خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اغلې جانس: په افغانستان کي زما وظیفه د درواغو او فریب نشرول ول

 

اغلې لارین کې جانس په واشنګټن پوسټ کي د ډسمبر پر ۱۳ لیکي: زه له ۲۰۰۹ څخه بیا تر ۲۰۱۰ پوري د امریکا په هوايي قوې کي د استخباراتو افسره وم. اغلې جانس ادامه ورکوي او لیکي پدې هفتې کي د افغانستان د اسنادو خپرولو یوه ستره هنګامه جوړه کړېده، خو د واشنګټن پوسټ دې افشاګیرو زه حیرانه نه کړم، ځکه زه خپله لدې فریب کارانو څخه یوه فریب کاره وم.

په افغانستان کي، زما اصلي وظیفه د افغانانو لپاره عامه پيغامونو ته شکل او رنګ ورکول ول. د ۲۰۰۹ د انتخاباتو په جریان کي، ما هغو ژورنالیسټانو ته زمینه برابروله چي د انتخاباتو له جریانه یو ښکلی او غولونکی تصویر ترسیم کړي. ما هڅه کوله چي خبریالان له هغو امریکايي عسکرو څخه لیري وساتم چي د افغان د جنګ په اړه يې منفي نظر لاره.

اغلې جانس لیکي زما دنده یوازي دا نه وه چي امریکایان وغولوم، بلکي زما وظیفه د افغانانو فریب هم وو.

اغلې جانس لیکي څرنګه چي اکثره افغانان بې سواده دي، موږ هڅه کوله چي خپل تبلیغات د راډیو له لاري وکړو. موږ د پکتیا ولایت په کلیو او بانډو کي‌ داسي راډیوګاني ووېشلې چي یوازي يې هغه سټېشنونه نیول چی امریکايي قواو فنډ او چلول. موږ داسي اخبار او پیغامونه نشرول چي زموږ د ماموریت سره مرسته وکړي. موږ دې کار ته «د پیغامونو کنټرولول» ویل. موږ هڅه کوله چي خپلو اورېدونکو ته د ۲۰۰۹ د انتخاباتو د شفافیت او مشروعیت په اړه رنګین او له حقیقته لیري معلومات ارایه کړو.

ما د بګرام د یوه آزاد سوي بندي سره مصاحبه ترتیب کړه. هغه په خپلي مرکې کي وویل خوشحاله دی چي آزاد سویدی، او د بګرام په محبس کي ښه چلن ورسره سویدی. خو هغه زیاته کړه چي د خپل توقیف په علت باندي خبر نه دی. ما د هغه دا اخره جمله سانسور کړه.

اغلې جانس لیکي اداري فساد لکه د ژمي بړستن شاوخوا پر موږ راګرځېدلې وو. موږ خپله د اداري فساد په خورولو کي مرسته کوله.

موږ هڅه کوله چي امریکايي مېلمنو ته داسي صحنې جوړي کړو چي هغوی متاثیر کړي،‌ او په افغانستان کي زموږ له مامویته یو ښه تصویر ورته ورکړو. زموږ دنده دا هم وه چي څرنګه امریکايي مېلمانه مامورین وغولوو.

اغلې جانس لیکي له نیکه مرغه زه له افغانستانه سالمه راستنه سوم، خو زما نور ملګري زما په څېر بختور نه ول. اوس کله نا کله زه د هغو پیغامونو په اړه فکر کوم چي هره ورځ به مو د اعلاناتو پر تختې باندي لګولي ول. په هغوی به څه سوي وي؟ ایا هغوی به زموږ د ښکرورو درواغو او فریب سره یو ځای د نورو کچره شیانو سره سوځل سوي وي؟ ایا هغوی به هم د افغانستان په خاورو او دوړو کي خړپړ ورک سوي وي؟

اغلې جانس په آخر کي لیکي زما پر دوراغو او دغلبازۍ باندي قریب لس کاله تېر سويدي. زه اوس د خپلو کلماتو د عواقبو په باب فکر کوم. ما به څوک غولولي وي؟ چا به زما په خبرو باور کړی وي؟ زما د خبرو قیمت به څه وي؟

واحد فقیري