خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مینه، بېلتون، او عرفاني مزل: د عطایي ملا پر یوشعر ځیني تبصرې (1 برخه)

لیکوال: ډاکټر جنید شریف

ددې نه مخکي چي د عطایي ملا په عرفاني او زړه پوري منظومې باندي څه ولیکو دا راته ضروري ښکاري چې د تصوف او وحدت الوجود مهم ټګي په ډېره اجمالي توګه وړاندي کړو:
ټول متصوفین یو ډول نه دي خو دا اصول نزدې د هر صوفي په مسلک کي موندل کیږي.

عواطف د عقل نه او زړه له سر نه زیات د پام وړ دی او پرې اعتبار کیدای شي.
مادي نړۍ او بدني واقعیت د معنویاتو په پرتله بې ارزښته دي او دوام نه لري.
روح له جسم نه ښه دی او په جسم کي اسیر شوی دی. ددې له پاره چي خپل وروستي هدف ته ورسيږي باید له جسم نه ځان جلا کړی.

اصلی حقیقت یو مجرد حقیقت دی او د زمان او مکان نه بهر اوسیږي. مانا دا چي جاوداني دى او په کې تېره زمانه او مستقبله زمانه دواړه سر ه یو دی. نو ځکه ایده آل یا ارماني راتلونکي ته رسېدل اصل یا پخوانی زمانې ته رسېدل دي.

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش/ باز جوید روزګار وصل خویش
د روح حرکت د وحدانیت خوا ته د میني په «اورګاډي» کي کیږي او د عاشق سفر د معشوق خواته دی.
د میني سفر د معشوق خواته په لومړۍ مرحله کي جسمي او فزیکي وي یعني د صوفي مینه د یو ښایسته انسان سره. خو دا مینه یا جازبه رښتینې نه ده بلکې مجازي ده او د حقیقي میني د پاره یوه وسیله ده.

ظواهر لکه جایداد، مقام، او کالي نه یوازي ارزښت نه لري بلکې سړی له لاري نه باسي او د ذهن د تیاره کولو سبب ګرځي
رښتینى واقعیت کُلی واقعیت دی او هره پدیده چي یوازي او د نورو پدیدو نه د باندي تر بحث لاندي راشي نیمګړې کیږي او واقعیت تحریفوي. هم دا وجه ده چي صوفي ته ژبه یوه ډېره خطرناکه وسیله ده. ژبه د هرڅه لپاره یو نوم ټاکي او دا نومول خامخا د هغه حقیقت نیمګړی کوي او ټوټه ټوټه کوي. یارب زبان ما نشود ترجمان ما (بیدل)
وحدانیت یا الهیت ډېر اړخونه لري او یو اړخ یې دده تجلې یا د ده د ښکلا تجلي په طبیعت کي ده. طبیعت د خدای نه بیل نه دی بلکې طبیعت د خدای جلوه ده.

ددی لیکني پروژه ډېره محدوده ده. د شعر په تصوفي مانا باندي رڼا اچول او د هغه د ژوري مانا د څرګندوني په موخه یوه هڅه. زه د منظومې په ټولو اړخونو باندي خبري نه شم کولی او د نورو لیکلوالو په آثارو باندي چی په کي دا شعر نقد شوی دی بحث نه کوم. د کرګر صاحب څېړنه هم چی په خپل کتاب «د وخت ضرب که د ژوند کرب» کي یې کړې ده دلته نه شاملوم. خو دا باید ووایم چی دا څېړنه د منظومې د تحلیل د پاره یوه ډېره ګټوره او هر اړخیزه لیکنه ده. د منظومې هغه متن چي ما لوستی دی او ورنه مثالونه مي اخیستي دي د هم دې کتاب په وروستۍ برخه کي چاپ شوی دی.

دا منظومه د طالب او ملا د محاورې نه شروع کیږي. وروسته نور شخصیتونه را برسیره کیږي خو د ملا معمایي سبک او د طالب پلټونکی ذهن څو ځلي سر ښکاره کوي.
لومړنی انځور پردیسي ده.
ای پردیسه، ببر سری اوږد لمنې
د سفر په دوړو پټ مخ او لاسونه
زخمي پوندي، وچی شونډي
هیښ کاته ستړي آهونه
ببر ږیرې، سلیدلی،، هډ او پوست زمول اندامونه

دا بند د پښتنې لیند سکیپ د خاموشه خبریال یا ملنګ په ژبه د شعر معنوي تګلاري په نښه کوی. «پردیس» له یوې خوا په ورځني ژوند کي د افرادو او کورنیو یو واقعیت دی –
څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډېر غریب شي یا د یار له غمه ځینه
او له بلي خوا د تصوف یو مهم بنسټ ګڼل کیږي. و ز جدایی ها شکایت می کند.

