خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان کي برتانوي پوځيان په جنګي جرمونو تورن سوي دي

واحد فقیري

که څه هم امریکا او برتانیه د جدي تهدید سره نه دي مخامخ، خو بیا هم جنګونه دوام لري. چي دا ولي؟

برتانوی سیاسي مبصر، سیمون جینکینس، د نومبر پر ۱۵ په ګاډرین کي لیکي ولي هیڅوک په مینځني ختیځ کي زموږ د جنګونو په اړه پوښتنه نه کوي؟

ښاغلی جینکینس کاږي په جهان کي تر ټولو جنګره، نظامي ګرا، او جنګ طلبه هیواد امریکا ده. په امریکا کي پر هري خادې او هر کور باندي د امریکا بېرغ رپېږي. او امریکایان تر هر کټ لاندي خپل دوښمنان ویني. همدا وجه ده کله چي جمهورریس ټرمپ د مینځني ختیځه د امریکايي قواوو د راایستلو ژمنه وکړي، سمدستي يې پلویان په خیانت تورن کړي.

په نړۍ کي دوهم جنګره او نظامي ګرا ملک برتانیه ده،‌ خو د جنګ شوق او جذبه يې تر امریکا څه کمه ده. قریب ۱۸ کاله کېږي چي امریکا د «تروریزم پر ضد» جنګ اعلام کړیدی، خو د کامیابۍ څرک نه لېدل کېږي. جالبه خبره دا ده چي دا دایمي جنګونه اصلا جنګ نه بلل کېږي، بلکي د خارجیانو د وژلو لپاره یو مجوز او لایسنس ګڼل کېږي.

په امریکا کي، اکثره جنګونه په اول سر کي محبوبیت لري. خو کرار کرار خلګ تر بېزاره کېږي. همدااوس ۶۲ ٪ امریکایان وايي چي د افغان جنګ د «جنګېدو ارزښت نه لري.» خو امریکايي او برتانوي سیاستوال د دې جنګونو په اړه خبري نه کوي، او داسي برېښي چي زموږ دیموکراسي د خارجي جنګونو او تشدد په اړه بې حسه او کرخته سوې ده.

پدې دوو لسیزوو کي، امریکا پر دې بهرني جنګونو باندي ۶،۴ ټریلونه ډالره لګولي دي. څه د پاسه اووه زره امریکايي عسکر په کښې وژل سوي دي. په لکهاوو ځايي ملکي کسان وژل سويدي. لرغوني ښارونه تباه او برباد سويدي. خو هیڅوک پدې باب خبري نه کوي.

د تروریزم پر ضد جنګ باید د جهان په معاصر تاریخ کي تر ټولو عبث او بې رحمه جنګ وبلل سي. خو بیا هم په برتانیې او امریکا کي سیاستوال «له تروریزم څخه زموږ د کوڅو او ښارونو د امن ساتلو» مزخرف او بې معنی استدلال کوي.

د تروریزم پر ضد د جنګ په باره کي دا مقوله کاملا صدق کوي چي جنګونه اسانه شروع کېږي، خو ختمول يې ګران وي. په هلمند او بصرې کي د برتانیې څرګنده ماته د کمبلي لاندي جارو کېږي. خو په عین زمان کي، په مینځني ختیځ کي د برتاینې د ډرون حملې جاري ساتل کېږي.

که څه هم امریکا او برتانیه د کوم جدي حیاتي خطر سره مخامخ نه دي،‌خو دایمي جنګونه دوام لري. داسي ښکاري چي زموږ سیاسي مشران د نورو هیوادونو په داخلي چارو کي مداخلې وطنپالنه ګڼي. په عراق او افغانستان کي زموږ جنګونه استعماري او امپراتوري ماموریت لري. موږ غواړو چي پدې ملکونو کي «وحشي کفار» دیموکراسۍ ته معتقد کړو. خو کله چي همدا کفار دیموکراسي و نه مني،‌ هغوی په زرهاوو زرهاوو وژل کېږي.

زما عسکر ملګري تل دعا کوي چي زموږ حکومت د دې اخلاقي شهامت پیدا کړي چي په مینځني ختیځ کي زموږ جنګونه ختم کړي. خو زموږ یو حکومت هم د دې کار د کولو اخلاقي غیرت نه لري. داسي ښکاري چي د مینځني ختیځ مځکه مقناطیس او یا سریښ لري. له بده مرغه موږ پداسي جنګونو کي راګیر یو چي هیڅوک يې د توضیح کولو فکري توان نه لري.‌