خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سپاه پاسدارانو څلورم نسل

دا لېکنه  په ایران کې د سپاه پاسدارانو رامنځته کېدل او هغه وضعیت څیړي، چې دا ځواکمن بنسټ کې په وزیږیده، پردې سربېره به د پاسدارانو څلورم نسل هم وپيژنئ، چې تر ننه  څنګه رارسیدلی دی؟

د سپاه پاسدارانو د نوي مشر حسین سلامي ټاکنې ته به هم تم شو او محمد علي جعفري ولې ګوښه شو، دا نوې ټاکنه  امریکا ته، چې سپاه پاسداران  ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري څه پیغام لري؟

ډ: فاطمة الصمادي.

ژ: حمید محمد شاه.

سریزه

دایران دمذهبي مشر آیت الله علي خامنئي له دې اعلان سره، چې  حسین سلامی (59کلن) د سپاه پاسدارانو نوی عمومي قومندان وي، سپاه پاسداران نوي پړاو ته ننوت دا ټاکنه داسې مهال کیږي، چې دایران او امریکا ترمنځ اړیکې  دومره ترینګلې دي، چې د ټکر تر بریده رسیدلې دي. سلامي داسې مهال  د جعفري پر ځای ګومارل کیږي، چې سپاه پاسداران تازه د ترهګرو ډلو لست ته ور  زیات شوې دی.

د حسین سلامي دګومارنې فرمان دا څرګندوي، چې دا ډول یوه پریکړه د جعفري په غوښتنه شوې ده، ځکه نوموړي د سپاه پاسداران په  مشرتابه کې د بدلون غوښتنه کړې وه، خو نورې سرچینې بیا وايي: نوموړی د مذهبي مشر لخوا وروسته له هغې ګوښه شو، چې  د بهرني ګواښ ارزونه  یې وکړه او دا یې وړ وبلله، چې  دا جعفري باید نور کور ته واستول شي.

دایران په امنیتي او سیاسي جوړښت کې د سپاه پاسداران  جوړښت  او اهمیت ته په کتنې دا پریکړه او بدلون عادي هغه نه شي بلل کېدای ځکه، چې پاسداران د ایران په سیاسي او امنیتي برخو کې په ټوله مانا فعاله ځواک دی او قانون ورته  داسلامي انقلاب  د ساتلو واک ورکړی دی په بله مانا مشروعیت له قانون څخه  تر لاسه کړی دی.

دایران د اساسي قانون  150 ماده وايي: داسلامي انقلاب  ځواکونه، چې د انقلاب  دبریا په لومړیو ورځو کې  رامنځته شوي دي پر خپل ځای پاتې وي، چې  انقلاب او لاسته راوړنې یې وساتي.

د جوړیدو کلونه : کړکیچ او مختلف روایتونه

سپاه پاسداران  د 1979  داپریل پر 2   د ایت الله خمیني په سپارښته  رامنځته شوی دی، د انقلاب له پوره بریا وړاندې   انقلابي  ځوانانو د شاه د ځواکونو پر وړاندې مقاومت کاوه او یو شمېر سیمې، چې دانقلاب پلوي یې کوله ساتلې، همدې ځوانانو د امام خمیني  دامنیت مسوولیت هم ومانه  او په علوي مدرسه کې له  میشتیدو وروسته یې به یې د نوموړي نورې اړتیاوې هم ورپوره کولې.

دسپاه پاسدارانو د جوړیدو د لومړني پړاو په اړه مالومات ضدونقیض دي، خو دا خبره کره ده، چې د بنسټګرو دکمیسون شمېر  12 تنه وو.

د سپاه پاسداران لومړنی قومندان جواد منصوري په خپلو یادښتونو کې لیکي: د نطام لپاره داساسنامې له جوړیدو وروسته  د انقلابيانو او د لومړي وزیر مهدي بازر جان دپلویانو ترمنځ  دځینو موضوعاتو په اړه خبرې ښکته پورته شوې، دا مهال  ما د کورنۍ ګډوډۍ او د دښمنانو د دسیسو دمخنیوي په  موخه  د ملي ځواک د جوړیدو وړاندیز وکړ.

