د پاکستان فشارونه نتیجه نه ورکوي
محمدبشیریوسفزوی
پاکستان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د افغانستان پر وړاندې د فشار هره وسیله وکاروله مګر هیڅ کار یې ورنه کړ. په لومړیو کې جهادي رهبران په ډلو او ټپلو ووېشل او د روسانو له وتلو وروسته یې همدغه جهادي ډلې په خپلو کې سره وجنګولې ، د هیواد ښارونه او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړل، مګر پاکستان بیا هم خپلې همغې موخې ته چې لرله یې ونه رسېده.
کله چې پاکستان له جهادي ډلو څخه نهیلی شو، نو بیا یې طالبان را پیدا کړل او د جهادي ډلو په راپرځولو او د طالبانو واک ته رسېدو کې یې مستقیمه همکاري وکړه. طالبان واک ته ورسېدل او دوی خپل امارت اعلان کړ، مګر په امریکا چې تروریستي ډلو بریدونه وکړل، نو پاکستان د امریکا له وېرې او یا د هغوی په فرمایش د همغو طالبانو د راپرځولو لپاره چې دوی واک ته رسولي و، له امریکا متحدو ایالتونو سره لاس یو کړ او امریکایي قواوو ته یې په خپله خاوره کې پوځي اډې ورکړې او له همغه ځایه یې د طالبانو په ضد پوځي عملیات ترسره کول.
د پاکستان د همکارۍ په پایله کې طالبان رانسکول شول او پرځای یې نوې اداره رامنځته شوه، مګر پاکستان لا هم له فشار واردولو څخه لاس وانخیست او پر افغانستان د خپل فشار د ساتلو لپاره یې تیت او پرک طالبان بیا سره راټول او منسجم کړل او دوی یې د افغان دولت او د نړیوالې ټولنې پر وړاندې مجهز کړل او د جګړې لپاره یې افغانستان ته راولېږل. پاکستان چې د ترهګرۍ ضد مبارزې د شریک په توګه له امریکا څخه کوم امتیاز او پیسې ترلاسه کولې د هغو یوه زیاته برخه یې د وسله والو طالبانو په تمویل او تجهیز لګوله.
د دې ترڅنګ یې په دې وروستیو کې د افغانستان په کنړ او ځینو نورو سیمو توغندیزو بریدونو ته ادامه ورکړه او په ډیورنډ کرښه یې د اغزن سیم تېرولو عملي کار پیل کړ، تر څو په دې ډول په افغان دولت فشارونه زیات کړي. په دې وروستیو کې یې افغان بلډینګ څخه هم د افغانستان بیرغ او لوحه لیرې کړه او په غبرګون کې یې افغانستان هلته خپله قونسلګري وتړله، پاکستان دا کار د فشار د یوې وسیلې په توګه وکړ، مګر د فشار دا او نورې وسیلې به یې ځکه نتیجه ورنه کړي چې دا وطن لا هم صادق او وطنپال بچیان لري او په هر قېمت د خپل وطن دفاع او ساتنه کوي.