د مذاکراتو لپاره اوربند د دولت اساسي شرط دی
اېمل پیاوړی
لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان د جګړې ټولې ريښې داخلي نه دي؛ نو له دې امله په افغانستان کې د پایدارې سولې او امنیت ټینګښت د بهرني سیاست د پروګرامونو یوه مهمه برخه جوړه کړې او تل د افغانستان په اړه د بهرنیو ناستو د اجنډا برخه ده. ولسمشر غني تل نړیوالو ته دا په ډېر وضاحت ویلي دي لکه څنګه چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ټولو همکاري حتمي ده، نو همداسې د افغانستان د امنیت او ثبات د تامین او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د بریا لپاره هم د سیمې او نړۍ د هیوادونو همکاري مهمه ده.
حکومت په نړیوالو ناستو کې په دوامدارو دیپلوماتیکو هڅو او پررنګه حضور سره د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو او پایدارې سولې په اړه سیمهییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړې او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لوی ملاتړ موندلی. حکومت که له یوې خوا د سولې لپاره قوي اراده او برنامه لري، نو بل لورته د جنګ چمتووالی هم لري او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې امر کړی دی، چې تر هغو پورې وسله والو طالبانو د سولې بین الافغاني مذاکرات نه وي منلي او پر سراسري اوربند توافق نه وي شوی، نو تر هغو پورې به د هیواد په هره برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري زموږ پر دښمنانو عملیات او بریدونه ادامه لري.
په دې وروستیو شپږو میاشتو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي دي او د دوی د رهبرۍ په کچه لومړۍ او دویمه درجه مهم کسان په دغو هوایي او ځمکنیو عملیاتو او بریدونو کې له منځه تللي دي. دولت په هیڅ صورت نه غواړي چې له کمزوري دریځ څخه سولې ته داخل شي، ځکه چې په کمزوري موقف سولې ته داخلېدل د هیواد او ولس په تاوان دی. دولت سولې ته ژمن دی، د سولې لپاره یې لارنقشه برابره کړې او د سولې لپاره یې پر مذاکره کوونکي پلاوي هم توافق ترلاسه کړی، مګر تر هغو چې وسله وال طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېنږدي، نو همداسې به دوی وژل کېږي او ځپل کېږي، مګر که چېرې دوی د سولې مذاکرات ومني، نو دولت سراسري اوربند ته ژمن دی او د طرفینو له هوکړې وروسته به د تېر اختر په څېر اوربند اعلان او مدیریت کړي. د داځلي مذاکراتو لپاره د حکومت تر ټولو مهم او لومړنی شرط اوربند دی او تر هغو چې طالبان اوربند ونه کړي، دولت به د سولې مذاکرات ونه مني، ځکه تېر ځل د مذاکراتو پر مهال وسله والو طالبانو له فرصت څخه په استفادې تروریستي بریدونه ترسره کړل.