منصوري وايي:  ددې وړاندیز  پر وړاندې  انقلابي شورا کوم رسمي مخالفت ونه  کړ، خو یو شمېر انقلابي شخصیتونو لکه محمد منتظري یې مخالفت وکړ.

محمد توسلي  بیا وايي:  ما لومړي وزیر مهدي او امام خمیني ته ددې ځواک د جوړیدو وړاندیز وکړ، امام خمیني بیا حجت الاسلام لاهوتي ته دنده وسپارله، چې دا ډول یو ارګان جوړ کړي، خو منصوري بیا وايي: د مهدي دحکومت موخه  داوه، چې دا ځواک به دلنډمهال لپاره جوړ شي، چې دحکومت پریکړې پلې او موازي ارګانونه  له منځه یوسي، خو امام خمیني له هماغه پیله پردې باور و، چې داسې یو ځواک جوړ شي، چې پر انقلاب باور ولري  او بیا یې ساتنه هم وکړي، خمیني دا سپارښتنه وکړه، چې اردو باید پر خپل ځای وي، خو دپخواني پاچا له پلویانو باید پاکه شي.

ځینې سرچینې د انقلابي شورا ځینو غړو د 1979 د مارچ پر 28  په عباس اباد نظامي اډه کې غونډه کړې ده ، د غونډې مهم برخوال : عباس اقا زماني، محسن رفیقدوست، مرتضی الویری، علي محمد بشارتي، محمد غرازي، حسن جعفري، علي فرزین، ضرابي، هاشم صباغیان او علي دانش وو.

د غونډې برخوالو پریکړه وکړه، چې دانش منفرد به د سپاه دځواکونو مشر وي  دنطام لپاره داساسنامې له جوړیدو وړاندې نوموړی لومړنی مشرو، چې ددې مهم ارګان مشري یې وکړه، محسن رفیقدوست بیا وايي: دانش د سپاه دمشر، غلام علي افروز د منابع بشري او علي محمد بشاراتي د استخباراتو او مرتضی الویری د عامه اړیکو دمسوولینو په توګه وګومارل شول.

په همدې وخت کې په ایران کې درې انقلابي خوځښتونه وو، چې په تهران کې یې فعالیت کاوه، دانقلاب سپاهیان، چې مشري یې عباس اقا زماني کوله او په جمشیدي اډه کې ځای پر ځای و، دویمه یې د محمد منتظري  په مشرۍ دپوهنتون  دمحصلینو ډله وه او درېیمه یې د اسلامي انقلاب وسلوال ځواکونه وو، چې مشري یې محمد بروجردي کوله .

له همدې ناستې وروسته پریکړه وشوه، چې د امام خمیني د سپارښتنې له مخې باید له دې ډلو سره خبرې وشي، چې په سپاه سپاداران کې مدغم شي، دهمدې موخې لپاره دمشرتابه دولس کسیز کمیسون جوړ شو.

رفیقدوست بیا وايي: د سپاه پاسداران وړاندیز محمد منتظري وکړ او خمیني ومانه، ځینې نور بیا وايي:، چې دا خپله دخمیني نوښت او غوښتنه وه.

دسپاه پاسداران لپاره داساسنامې د جوړولو په غونډه کې ، چې دولس غړو برخه درلوده پریکړه وشوه، چې سپاه پاسداران باید د انقلابي شورا تر څار لاندې فعالیت وکړي او مشر به یې د امام خمیني لخوا ټاکل کیږي.

دسپاه پاسداران  دولس کسه بنسټګر ، چې په اساسنامه کې نومونه راغلي دي: عباس زماني، جواد منصوري، عباس دوزواني، محمد منتظري، یوسف کلاه دوز، محمد کاظم موسوي، مرتضی الویري، محمد بروجردي، محسن رضائي، محسن رفیقدوست، علي دانش منفرد. د یادونې ده، چې دهاشمي رفسنجاني نوم هم د انقلابي شورا د استازي په توګه یاد شوې دی.

