خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوله به د ولس په سلا راځي

محمدروښان ښاد
د ولسمشر غني دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي چې ، سوله په تیاره کې لکه غله غوندې نه راځي، سوله به په روښانه ورځ  راځي. له دې څخه یې موخه داده چې تر څو افغانان په جریان کې نه وي، د دوی سلا مشوره وانخیستل شي. د سولې د هر پړاو ترسره کولو پرمهال په جریان کې نه وي او د دوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي، نو معلومداره چې سوله نه راځي.
ځکه عملا مو ولیدله چې امریکا او طالبانو لس میاشتې په مسکو، دوحه، ابوظبۍ او نورو ځایونو کې د سولې په نامه د تړلو دروازو تر شا مذاکرات وکړل او دا مذاکرات په اونیو اونیو وغځېدل، مګر دا چې ولس په جریان کې نه وو، د ولس مشوره په کې نه وه، د ولس قناعت او رضایت نه و ترلاسه شوی په دې خاطر له کومې نتیجې پرته پایته ورسېدل او مذاکرات ناکام شول.
ولسمشر غنڼي وایي، سوله به راي، په همت د افغانانو به راځي، او زمونږ په اتحاد او اتفاق به راځي.  دا واقعیت دی، ځکه هر څومره چې موږ په اتفاق یوو او د سولې لپاره ګډه اجماع او واحد دریځ ولرو، نو همغومره به د سولې مذاکرات هم په پیاوړي دریځ ترسره شي، مګر که موږ پاشلي وو او د تېر په څېر لکه د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پرمهال چې سیاسیونو واحد دریځ نه درلود او هر یوه له کومې برنامې او اجنډا پرته دوحې او مسکو ته منډې وهلې نو نه یوازې چې امریکا او طالبانو ارزښت ورنه کړ، بلکې ولس هم بد ورباندې وویل او له دوی څخه یې مخ واړاوه.
سوله نه په ډېرو منډو ده، نه په ډېرو شعارونو ده، نه په ډېر قوت ده. سوله یوازې او یوازې پیاوړې اراده غواړي، واضح او ملي برنامه غواړي، ملي یووالی او واحد دریځ غواړي. له دې مه واره نه سوله شونې ده او نه هم سوله کېدونکې ده، البته هغه سوله چې افغانان یې غواړي. افغانان تلپاتې او باعزته سوله غواړي. داسې سوله چې د دوی سر، مال او ژوند په کې خوندي وي. د دوی عزت او حیثیت په کې خوندي وي او داسې سوله چې تر شا یې کوم بل پټ بحران او ناورین نه وي.
حکومت او ولسمشر غني په همدې خاطر ټینګار کوي او وایي چې د سولې درې پړاوونه دې د ولس په سلا ترسره شي او په لومړنیو دوه پړاوونو کې دې ټول واک له ولس سره وي او په دریم پړاوو کې دې نړیوال یوازې د ضامنانو، څارونکو او تمویلونکو په توګه حضور ولري.

دا ؤ چې فکر یې کاوه چې کار د سولې خلاص شو، زه  تاسو ته همدا اوس وایم، ما یو طالب سره نه دي لیدلي، اما د ولس نبض باندې پوهېدم ځکه مې اقدام وکړ، دلته هر اقدام د سولې لپاره باید روښانه هوا کې وشي،
نو دلته اوس ضرور ده چې مونږ پوه شو چې کومه مرحله کې یوو.  مونږ اوله مرحله کې یوو چی د سولې مذاکرات ممکن بولو، ټول نظریات لرواو معلومدار د مسوول په حیث باندې د تاسې د خادم په حیث ما شپې ورځې په دې تېرې کړې دي، چې د هرې ستونزې لاره څنګه هواره کړو.  او هیله ده تاسې ددې شاهد اوسئ، هره ستونزه چې طالبانو مطرح کړې، مونږ یې لاره هواره کړې که نه؟ ویل بین المللي قواو باندې، زر وارې راشئ چې ورباندې وغږېږ، کومه مسله ده چې تاسې غواړئ ورباندې وغږېږو، بیا درته وایم لکه چې د سولې کاروان ته مې وویل، هرځای د افغانستان کې چې غواړئ ما سره وګورئ، په سترګو، هر ځای د افغانستان کې چې جناب استاد خلیلي سره ګورئ په سترګو، جناب خپلواک صاحب سره ګورئ د شورا د علماوو سره، جناب کشاف صاحب سره، او که شورا د ملي سره ګورئ، جناب وزیر صاحب وردګ او همکاران یې  ټول حاضر دي خدمت کې مو دي.
مونږ ځپل افغانیت باید ومنو، او دا درې ورځو ثابته کړه چې مونږ ټول افغانان یوو، اوس باید په ګډه راشو چې لوی قدمونه واخلو.
په افغانو منځ کې له بده مرغې نه جنګ خو هر وخت کولی شو، کورنۍ کې یې نشو کولی؟ مونږ خو تیار کېناستلي یوو، خبره دجرئت اوس په جنګ کې نده، جرئت په سوله کې ده، عزت په سوله کې ده، حیثیت په سوله کې ده، افغانستان ته خدای (ج) هر شی ورکړي، که سوله وي تاسې فکر وکړئ زما ټولې زده کړې پدې کې دي چې څنګه آبادي راولو، او که یو کال سوله وي تاسو به وګورئ چې انشاالله و تعالی د علمای کرامو ټولې غوښتنې به عملي شي چې مونږ وکړی شو هر ولایت د افغانستان کې جامع جومات ولرو.
د دوی د غوښتنې په اساس باندې نه یوازې څو سوه زره د فتوا نسخې ټولو ولایتونو د افغانستان  کې خپرېږي، یو میلیون نسخې د قران شریف به په دې راتلونکو څو میاشتو کې ټولو مدرسو د افغانستان ته موږ ورسو او پس له هغه نه د احادیثو شریف مجموع باندې د دې کمېتې په اساس باندې تاسې وړاندیز وکړئ چې مونږ څنګه واحد نصاب راولو او مدرسو ته انسجام راولو او د علماو عزت چې په هر رقم کېږي انشاءالله و تعالی اقدام به وکړو.
زمونږ ولس یو عظیم ظرفیت لري، شاته نه ګوري، پوهېږو شاته څه دي. سل کاله بعد شاید تاریخ دې ته آماده شي چې قضاوت وکړي، نن د دې وخت نه دی. زما عرض دا دی چې مونږ باید مخې ته وګورو نه شاته، حماسه د جهاد واضح ؤه ټول ولس ته. هیڅوک په افغانستان کې اجازه ونلري چې جهاد ته په سپکه وګوري. اما فاجعه د بعدی یوه واضح فاجعه ده او دا زمینه د دې نه ده چې مونږ راشو په دې باندې ساعتونه او ورځې تېرې کړو. باید خبره په دې وي چې په افغانستان  کې یو عادل نظام ته، یو اساسي نظام ته چې خوندور وي او د ټول ولس برخه په کې وي، دې ته باید آمادګې ونیسو او دا یوازې په ولسواکي کې کېږي.
زه بیا هم په آخر کې له ټولو نه مننه کوم، نورو مشورو ته ضرورت لرو. ستاسې مشورو ته تل په دقت کتل کېږی او ځکه دا فرمان ما صادر کړ.