داملنګ ملا چي مزل کوي او دجامو او رسمیاتو پروا نلر ي د شمس تبریزي غوندي ناببره څرګندیږي د سنتي عقل او هوښیارۍ نه یې ځان خلاص کړی دی او په کوم بل سلوک کي مجذوب او هيښ پېښ دی. معمولي خلک به په ده باندي خاندي خو دی نه د چا د خندا او پېغور نه ډاریږي او نه دې ته اړتیا لري چي د چا په وړاندي له ځانه دفاع وکړي.

په هم دې لومړنۍ برخه کي د طالب له پلار سره هم آشنا کیږو چې د مولانا د پلار غوندي سنتي عالم وو او د ژبې او متنونو له منګولو نه ځان نه و و ژغورلی.

هغه ټول عقل او حلم (علم؟)
ته اوتر غوندی ښکاریږې
هغه ښه انداز د ژبې
ته خاموشه معلومیږې (۱۰۹)

ملنګ د ډېرو اړیکو څخه خلاصون موندلی او ان «له خپل ځان څخه» هم پټيږي. خو که ما په لوستلو کي اشتباه نه وي کړې ملنګ ملا د تصوف او استغنا نه بغیر نوري ځانګیړني هم لري. که صوفیان زیاتره د سیاست نه ځانونه لیري ساتي ملنګ د ټولنیزو او په تېره سیاسي محکومیت او خوږمنۍ نه سر ټکوي او دا هم امکان لري چي هم دې سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو دی پردیس کړی وي. که صوفي د سنتي مفکورو او د وګماتیزم یا تحجر په وړاندې بغاوت کوي، د ملنګ ملا د بغاوت ساحه پراخه ده او سیاسي بغاوت هم په ډېره ضمني او سمبولیکه توګه په کې لیدل کیږي.

زما عقل محسور سوی
زما ذهن مجبور سوی

زما لار بې لاري سوې
صوفیان چی د چینايي فیلسوف لاووڅي غوندي خپل مذهب ته طریقت یا لاره وایي دا نه مني چي د دوی لاره به بې لاري شي. هم دارنګه د تصوف پلویان په عقل باندي باورمند نه دي.
ګیرم که عقل کل شده ای بی جنون مباش (بیدل).
خو زمونږ ملنګ ته دده وفا داره طالب وایې:
ته رښتیا چي فرزانه یې
ستا انداز قلندري دی
خو د عقل خزانه یې (۱۱۳)

د طالب د پلار شخصیت ما ته یوه پوښتنه ده. آیا دی د سنتي علومو او الهیاتو ښکارندوی دی؟ د حاشیو او الفاظو اسیر سړی دی؟ ښکاره ده چی طالب ته داسي نه ښکاري. د هغو تورو نه چي د طالب په حافظه کي پاتي دي د طالب پلار د ملنګ ملا سره شباهت لري.
زما پلار د سبقونو
له زړو پآنو او لیکو
ما ته څو توري یادیږي
هغه توري ملا دادي:
«مینه تنده د دیدن ده وصل اور دی
وفا لیري له حیا نه جانان کور دی
د لالا سندره وایي لیلا ورکه
مجنون خاوري ښکلوي مطلب یې نور دی» (۱۱۷)

ما ته ددې پوښتني ځواب نه راځي چي دا لومړي سبق ولي په خپله د ملا د خولې نه نه اورو.
کیدی شي چي شاعر د ملنګ او صوفي تر مینځه واټڼ مینځ ته راوړي یا دا سبقونه د پخواني کلتور او ادب په چاپېریال کي دننه ساتي. د دې غایب شخصیت په باب به نور نه غږیږو ځکه مهمه دا ده چی د سبق په متن کی څه ویل شوي دي.

تنده او اور دواړه د پیاوړو عاطفي تجربو نښي دي. صوفي د شهود یا د معشوق د لیدلو تنده لري اوکه کله دومره بختور شي چي وصل ته ورسیږي نو دهغه تر اغیزي لاندي به خامخا سوځي. دا د میني او د لیدلو شوق اړیکه ډېره پخوانۍ فلسفي ریښه لري چی ګومان کیږی صوفیان ترې خبر وو. د افلاطون په اند د میني لومړنۍ تعریف د یوه ښکلي جسم یا شي درلودلو او مالکیت ته یوه ډېره پیاوړې علاقه ده او که سړی دا جسم په خپل مالکیت کي ولري نو د هغه د پاره علاقه نه شي پیدا کولی. (سمپوزیم). په بله وینا دا منطقي نه ده چي سړی د هغه شي سره ټینګه مینه ولري او هغه په ډېر شوق وغواړي کوم شی چي ده تر لاسه کړی وي. نو د میني بنسټ مطلوب سړي ته د رسیدلو غوښتنه او هغه یا هغې ته نه رسیدل دی. له بلي خوا صحرایي او وچ ماحول کي چي د شعر اصلي لیند سکیپ یا پس منظر دی تنده ډېره مناسبه نښه ده.