د سپاه پاسداران د اساسنامې له  تصویب وروسته جواد منصوري په رسمي توګه د همدې ځواک دعمومي مشر  په توګه غوره شو.

منصوري د 1979  په می میاشت کې  دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره دسپاه پاسداران  اساسنامه خپره کړه، نوموړی د 1980 تر فبرورۍ پورې دهمدې ارګان دمشر په توګه دند ترسره کړه.

کله، چې بني صدر ( له انقلاب وروسته د ایران لومړنی ولسمشر) واک ته ورسید، منصوري استعفا وکړه او د بهرنیو چارو وزارت ته ولاړ.

نوموړی په خپلو یادښتونو کې لیکي: بني صدر جاسوس و، زه چمتو نه وم، چې ورسره کار وکړم.

عباس دوزدواني د سپاه پاسداران مشر، له بني صدر سره دمخالفت له کبله درې میاشتې وروسته یې استعفا وکړه،  عباس  اقا زمانی د1980 په می کې  د سپاه پاسداران مشر غوره شو یوه میاشت وروسته یې استعفا وکړه، بني صدر د همدې کال په جولای کې د یو فرمان له مخې مرتضی رضايي د سپاه پاسداران دمشر په توګه وټاکه، خو نوموړي د دندې له منلو انکار وکړ وروسته یې بیا د خمیني په سپارښتنه ومنله. موده وروسته یې له ولسمشر بني صدر سره جنجال رامنځته شو او ده هم استعفا وکړه، اوسنی مذهبي مشر علي خامنئي  د سپاه پاسداران د مشر په توګه وټاکل شو.

کله، چې په 1981 ز کې بني صدر له دندې ګوښه شو نو محسن رضائي د سپاه پاسداران دمشر په توګه غوره شو.

د منصوري او دسپاه پاسداران دنورو مشرانو له یادښتونو جوتیږي، چې  له بني صدر سره یې د باور ستونزه درلوده.

دانقلابي شورا مشرتابه د سپاه پاسدارانو د مشرۍ لپاره درې تنه  وړاندیز  کړل، چې محسن رضائي یې تر غوره کړ.

نوموړي له انقلاب وړاندې داینجینرۍ پوهنځي محصل و، د شاه پر ضد یې فعالیت کې پراخه ونډه درلوده، رضائي شپاړلس کاله دسپاه پاسداران مشر و نوموړي خپل ټول پام دېته را اړولی و، چې دا ارګان څرنګه  منظم او د ټینګو تشکیلاتو څښتن کړي.

د عراق ایران جګړې پر مهال یې له اوسني ولسمشر حسن روحاني او هاشمي رفسنجاني سره اړیکې ترینګلې شوې وې ځکه دوی دواړو د جګړې د بندیدو پلوي کوله او سپاه پاسدارانو یې ادامه غوښته.

د رفسنجاني یادښتونو کې راځي: د روحاني او سپاه پاسداران ترمنځ  کړکیچ او سیالي ډېره پخوانۍ ده، روحاني ددې مخالف و، چې رضائي دې د سپاه پاسداران مشر شي، کله، چې په 1986 ز کې  رضائي د سپاه پاسداران پر تشکیلاتو بیا کار کاوه روحاني پرې تور ولګاوه، چې دا د خپل واک لپاره کار کوي.

رضائي  دسپاه پاسدارانو د ایډلوژیکې بڼې د ادامې ترڅنګ تر همدې چتر لاندې یو شمېر نورې څانګې هم رامنځته کړې لکه داستخباراتو څانګه، د الامام حسین پوهنتون، د بقیة الله  دطبي علومو پوهنتون، رهبرۍ پوهنځي، دخاتم الانبیاء کمپلیکس، چې وروسته بیا د سپاه پاسدارانو تر ټولو مهم اقتصادي موسسه شوه، د القدس قول اردو هم د رضائي پر مهال رامنځته شوې ده.

