د افغانستان خطرناکه انتخابات
د افغانستان خطرناکه انتخابات
د برتانیې مشهوره سیاسي مجله، یکانومیسټ، د سپټمبر پر ۲۷ لیکي د افغانستان انتخابات هیڅکله آسانه او بې جنجاله نه وي، خو د شنبې د ورځي انتخابات به تر پخوانیو لا زیات خطرناکه وي. د ۲۰۰۱ راهیسي، دا د جمهوري ریاست لپاره څلرم انتخابات دي.
یکانومیسټ لیکي حتی په عادي او سوله ایزو شرایطو کي د افغانستان غرنۍ اراضي، کنډ و کپر سړکان، پراخ او بې ساري فقر د سالمو انتخاباتو کول مشکل وي. خو په جنګي شرایطو کي انتخابات لا ګران وي. د افغان حکومت فقط پر نیم وطن باندي کنټرول لري. قریب ۳۳ فیصده د رایي مرکزونه د ناامنۍ له کبله تړلي دي. طالبانو افغانانو ته سپارښت کړی دی چي کرار په کور کي کښېني، ځکه تشدد ممکن دی.
یکانومیسټ کاږي په تېرو ګردو انتخاباتو کي تقلب او ټګي برګي په پېخر وسوه. د سبا د انتخاباتو په هکله همدا اوس لا شکایتونه سوي دي. اشرف غني پر انتخاباتو باندي ټینګار کاوه، او کله چي ټرمپ د طالبانو سره خبري کېنسل کړې، انتخابات حتمي سول.
خو که چیري د انتخاباتو نتایج جنجالي سي، ښايي حالات لا خراب کړي. ټاکل سوې ده چي د انتخاباتو نتایج به د نومبر پر ۷ اعلام سي. که چیري یو کاندید هم ۵۰ جمع یو فیصد رايي و نه ګټي، انتخابات به دوهم پړاو ته وغځېږي.
په کابل کي، خارجي دپلوماتان همدااوس لا وارخطا وارخطا ګوري. ځکه که چیري جنجال جوړ سي، طالبان به اعظمي استفاده ترې وکړي.
تېر کرت، امریکا مجبوره سوه چي د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر مینځ مصالحه وکړي. ایا دا ځل به ښاغلی ټرمپ — کوم چي د افغانستان سره هیڅ علاقه نه لري — یو وار بیا منیځګړیتوب وکړي؟
واحد فقیري