خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان د اسنادو په اړه ځیني مهم نظرونه

په امریکايي او غربي اخبارونو کي د افغانستان د اسنادو په اړه جدي او ګرم بحثونه لا روان دي.

واشنګټن پوسټ لیکي د افغانستان په برخه کي عام امریکایان هم ملامت دي، ځکه هغوی پدې برخه کي فقط تماشاچیان پاته سوي دي. که چیري امریکایان د خپل حکومت سره مدام حساب و کتاب و نه کړي، د حکومت پر پالیسو باندي نظارت و نه کړي، د واشنګټن حاکمان د اصلاح لپاره چندان علاقه نه ښيي. کله چي یو ملت غافل سي، او پر حاکمانو باندي نظارت خوشي کړي، د هغه ملک حاکمان د ځان د اصلاح کولو لپاره هیڅ محرک نه ویني.

واشنګټن پوسټ لیکي پدې اسنادو کي معلومېږي چي اکثرو امریکايي چارواکو نه طالبان پېژندل، او نه یې هم د هغوی د جنګ کولو محرک پېژندی. په لنډ عبارت، هغوی خپل دوښمن نه پېژندی. طالبان محلي رېښې لري، او تر هغه ډېر غښتلي دي چي امریکایانو یې تصور کاوه.

واشنګټن پوسټ لیکي په افغانستان کي د بادار او نوکر تر مینځ روابط دا ښيي چي حتی د امریکا په شان یو قوي بادار هم د خپلو نوکرانو د اصلاح کولو په برخه کي مشکلات لري. حامد کرزی او اشرف غني دواړه خپلي ګټي لري، او د هغوی منافع مدام د امریکا د ګټو سره اړخ نه لګوي.‌

بلخوا، نیویارک ټایمز په خپلي اوږدې سرمقالې کي لیکي لدې اسنادو څخه یو مهم درس دا دی چي د امریکا حکومت نه د خپل ځان سره صادق وو، او نه هم د خپلو خلګو سره رشتین دی. په افغانستان کي کامیابي له اوله سره ناممکنه وه. او پدې واقعیت باندي اکثره عالي رتبه امریکايي چارواکي پوهېدل، خو امریکایانو ته يې مدام درواغ ویل.

نیویارک ټایمز لیکي، موږ په افغانستان کي قریب یو ټریلیون ډالره مصرف کړيدي، خو اوس هم د کابل حکومت پر خپلو پښو باندي نه سي درېدلای. په آینده کي به هم و نه درېږي. او تل به زموږ پمپ ته ضرورت لري. یو امریکايي مامور وايي،«په افغانستان کي د یوه غښتلي مرکزي حکومت جوړول به سل کاله وخت وغواړي، خو موږ دونه وخت نه لرو.»

د ګارډین په اخبار کي، یو مبصر لیکي که چیري د واشنګټن د پالیسي جوړونکو سره حساب و کتاب و نه سي، هغوی به خپلو همدې پالیسیو ته ادامه ور کړي. لیکوال کاږي له ډېر وخت راهیسي د واشنګټن په حاکمانو کي مسولیت منل او پر خپلو اشتباهاتو باندي اعتراف کول یوه ګناه او ټابو ده. واشنګټن دونه خوسا سویدی چي حتی که چیري تاسي یو څوک شکنجه هم کړئ، بیا هم په خارجه وزارت کي یو عالي رتبه دپلومات مقررېږئ.

لیکوال ادامه ورکوي او لیکي د واشنګټن مشکل اصلا بل ځای دی. او هغه دا چي کله چي د امریکا جنګي ماشین یو طرف ته مخه کړي، بیا د دې جنګي ماشین راګرځول ډېر ګران کار سي. د امریکا جنګي ماشین یو ستر افسانوي دیب ته ورته دی، او هیڅ مانع نه مني. د امریکا جنګي ماشین مصونیت او معافیت لري. هیڅوک حساب و کتاب ورسره نه سي کولای. او کانګرس یې په جېب کي دی.

واحد فقیري