رضائي هم استعفا وکړه او د شورای نګهبان  عمومي مشر وټاکل شو، پر ځای یې په 1997 ز کې د علي خامنئي په امر رحیم صفوي، چې په سیاسي جغرافیه کې دوکتوراه لري وټاکل شو. ده پخوا په  سپاه پاسداران کې د اوپراسیون عمومي رئیس او دپلیو ځواکونو دمشر په توګه دنده ترسره کړې وه.

په لسو کلونو کې، چې صفوي د سپاه پاسداران مشر  و، ایران د ډېرو پېښو شاهد و، چې مهمې هغه یې د تهران پوهنتون مظاهرې وې، نوموړي دا مهال ډېره هڅه وکړه، چې د (بسیج) ځواکونو شمېر او امکانات زیات کړي، دده مهمه لاسته راوړنه د  سپاه پاسدارانو د توغندیز ځواک لا پیاوړي کول دي، پردې سربېره پر افغانستان او عراق  د امریکا برید هم ددې پړاو مهمه پېښه ګڼل کیږي.

همدا راز د سپاه پاسدارانو او ولسمشر خاتمي ترمنځ اړیکې دومره ترینګلې شوې، چې 24 قومندانانو  خاتمي ته  په 1999 ز کې لیک واستوه او دا ګوتڅنډنه یې ورته وکړه، چې زموږ صبر نور تر مورګو رسیدلی دی.

محمد علي جعفري په 2007 کې دسپاه پاسداران مشر وټاکل شو، چې په همدې ارګان کې یې مختلفې دندې لکه دمشترکو عملیاتو قومندان، دیارلسه کاله دسپاه پاسداران د پلیو ځواکونو مشري یې مهمې هغه وې.

نوموړي د سپاه پاسداران په چوکاټ کې د ستراتیژیکو څېړنو مرکز هم رامنځته کړ. دجعفري د مشرئ مهمې لاسته راوړنې په دې توګه دي:

په ولایتونو کې دسپاه پاسدارانو په تشکیلاتو کې بدلون او تغیر. د سیبري ځواک پیاوړي کول، له ” نرم ګواښسره مبارزه، د خلیج امنیت تر لاسه کول او دهوايي ځواکونو پیاوړي کول.

پر سپاه پاسداران هغه مهال ډیرې نیوکې وشوې، چې کله د زرغون خوځښت پر وړاندې ودریده ځکه ددې ارګان مشرانو داسې فکر کاوه، چې دا خوځښت د هغه لاریون  په پایله کې رامنځته شوې دی، چې د احمدي نژاد بیا ټاکل کېدو پر ضد شوې وو او دا یې د ځان پر وړاندې امنیتي ګواښ باله.

سپاه پاسدارانو وار له مخه د نرمې جګړې په اړه خبرې کولې او زرغون  خوځښت ته یې په داسې سترګه کتل، چې د ددې له لارې دا جګړه ترسره کیږي.

د سپاه پاسداران د سیاسي چارو شنونکی ډګرمن یدالله جواني وايي: د احمدي نژاد له ټاکنې راوروسته ایران د نرمې جګړې ډګر ته ننوتی دی او دلیل یې له میر حسین موسوي سره د امریکا او اسرائیلو څرګند ه مرسته ښودلې ده.

د سپاه پاسدارانو د اقتصادي رول په اړه د ټولو نیوکو سربېره دا اوس یو واقعیت دی، چې له پامه نه شي غورځیدای، خپله دپاسدارانو له خولې دا ارګان په  لسوبنسټیزو اقتصادي برخو کې فعالیت کوي، چې 150 زره کارمندان لري او یو نیم ملیون نور ورسره په نامستقیمه توګه  کار کوي. دا ټولې پروژې دخاتم الانبیاء موسسه  ترسره کوي، چې همدا موسسه بیا 12 زره پرمختللي وسایل او ماشینونه لري.

