د رباني استعفا دلیل څه کېدای سي؟
واحد فقیري
پدې حساس وخت کي، د صلاح الدین رباني یو ناڅاپه استعفا زیات سوالونه راپورته کړي دي. او تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چي د غني – عبدالله ناړامه رژيم د شوړېدو او ړنګېدو په حالت کي دی.
پدې دوو ورځو کي، کابل ته د امریکايي عالي رتبه چارواکو زیاتېدونکی تګ راتګ پر دې دلالت کوي چي د غني – عبدالله قلابي رژیم د داسي داخلي بحرانونو سره مواجه دی چي د واشنګټن استعماري باداران يې سخت اندېښمن کړي دي.
صلاح الدین رباني په خپل استعفا لیک کي وايي د ملي وحدت «د حکومت دوره ختمه سوې ده.» او اوس په هیواد کي «همپالني او اتحاد» ته سخت ضرورت دی. هغه دغه راز دننه په رژیم کي د «دولت ساز ټیم» له «تخریب» څخه شکایت کوي، او لیکي چي د هغوی کوښښونه نور «غیر قابل اغماض و غیر قابل تحمل است.»
د صلاح الدین رباني د استعفا بل دلیل ښايي دا وي چي د جمهوري ریاست قلابي انتخاباتو ګزک کړی دی، او نتایج يې ښايي ډېر وخت وځنډېږي. نو لهذا، د یو موقت حکومت د جوړېدو لپاره فرصت برابر سوی دی. او صلاح الدین رباني غواړي چي د موقت حکومت له دایرې څخه بهر پاته نه سي.
بلخوا، د ارګ او خارجه وزارت اختلافات هله لا برملا سول چي ارګ د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند برطرفه کړ، خو ډاکټر عبدالله لدې فیصلې سره مخالفت وښود.
د صلاح الدین رباني د استعفا بل دلیل ښايي دا وي چي ارګ هڅه کوي چي د بهرني سیاست چاري له خارجه وزارت څخه حمدالله محب ته ور انتقال کړي، ځکه محب له ډېر وخت راهیسي بېکاره، بې روزګاره، او فالتو ګرځي.