په دوهمه مصرع باندې سم پوه نه یم. ما ته داسي ښکاري چي وفا (چي یو شخصیت هم دی) د حیا له کبله ځان لیري ساتلی . «جانان کور دی.» دلته که کوم تصوفي تعبیر ته اړتیا وي نو هماغه باور به په یاد راولو چي معشوق کوم آسمانی موجود نه دی او هم دلته په ځمکه کي موندل کیږي:

معشوق همین جاست بیایید بیایید. او که نه نو «جانان کور دی» بې له تصوفه هم خوندور انځور او خوندور عبارت دی.
لیلا د وصل بلنه نه مني اوپه عربي ژبه «لا» «لا» (نه، نه) وایي. طبعا اشاره د پښتو د نارینه اقتدار سمبول «لالا» ته هم شوې ده چی کله کله د «خان» تر څنګه یاد شوی دی. دا احتمال هم شته چي وفا پخپله وایي لا لا (نه نه ) خو ما ته د وروستۍ مصرعې په لوستلو دا تعبیر پیاوړی کیږي چي لیلا وایي لا لا.
د لا لا سندره وایي لیلا ورکه
مجنون خاوري ښکلوي مطلب یی نور دی

مجنون خاورې ښکلوي یا عبادت او درناوی کوي او یا احتمالا لیلا مړه شوې ده او مجنون چي خبر شوی قبر ته یې راځي او خاوري ښکلوي چي همالته مړشي او د لیلی سره وصال ته ورسیږي. آیا هم دا د مړینی په مرسته وصال ته رسیدل د مجنون هغه «نور» مطلب دی؟ شاعر نه غواړي چی مونږ ته څرګنده لارښودنه وکړي. په تصوفی ژبه کی هم همدا د یوه مطلب له لارې بل مطلب ته رسیدل یو مهم اصل دی. نو مجنون خاوری ښکلوي خو ددي ښکلولو او ددې مینی نه یی مطلب هغه بله معنوي مینه ده (؟)
زما په نظر دا لومړی سبق له نورو نه ډیر بنسټیږ دی نو یو څه نور هم په هغه باندي خبري کول غواړم. د تندي استعاره دداسي لیري والي او شوق ډېر بډای بیان دی. دا هم هېره نه کړو چي پښتو فلکلور مونږ ته د دیدن ډېر ګویا انځور را بخښلی دی چي شعر ترې په ډېره ګټوره توګٍه کار اخلي.
دیدن د بادو پیمانه ده
نه به پرې موړ شې نه به وتړې بارونه

او دا چي په تصوف کي د لیدلو او سترګو انځور څومره مهم دی کومي یادوني ته اړ نه دی. به خپله د شاهد او شهود کلمې دا لومړیتوب په تصوف کي ثابتوي. له زرګونو مثالونو نه ما ته یو په زړه پوري مثال د مولانا جلال الدین بلخي (رومي) په مثنوي کي د صوفي او جهاد نکل دی چي دلته یې په لنډه بڼه وړاندي کوم.

صوفي جهادیاتو ته ورځي چي په جهاد کي برخه واخلي او دوی ورته یو لاس تړلی کافر تسلیموي او ورته وایي ځه دا اسیر ووژنه. څو شیبې تېریږي او صوفي بیرته نه دی راغلی. جهادیان ورپسي ځي که ګوري صوفي لاندي پروت دی او لاس تړلی کافر نزدې دی په خپلو غاښونو د ده غاړه څیري کړې. جهادیان کافر وژني او د صوفي نه پوښتنه کوي چي دا څه درباندي وشول؟
صوفي وایي

ګفت چون قصد سرش کردم بخشم
طرفه در من بنګرید آن شوخ چشم
چشم را وا کرد پهن او سوی من
چشم ګردانید و شد هوشم ز تن (شد = رفت)
ګردش چشمش مرا لشکر نمود (نمود = معلوم شد)
می نیارم ګفت چون پر هول بود
قصه کوته کن کازان چشم این چنین
رفتم از خود اوفتادم بر زمین

حیا په تصوف کي په تېره د بیدل په شاعرانه فلسفه کي ډېره لویه برخه لري. حیا، خجلت، عرق، او داسي نور توري یې په شعرونو کي خورا ډېر تکراریږي. نو په دې اساس باندي سره له دې چي جانان کور دی مین یا وفا یا مجنون د حیا له کبله ځان لېری ساتي. ما ته داسي ښکاري چي مین یا صوفي د میني پسي ګرځي او ورته نه رسیږي ځکه ده ته هم دا نه رسیدل د رسیدلو حیثیت لري یا دده مینه د لاري او د تللو مینه ده. چینې ته رسیدل دومره مهم نه دي لکه د چینې خوا ته چی مزل کول مهم دي.

همه عمر با تو قدح زدیم و نرفت رنج خمار ما
چه قیامتی که نمی رسی ز کنار ما بکنار ما
نه به دامنی ز حیا رسد نه به دستګاه دعا رسد
چو رسد به نسبت پا رسد کف دست آبله دار ما

( نور بیا)