اقتصادي مسایل د پاسدارانو او د روحاني دحکومت ترمنځ جنجالي بحث دی، په 2013 ز کې جنرال جعفري ویلي و، چې موږ حاضر یو، چې د خصوصي سکتور  لپاره له اقتصادي برخې ووځو، خو شرط مو دادی، چې خصوصي سکتور به لومړی خپلې وړتیاوې ثابتوي.

پاسدارانو له روحاني شکایتونه پیل کړل، چې له  موږ سره په اقتصادي برخه کې مرسته نه کوي. پاسداران دروحاني پر نیت پوه شول، چې هڅه کوي له اقتصادي برخې لرې کړي ځکه حکومت  په ایران کې له نورو شرکتونو سره اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړل، کله، چې غربي شرکتونه د بندیزونو له کبله له ایران ووتل سپاه پاسداران اعلان وکړ، موږ حاضر یو، چې دا تشه ډکه کړو.

د جعفري دمشرتابه بله ځانګړنه دا هم ده، چې نوموړي د سپاه پاسدارانو بهرنی رول ډېر پیاوړی کړ، او په یوه وخت یې په څو برخو کې لاسوهنه پیل کړې وه، دا لاسوهنه او رول دومره زیات شو، چې پخوا یې بېلګه نه وه لیدل شوې، له لویدیز او امریکا سره د اتومي پروګرام په اړه خبرې او بیا له دې تړون څخه د امریکا وتل او دپاسدارانو په تورلست کې شاملول یې مهمې نښې دي.

د 2019  داپریل پر 21 ایت الله خامنئي د محمد علي جعفري پر ځای حسین سلامي د پاسدارانو د نوي مشر پر ځای وټاکه، دا نوې ګومارنه دوه اونۍ وروسته  له هغې وشوه، چې امریکا د ایران دا مهم ارګان په تور لست کې شامل کړ.

سلامي په سپاه پاسداران کې  د هوايي ځواکونو د قومندان، په دفاعي پوهنتون کې د استاد، له 2009 راڅخه دیخوا د پاسداران مرستیال په توګه یې دندې ترسره کړې دي.

بهر: له ګواښ د چلند لپاره میکانیزم

په سپاه پاسداران کې، چې څومره بدلون رامنځته شوې دی له بهر سره یې اړیکه تر ټولو مهمه برخه جوړوي. په 2007 ز کې، چې  جعفري د ددې ارګان دمشر په توګه وټاکل شو دا له څو لسیزو راهسی ستر بدلون وګڼل شو، دا په ایران کې دسپاه په څېر د یوې مهمې موسسې د درېیم نسل پیلامه وه. ورته خبره د سلامي په اړه هم کیږي، ځکه نوموړی داسی مهال ددې ارګان  مشري تر لاسه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د بل هر وخت په پرتله اړیکې ډیرې ترینګلې دي.

دپاسدران له جوړیدو له راهسی   له ایډلوژیک اړخه په  دې مهم ارګان کې څلور نسله تیر شوي دي.

دپاسدارانو دجوړښت لومړي کلونه  د ټکر او جنجال هغه و، نومونه او مشران یې څو ځلې بدل رابدل شول،  اصلي دنده یې د انقلاب ساتل  او د دښمنانو پر وړاندې  مقاومت و.

کله، چې دعراق ایران جګړه پیل شوه  پاسدارانو په کې ډېر مهم رول  ولوبوه او په ټولنه کې یې خپل مقام او ريښې لا پسې پیاوړې کړې. له جګړې وروسته  پاسداران دخپل تاریخ نوي پړاو ته ننوځي  د امهال یې مشري محسن رضائي ته ور ترغاړې وه او نوموړی وتوانیده، چې دا ارګان نور هم منظم  او سیستماتیک کړي، په دې مانا، چې پریکړې به دافرادو پر ځای د سیستم له لارې کېدلې.

