خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پر افغانستان ورټول نړیوال تمرکز

محمدروښان ښاد
ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې لومړنۍ او اساسي هڅه دا وه چې د نړۍ پام افغانستان ته راواړوي او نړۍ په دې قانع کړي چې افغانستان پر پانګونه ارزي، ځکه چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې او نړۍ له ثبات سره تړاو لري او که خدای مکړه افغانستان د نویمو کلونو غوندې یو ځل بیا هېر شي، نو لیرې نه ده چې د تروریستانو په پټنځایونو بدل او له دې ځایه د نړۍ امنیت او ثبات تهدید شي.
د ولسمشر غني د استدلال، طرحو او برنامو پر مټ یو ځل بیا افغانستان د نړۍ د هیوادونو د محراق او توجه مرکز وګرځېده او ګڼو هیوادونو له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړې. د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پام هم افغانستان ته ور واوښت.
د افغانستان وضعیت ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پام اړولو لپاره حکومت هڅې د دې لامل شوې چې دغه شورا څو څو ځله د افغانستان پر وضعیت غور وکړي او د افغانستان د موضوع په اړه ځانګړې ناستې وکړي. په دغو ناستو کې د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزې حلولو او پر سیمه د افغانستان د سولې پر امنیتي او اقتصادي اغېزو او همدارنګه د امنیت شورا په پرېکړهلیک کې د افغانستان پر سیمهييز ملاتړ ټینګار شوی.
د 1396 کال د مرغومې پر 25مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لوړپوړي 15 کسیز پلاوي د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت د څېړنې او د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د هېواد په اړه درج شوو شکایتونو ته د رسېدو په موخه کابل ته سفر وکړ. تر دغه سفر څلور ورځې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان په ودانۍ کې د دغه سازمان د امنیت شورا ځانګړې ناسته وشوه او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د بهیر ملاتړ وکړ. همدارنګه په دغه ناسته که وویل شول چې پاکستان باید په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتلو کې برخه واخلي.
همدارنګه په دغه موده کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې دپاکستان د لاسوهنې او له تروریستانو څخه د دوی د ملاتړ په اړه اسناد او شواهد وسپارل شول او دا هم ورته په ډاګه شوه تر هغو چې پاکستان په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي او د ترهګرۍ له تمویل لاس وانخلي، نو افغانستان ، سیمې او نړۍ ته به د تروریزم له پلوه پېښ تهدید او خطر پرځای وي.