واشنګټن پوسټ: د وحید مژده مرموز قتل
واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۲۵ لیکي د افغانستان په قومي، مذهبي، او عقیدتي وېشل سوې ټولنه کي وحید مژده له فرقوي منازعاتو څخه مبرا وو. هغه مدام په خپل چم ګاونډ کي پرته له ساتونکو څخه پلی ګرځېدی.
واشنګټن پوسټ لیکي د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کي مژده هیڅکله توپک را وا نه خیست، بلکي د شعرونو د مجموعو په شمول يې څو کتابونه خپاره کړل. پدې وروستیو کلونو کي، ۶۶ کلن مژده د یوه جدي او ژور سیاسي مبصر په صفت پېژندل سوي وو.
واشنګټن پوسټ لیکي د نومبر پر ۲۰ مه څو تنو وسلوالو مژده هله ووژاه چي له مسجده کور ته روان وو. د هغه قتل د کابل خلګ ولړزول. د ډاکټر عبدالله په شمول زیاتره مشران يې د فاتحې لپاره کور ته ورغلل. طالبانو د هغه مرګ «یوه ستره ضایعه» یاده کړه چي «د افغانستان د دوښمنانو» ترتیب کړې وه.
د امریکا معتبر اخبار لیکي سمدستي په افغان سوشل میډیا کي دا اوازه خپره سوه چي د حکومت سره تړلي مقتدري ډلي غواړي چي د مخالفانو ږغ خفه کړي. دا مقتدري ډلي هغه خلګ په نښه کوي چي د سولي پلویان دي، او غواړي چي په خصوصي ټوګه د طالبانو سره تماسونه وساتي. پدې افرادو کي مطمین، حسن حقیار، او نور شامل دي.
مطمین وايي چي پر هغه باندي هم حمله وسوه، خو هغه اوس ترکیې ته تللی دی. مطمین له ترکیې څخه واشنګټن پوست ته وویل چي څو ځله توقیف سویدی، او څو کرته خبرداری ورکړی سویدی چي سیاسي فعالیت باید سټاپ کړي. مطمین وايي،«موږ هیچا ته تهدید نه یو،موږ د سولي لپار کار کوو. هغوی غواړي چي موږ چوپ پاته سو.»
واشنګټن پوسټ لیکي افغان چارواکي زموږ سوالونو ته جواب نه وايي. د داخله وزارت چارواکي هم د واشنګټن پوسټ سره همکاري نه کوي. د اشرف غني ویاند، صدیق صدیقي، هم راڅخه پټ سو.
واشنګټن پوسټ لیکي په کابل کي د وحید مژده یاران وايي د سولي لپاره د مژده فعالیت ځیني مقتدر خلګ په قهر کړي ول. وحید مژده په مسکو کي هم د سولي په کانفرانس کي برخه اخیستې وه.
د وحید مژده د پوهنتون همصنفي، عبدالهادي ارغندیوال، وايي،«هغه یو عالم او صادق شخص وو. خو له بده مرغه د طالبانو په طرفداري د مژده موقف ځینو کسانو ته د زغم وړ نه وو.»
واشنګټن پوسټ وايي ځیني سیاسي مبصرین باور لري چي په حکومت کي مقتدرو ډلو وحید مژده په نښه کړیدی، ځکه هغوی د مخالفانو خفه کول غواړي. عبدالحکیم مجاهد وايي اوس هر څوک محتاط سویدی، ځکه «داسي د قدرت مرکزونه سته چي ښکاره مخالفت نه سي تحمل کولای. مژده یو نقاد وو، خو افراطي نه وو. هغه پر حکومت او طالبانو باندي انتقادونه کول.»
د وحید مژده ژوند ساده وو. د هغه ۲۸ کلن زوی احمد وايي،«هغه د علم عاشق وو. تل يې کور ته مېلمانه راوستل. له هیڅ شی څخه نه ډارېدی. پر هغه باندي خپل وطن ګران وو.»
واحد فقیري