د رضائي له استعفا وروسته او د رحیم صفوي په راتګ سره پاسدارانو خپل ټول پام ديته راواړوه، چې څرنګه د جګړې له زیان څخه ځان را خلاص کړي، په بیا رغونه او پلانګذارۍ کې یې ونډه واخیسته.  له همدې مهاله یې په اقتصادي فعالیتونو کې ځان ور ګډ کړ، پردې سربېره یې د دفاع وزارت تر څنګ خپل نظامي جوړښت هم  پیاوړی کړ. د دفاعي وسلو پلان یې رامنځته کړ ، د صفوي په مشرۍ په تدریجي بڼه  له یوې ایډلوژیکې موسسې څخه  د تولید او کار موسسې بڼه غوره کړه.

د سمونپالو د واک په وروستیو کې د پاسدارانو یو شمېر مشران ګوښه او  د پارلماني ټاکنو له لارې  سیاسي ډګر ته ننوتل. نن ورځ ډېر شمېر، چې اغیز یې سترګې نه شي پټیدای او په پاسدارانو کې یې مهمې څوکۍ درلودې  په حکومت او پارلمان کې  لوړ مقامونه راخپل کړي دي. پردې سربېره یو شمېر نورو اقتصادي او تجارتي فعالیتونو ته مخه کړې ده.

دې بدلون دپاسدارانو په موخه کې، چې  له انقلابه دفاع ده راوګرځوي بلکې تر ننه  د یو خپلواک ارګان په توګه، چې یوازې مذهبي لارښود ته مسوول دی، پاتی دی او له  دومره امتیازاتو برخمن دی، چې  پوځ او دفاع وزارت یې  له سره نه لري.

د پاسدارانو درېیم پړاو هغه مهال پیلیږي ، چې امریکا دا سازمان  په تورلست کې شامل کړ او لویدیز او اروپايي هېوادونو هم پرې فشارونه زیات کړل ځکه ایران له خپل اتومي پروګرام څخه  لاس نه اخیست، دې پرمختګونو د پاسدارانو درېیم نسل داسی کړ لکه لومړنی هغه ، د پاسدارانو دمشرانو ترمنځ اختلاف  راڅرګند شو، دایډلوژیک له اړخه  درېیم نسل انقلاب ته له بلې زوایې کتل ، د ایډلوژۍ دا توپیر څلورم نسل ته هم سرایت وکړ. دانقلاب په پیل کې دایران  او سیمې وضعیت  له اوسني هغه سره توپیر درلود، خو له دې هیڅوک سترګې نه پټوي، چې پاسدارانو دایران په کورني او بهرني سیاست کې پریکنده او دپاموړ رول  لوباوه، دجعفري دوره خو دا ځانګړنه هم لري، چې پاسدارانو په خپلو ادبیاتو او څرګندونو کې له ایډلوژیک اړخ  ګټه پورته کوله او په ورته وخت کې یې په عملي او اجرائیوي برخه کې خپل ګامونه پیاوړي کول.

دسپاه پاسدارانو څلورم نسل له اتومي تړون څخه دامریکا له وتلو او دبندیزونو بیا لګولو سره پیلیږي، په ورته وخت کې دایران بهرنۍ ورسره پیاوړې کیږي، خو دپاسدارانو په وړاندې ګواښونه هم ډیریږي، دا ګواښونه ډېر جدي دي ځکه  پاسدارانو ته اوسمهال د ترهګرې موسسې په سترګه کتل کیږي.

د ډکروال حسین سلامي له ټاکنې سره نوې پړاو پیل شو او د سپاه پاسداران پخوانی مشر محمد علي جعفري د ( بقیة الله ) د موسسې مشر وټاکل شو.

د سلامي ټاکنه : له دې وروسته به څه کیږي؟

دسپاه پاسداران  په اساسنامه کې ددې ارګان د مشر لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې،لکه پخوا، چې مو وویل ځینو مشرانو پوره شپاړلس کاله  د پاسدارانو د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده او ځیني بیا له یوې میاشتې زیات نه دي پاتې شوي. خو ایت الله خامنئي اوس یو دود رامنځته کړې دی، چې سیاسي او نظامي چارواکي باید له لسو کلونو  زیات په یوه ځای کې پاتې نه شي.ټاکل شوې وه، چې د جعفري وخت په 2017 ز کې پوره شي، خو خامنئي د دندې موده درې کاله وغځوله .. خو له دې سره بیا هم له وخت وړاندې ګوښه شو داسې ښکاري، چې یو څه شته، چې خامنئي یې دې کار ته هڅولې دی.

