور دئ او په سوریه کي په لومړي ځل د جمعې لمونځ هم په همدې مسجد کي تر سره سوی دئ. په هغه وخت کي مسلمانانو مسجد د څلورو هدفونو لپاره استعمالوئ: عبادت، د مسافرو ارامګا، روغتون او پوهنتون. په همدې مسجد او د بغداد په مسجدونو او هسپانیې د قرطبه په مسجدونو کي  مسلمانان سیانسپوهانو داسي اختراعات وکړل چي که هغوی نه وای نو کېدای سي چي نن مو نړۍ هم هغسي د څلوارلس سوه کاله مخکي په شان تیاره وای. ابن الشاطر د دمشق په همدې  مسجد کي د لمانځه لپاره د وخت د اندازه کولو اله اختراع کړه، چي تر اوسه هم په هغه مسجد کي موجوده ده او کپرنیکس دده زیات نظریات په خپلو اثارو کي د ماخذ په ډول کار کړي دي. زر کاله مخکي په همدې مرکز کي په نړۍ کي په لومړي ځل د سترګو عملیات تر سره سوه،  د همدې مسجدونو او لویو اسلامي مرکزونو له لاري په لومړي ځل د روانو اوبو عصري سیسټم نړۍ ته په تونس کي ور معرفي کړه سو، د غنمو کښت  په مدیترانه کي رواج سو، په لومړي ځل بانک رامنځ ته سو او په سمرقند کي به بانکي چېک په ترکیه کي په پیسو بدلې دئ، ابن سینا عصري طبابت نړۍ ته معرفي کړ، محمد ابن موسی الخوارزمي خو دا نړۍ بیخي بدله کړه، هغه په لومړي ځل ټوله ریاضي په لسو سمبولونو کي خلاصه کړه او له هند څخه یې صفر را واخیستئ او نړۍ ته یې ور معرفي کړ. که د ابن النفیس، الفرابي، الکندي، محمد ابن ذکریا الرازي، جابر ابن حیان، ابن الهیثم، ابن بطوطه، احمد ابن محمد کاطر الفرغاني، الجزاري، الخزاني، تقی الدین محمد ابن معروف، الخازني، قطب الدین الشیرازي، الصایغ، البیروني او نور ستر اسلامي ساینسپوهان نه وای نو اوس به دا نړۍ توره تیاره وای. زر کاله مخکي په بغداد کي د کتاب لیکوال یا ژباړن ته د میاشتي پنځه سوه طلایې دینارونه ورکول کېدل چي اوس ۲۴ زره امریکایې ډالره کیږي، که چيري چا یو داسي کتاب د بغداد حکومت ته ور وړی وای، چي هغه به عربي ته نه و ترجمه سوی نو د هغه کتاب په وزن به یې سره زر ورکول. کله چي اسلامي نړۍ د علم قدر کاوه هر څه د دوی وه خو اوس فکر نه کوم چي موږ دې په ټوله اسلامي نړۍ کي یو ساینسپوه لرو. په افغانستان کي خو مسجد بیخي بل شکل اخیستی دئ او په علم او عالم پسي خو یې بیخي توپکان را اخیستي دي.