جمال الدین حکمتیار: پلار مي هر څه د ای ایس ای په خوله تر سره کوي
له نن نه تقریباً دوه کاله پخوا، حکمتیار صاحب د غیرت بهیر ځوم په ابتکار او کشري ځوی په ملتیا د ترکیې په لورې یو ناڅاپي او سري سفر درلود.
حزبي مطبوعاتو د سفر پر مهال د ترکيې له ولسمشر سره د ملاقات غلط خبرونه خپرول.
پر عین وقت، عبدالهادي ارغندیوال هم ترکیې ته بلل شوی وو.
دغه بلنه د پاکستاني سفارت له لورې ورکړل شوې وه.
دواړه ډلې په یوه خاص ځای کي له میلمه پال سره مخامخ شول. میلمه پال د پاکستان آی ایس آی برحال جنرال وو.
د ملاقات اجندا له عبدالهادي ارغندیوال څخه له حکمتیار صاحب سره بیرته د یو ځای کیدو غوښتنه وه.
ښاغلي ارغندیوال خپل تحفظات ورته بیان کړل: مالي شفافیت، د ځوی او ځومانو په حزبي امورو کي سلب صلاحیت، د حکمتیار صاحب شورايي اصل ته غاړه ایښودل، د جنګ له تبلیغ لاس اخستل، وغیره وغیره. هغه وویل چي پدغو مو توافق کړی وو، خو حکمتیار صاحب خپلو ژمنو ته پابند پاتې نشو.
پاکستانی جنرال له ښاغلي ارغندیوال غوښتنه کوي چي د حزب اسلامي افغانستان نوم حکمتیار صاحب ته پریږدي.
دغه غوښتنه یې د ارغندیوال له لورې رد کیږي. هغه ورته وایي چي دوی هیڅ ملاحظه نلري چي حکمتیار صاحب خپل نوم له حزب اسلامي سره وصل کړي او پدې لحاظ د حزب اسلامي حکمتیار په نامه یو سیاسي جریان په عدلیه وزارت ثبت کړي. اما د حزب اسلامي افغانستان په نامه تنظیم نه د حکمتیار صاحب پورې مربوط دئ، او نه ارغندیوال، بلکې مؤقت ریاست یې د ارغندیوال په برخه دئ، او هر مهال چي انتخابات وشي، بیل رئیس ورته انتخابیږي، لدې امله دوی یو سیاسي جریان د کوم شخص په نامه ثبتولی نشي.
دا چي ولي پاکستاني جنرال د وساطت رول لوبوي، بیلابیل لاملونه رابرسیره کوي. زما په اغلب ګمان، د جنرال په غوښته ممکن د ارغندیوال د ویرولو یوه هڅه وه.
د پورتني سفر له جزئیاتو د حزبیانو له جملې د ګوتو په شمیر خلک هم خبر ندي. ځکه چي له پاکستان سره د حکمتیار صاحب ستراتیژیکه ملګرتیا او اعتماد همیش د ميډیا او حزبیانو له انظارو مستوره ساتل شوې.
تاسو به د تنظیم دننه د حکمتیار صاحب له لورې د ځومانو پر تحمیل د خلکو غبرګونونه لیدلي وي، خو د هغو ټولو برعکس حکمتیار صاحب همیش دغسي جنابان د سیاسي کميټې مشرۍ او د مبهمو او سري سفرونو لپاره د معتمدو اشخاصو په حیث نومولي او حساسې دندې یې ورته سپارلي. حکمتیار صاحب پر دې خبره ښه پوهیږي چي ځوم او د ځوم ټول فامیل یې د پاکستان تابعیت لري، پاکستان یې د سرمایه ګزارۍ کور دئ، له آی ایس آی سره معتمد رابط دئ، او لدې لارې د ستراتیژیکې ملګرتیا او د غوښتنو او مشورو تبادله ترسره کیږي.
سیاست که د دین په نامه وي، یا که د سیکولریزم په لباس کي، همیش به یې ظاهري بڼه بیله او د پردې تر شا بیل روابط، بیلې غوښتنې، او بیل رنګ تعامل او کردار وي.
حکمتیار صاحب پر پاکستان ډیر اعتماد، باور، او یقین کړی. پاکستان یې خپل ستراتیژیک ملګری او تکیه ګاه ګڼلې. د پاکستان په ملتیا یې په افغانستان کي د مؤثریت، سیاسي بقاء، او قوت احساس کړی.
تاسو به همیش په تنظیمي مطبوعاتو کي له دولت سره د سولې وروستۍ توافقنامې مربوط داسي څرګندونې لیدلې وي چي ګویا حزب ډیر انعطاف وکړ، سولې ته یې لبیک وویلی، وغیره وغیره. حال دا چې په ۲۰۱۵ کال کي له آی ایس آی سره د تنظیمي رابطو به داسي څرګندونې کولې چي ګویا آی آیس آی له مونږ سره د پخوا په څیر تعامل نه کوي، له مونږ څخه غواړي چي افغانستان ته داخل شو، نور په پاکستان کي دننه د دوی د تنظیمي شتون څه ضرورت دئ، وغیره وغیره. بالآخره له افغان دولت سره ناڅاپي یوه توافقنامه رامنځته شوه.
تر هغه مهال چي له پاکستان و یا په آینده کي له نورو هیوادونو سره داسي مستوره او پټه ستراتیژیکه رابطه موجوده وي، او د حزبیانو له جملې لس کسان هم لداسې ملاقاتونو، اړیکو، راکړو ورکړو نه خبریږي، نو د یوه آزاد، خپلواک، شفاف، د افغانستان ګټو ته ژمن، او حساب ورکونکي تنظیم تصور هم په هیڅ صورت کي نشي رامنځته کیدی.
نن چي زمونږ افغانستان کي سیاسي احزاب د افغانستان ګټو پر ځای د نورو ملکونو ګټو ته هم ژمن دي، یواځیني علت یې داسي پټې ستراتیژیکي روابط او راکړې ورکړې دي، چي بالآخره د بدنامو تنظیمونو، دکتاتورانه قیادتونو، منفورو سیاستونو، له ملت د ناروا سیاسي استحصال، د جنګي مأموریت باعث کیږي، او زمونږ هیواد یې د جنګ پر کرښه درولی او د نورو ګټو لپاره د جنګي اوزارو په حیث استعمالیږي.
جمال الدين حكمتيار