د سلامي دټاکنې په فرمان کې راغلي دي، چې دا چاره خپله د جعفري په غوښتنه ترسره شوې ده او د پاسدارانو په مشرتابه کې دبدلون اړتیا یې ښودلې ده له دې مالومیږي، چې دا ارګان اوس پرې  یوې منظمې موسسې بدل شوې دی او هڅه کوي، چې شرایطو ته په کتنې ادلون بدلون رامنځته کړي، په دې پریکړه کې بهرنی لامل له ورایه څرګندیږي.

د سلامي او جعفري په لیدلوري او سیاست کې دومره بنسټیز بدلون نه لیدل کیږي، خو سلامي په خپلو څرګندونو کې له ګواښه ډکه لهجه کاروي، ضمني خبرې نه کوي هر څه سپین وايي: د نوموړي تر ټولو  څرګندګواښ په 2016 د می پر څلورمه د هرمز تنګي د تړلو هغه و.

بل ګواښ یې د اسرائیلو په اړه و( هغه تیروتنې، چې اسرائیل یې کوي که چیرې ادامه پیدا کړي دا به یې د زوال پیلامه وي ان تردې ، چې دخپلو مړو لپاره قبرونه هم ونه مومي). د اهواز له چاودنو وروسته  سلامي سعودي عربستان او اماراتو ته مستقیمه ګوتڅنډنه وکړه ، چې له سور خط مه اوړئ او ددې بریدونو د کسات او انتقام شیبې دې وشمیري.

سلامي د پاسداران لومړنی مشر دی، چې نوم یې دامریکا دترهګرۍ په لست کې شامل دی او لامل یې دادی، چې نوموړی د ایران د اتومي پروګرام او توغندیو څخه کلکه دفاع کوي او دهرې ورځې په تیریدو یې دپیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

په کور دننه سلامي بیا د زرغون خوځښت په اړه توندې نیوکې کولې او دریځ یې د نورو په پرتله ډیر سخت وو، او ددې خوځښت لخوا رابلل شوی لاریون یې فتنه بلله .

د سلامي د دومره چټک پرمختګ  مانا داده، چې د چارواکو په تشکیل کې بدلون رامنځته شوی دی، نوموړی د پاسدارانو دلومړي او دویم نسل څخه نه ګڼل کیږي، سره له دې، چې سلامي دایران عراق په جګړه فعاله ونډه درلوده خو د انقلاب له نسل څخه نه دی، چې د اسلامي جمهوریت په  لومړۍ او دویمه لسیزه کې  د پاموړ رول ولري،  د محمد علي جعفري له ټاکنې وړاندې هم د نوموړي نوم  دمطرح چارواکي په توګه نه  یادیده ، خو دنوموړي ټاکنه  ددې مانا ورکوي، چې دا کس په دې شرایطو کې د پاسدارانو دمشرتابه لپاره وړ دی  خپله دومره کاریزما هم نه لري، خو د وړتیا له مخې ټاکل شوی دی.

د سلامي ټاکنه  له نورو هغو ټاکنو سره مستقیم تړاو لري، چې په دې وروستیو کې په ایران کې ترسره شوې دي لکه د ایت الله ابراهیم د قاضي القضات ، ایت الله صادق لاریجاني د ( تشخیص مصلحت نظام) دمشر په توګه  دا دواړه کسان د خامنئي داحتمالي ځایناستي په توګه یادیږي … دا ډول ټاکنې ددې مانا لري، چې د انقلاب لارښود  کوښښ کوي، چې راتلونکی پړاو ته  سیستم په داسی بڼه ولیږدول شي، چې د دولت ټولې موسسې پیاوړې او ټینګې وي.