د امریکا له راوتلو راوروسته به افغانستان څرنګه وي
واحد نظري
ښاغلی کارتر مالکاسیان د اکټوبر پر ۲۱ د فارن افیرز په مجلې کي لیکي پدې وروستیو دوو کلونو کي جمهوريپال او دیموکراتان له افغانستانه د راوتلو په برخه کي همنظره سوي دي. جمهورریس ټرمپ بیابیا ویلي چي غواړي راووځي. دیموکرات سناتوره، الیزابت وارن، او د جمهورریس پخوانی مرستیال، جو بایډن، هم له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل غواړي. دغه راز، د امریکا په ټولنه کي هم راوتل زیات محبوبیت لري.
اوس سوال دا دی که امریکایان راووځي، هلته به څه پېښ سي؟
د امریکا له راوتلو سره سم به طالبان تهاجمي حالت غوره کړي. د کال ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ په څېر به کندوز، هلمند او نور آسیب پذیره مرکزونه ونیسي.
که چیري ټرمپ د ۲۰۲۱ مخکي راووځي، په اغلب ګومان به د امریکا اروپايي ملګري هم د امریکایانو مخکي خپله کډه بار کړي. پدې صورت کي به د نظامي قواوو انډول د طالبانو په ګټه وي. طالبان به پر کندوز، هلمند، کندهار، او ننګرهار باندي هجوم ور وړي. اکثره افغان عسکر او پولیس به فرار وکړي، نو لهذا ستر ښارونه به بې دفاع پاته وي.
پدې صورت کي، د کابل سقوط هم ممکن ېږي. خو ښايي د شمال ایتلاف ځیني جنګسالاران د کابل د دفاع لپاره خپلي ملیشاووي منظمي کړي. روسیه، ایران، او هند به مختلفي ډلي تقویه کاندي.
ښاغلی کارتر لیکي حتی که چیري طالبان ګرده افغانستان ونیسي، داسي شواهد نسته چي هغوی به بیا پر امریکا باندي حمله وکړي. مګر ښايي د القاعدې له ځینو غړو سره خپل مخفي روابط وساتي. خو د داعش سره به جنګ وکړي.
که چیري متحده ایالات له افغانستانه پرته د سولي له موافقې څخه ووزي، افغانان به تر بل هر چا زیات متاثیر سي. د امریکايي عسکرو د وتلو سره سم به تشدد او جنګونه لا زیات سي. د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کي به ژوند سخت وي. ښځي به حتما خپل آزادي له لاسه ور کړي. آزاد مطبوعات به خفه سي. او هغه افغانان چي د طالبانو سره جنګېدلي دي، هغوی به د انتقام او قهر سره مخامخ سي.
که چیري طالبان موفقه سي، د هغوی تر کنټرول لاندي سیمو کي به تشدد او مرګ ژوبله راکمه سي. خو آزادي او اقتصادي انکشاف به قرباني سي. افغانان به محروم وي، تر ظلم او اختناق به لاندي وي، خو ژوندي به وي.
خو که چیري متحده ایالات پاته سي، جنګونه، بمباري، انتحاري حملې، او تشدد به روان وي.
نو لهذا، د امریکا خروج به د افغانستان لپاره لزوما فاجعه نه وي. خو د واشنګټن لپاره به څه ریسک خامخا ولري. اوس، دا د امریکا په پالیسي جوړونکو پوري اړه لري چي د امریکا د تاریخ پدې حساسه مرحلې کي څونه خطر زغملای سي.