سوله کېدونکې ده!
اېمل پیاوړی
له یوې خوا سوله الهي امر او له بل لوري د ولس اساسي غوښتنه او د دولت مهم لومړیتوب دی، ځکه نو سوله کېدونکې ده. له نېکه مرغه، نن د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات غښتلي دي.
لومړی؛ د سولې لپاره د امیدوارۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هیڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي. له حزب اسلامي سره سوله یوه بریالۍ تجربه وه چې لږ تر لږه د سولې په برخه کې یې د دولت اراده او ژمنتیاثابته کړه.
دوهم؛ په نړیواله کچه د سولې پر بهیر ټینګار به بالاخره د جنګ د پلویانو پر اراده او چلند اغېز وکړي.
درېیم؛ په سیمه ییزه کچه د سیمه ییز، په تېره اقتصادي ثبات لپاره د افغانستان د سولې او ثبات پر اهمیت د سیمې د هېوادونو او ولسونو اجماع رامنځته شوې.
څلورم؛ او تر ټولو مهم یې په نړیواله کچه د افراطیت پر ضد د دیني علماوو ترمنځ نوی تحرک دی چې د جګړو او خشونت دیني مشروعیت یې نفی کړی دی.
په دغسې یوه حساس وخت کې، چې افغانان د سولې پر اهمیت متفق دي، سیمه او نړۍ د سولې ملاتړ کوي، دیني علماء سوله فریضه ګڼي، د سیمې ولسونه د خشونت پر خلاف غږ پورته کوي او د حزب اسلامي د سولې کامیابې تجربې یوه عملي موفقه نمونه وړاندې کړې ، مهم سوال دا دی چې راتلونکی ګام څه دی؟
د سولې د راتلونکي او عملي ګام لپاره حتمي ده چې دواړه اړخونه په خپلو کې نرمښت وښیي، د اعتماد فضا رامنځته کړي، سراسري او دایمي اوربند اعلان کړي، د مذاکراتو لپاره باصلاحیته پلاوي وټاکي، د مذاکراتو پر ځای توافق وکړي او بیا دواړه لوري عملا د مذاکراتو پړاو مخته یوسي. که چېرې دغه واړه، خو اساسي ګامونه په دقت او صداقت واخیستل شي، نو باور دی چې موږ به ډېر ژر سولې ته ورسېږو.