وخت زموږ د پرمختګ شاهد دی
محمدبشیر یوسفزوی
وخت زموږ د پرمختګ شاهد دی
د ملګرو ملتونو سږنۍ مجمع ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب خبرې په هغو پرمختګونو او لاسته راوړنو هم متمرکزې وې، چې په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ افغانستان ترلاسه کړي او یا یې هغه لورته خپل ځان او مزل ور لنډ کړی دی. نوموړي وویل: ”غواړم خپلې خبرې د ملګرو ملتونو د تعهد په محور څرخیدونکي یوه پیغام باندې، چې راتلونکي ته ګوري راونغاړم. له کنډوالو د افغانستان د راوتلو سفر او دوامدار پرمختګ د ملګرو ملتونو او څو اړخیزو همکاریو د اهمیت شاهد دی.“
افغانستان سږ کال د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځله او ښاغلي محب دېته په اشارې وویل: ” ددې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې تاسو له موږ سره مرسته وکړه، چې ولسواکۍ رامنځته کړو، چې اوس یې مونږ پر قوي بسټ په ډاډ سره ولاړ یو او د پر ځان بساینې، هوساینې او سولې پر لور حرکت کوو.“
د نړیوالې ټولنې او د هیوادونو د همکاریو په پایله کې نوی افغانستان راڅرګند شو. داسې افغانستان چې د حمدالله محب په وینا، نوی افغانستان په سیمه کې د همکاریو، وصل او انکشاف په مرکز د اوښتو په حال کې دی. د استانبول پروسې په شمول، د آسیا زړه او د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس د افغانانو هغه نوښتونه دي، چې له وړاندې یې اقتصادي ګټې رامنځته کړي او د سوداګرۍ، د توکو تحرک، او په ټوله سویلي او منځنۍ آسیا کې يې د خلکو او فکرونو لپاره نوې پولې پرانېستې دي.
مونږ اوس ویلی شو، چې د افغانستان ولسواکي یو بریالی داستان و، چې نه یوازې په افغانانو، بلکې موږ او تاسو ټولو پورې تړاو لري.
مګر دغه پرمختګونه او لاسته راوړنې له غمونو او دردونو سره ملې وې، لکه د ملي امنیت افغان سلاکار یې چې یادونه کوي: ”هو! وخت زموږ د پرمختګ شاهد دی، خو وخت لاهم موږ ته درد راکوي. افغانان د خپل هر هېوادوال په مرګ ځورېږي، زمونږ لپاره هره هغه شېبه د غم ده، چې یو افغان خپل ژوند په کې له لاسه ورکوي.“
ښاغلي محب خپله وینا داسې پایته ورسوله چې: ”زموږ ماموریت د داسې یوې سولې رامنځته کول دي، چې د ټولو افغانانو درد ته د پای ټکی کېږدي. یوازې په سوله کې هر افغان کولای شي د هغې ډیموکراسۍ آزادي او او فرصتونه تجربه کړي، چې موږ یې د راوستو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. هېڅ افغان تر هغې سوله ییز او ازاد ژوند نه شي لرلای، چې ټول افغانان دسولې شاهدان ونه اوسي. دا هغه ورځ ده، چې موږ ژوند او کار ورته کوو او پوهېږو، چې داسې یوې ورځې ته د خپلو نړیوالو دوستانو او همکارانو په مرسته رسېدلای شو.“