خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نیویارک ټایمز: په انتخاباتو کي ډېرو کمو خلګو برخه اخیستې وه

 

نیویارک ټایمز د سپټمبر پر ۲۹ لیکي د افغانستان داخله وزارت وايي چي مخالفانو د انتخاباتو په ورځ ۶۸ حملې وکړې. که څه هم د ډېرو بریدونو اټکل کېدی، خو د سترو حملو مخه ونیول سوه.

نیویارک ټایمز لیکي د پرون په حملو کي لږ تر لږه (۳۰) عسکر او لس تنه ملکي کسان وژل سوي دي، او ۴۰ پولیس/عسکر او ۱۵۰ ملکي کسان ټپیان سوي دي. ښايي په انتخاباتو کي فقط دوه میلونو کسانو برخه اخیستې وي، او دا په تاریخي لحاظ تر ټولو کم شمېر دی.

نیویارک ټایمز کاږي یوازنی تهدید طالبان نه دي، بلکي د رایو حساب به ښايي حکومت فلج کړي، اوږد سیاسي بحران به رامینځته کړي، او د سولي خبري به مختلي کړي.

د کابل په شمول په اکثرو ولایاتو کي خلګ شکایت کوي چي خپل نومونه يې نه سوای پیدا کولای، او په زیاترو مرکزونو کي تکنیکي مشکلات ول.‌

نیویارک ټایمز لیکي کله چي جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره خبري کېنسل کړې، انتخابات حتمي سول. او ۱۸ کاندیدانو اشتراک په کښې وکړ.

اخبار لیکي ډاکټر عبدالله او اشرف غني د انتخاباتو لپاره ستر ایتلافونه جوړ کړل، خو اکثره مبصرین وايي که چیري یو کاندید په اول پړاو کي په کافي اندازه رايي و نه ګټي، د ۲۰۱۴ تکرار حتمي کېږي.

اخبار لیکي چي ۷۰ کلن غني د ۲۰۰۹ په انتخاباتو کي فقط درې فیصده رايي ګټلي وې. او اوس، اشرف غني زیات خلګ او سیاسي مشران ناراضي کړي دي.

خو ډاکټر عبدالله ځان اعتدالي او نرم تراشي، او د زیاتو جهادي مشرانو حمایت يې تر لاسه کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي ګلبدین حکمتیار وايي چي یوازي به پراخ تقلب د هغه د څرګندي کامیابۍ مخه و نیسي. هغه وايي،«موږ د خپل راتګ څخه مه پښېمانه کوئ. په انتخاباتو کي مو د خپل ګډون څخه مه بېزاره کوئ. موږ دېته مه اړباسئ چي له بل آپشن څخه کار واخلو. موږ هر کار کولای سو، ځکه موږ يې تجربه لرو.»

واحد ققیري