خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په یوه هیواد کي ولي انقلاب، ښورښ، او سیاسي جنجالونه پېښېږي؟

 

په یوه هیواد کي ولي انقلاب، ښورښ، او سیاسي جنجالونه پېښېږي؟

ارسطو په خپل مشهور کتاب «سیاست» کي د انقلابونو، ښورښونو، او شدیدو سیاسي جنجالونو په اړه ژور بحثونه کوي، او د سیاسي انقلابونو او ښورښونو رېښې او عوامل څېړي.

ارسطو لیکي،«هر ځای شدیده اقتصادي نابرابري د انقلاب عامل ګرځي، البته داسي اقتصادي نابرابري چي هیڅ انډول او تناسب په کښې نه وي مراعات سوی.» ارسطو وایي که غواړئ په ټولنه کي له انقلابونو او ښورښونو سره مخامخ نه سئ، نو د افراطي اقتصادي نابرابرۍ سره باید مجادله وکړئ. په جامعه کي د خان او غریب تر مینځ باید تفاوت دونه زیات نه سي چي خلګ انقلاب او ښورښ ته وهڅوي.

په ټولنه کي باید متوسطه طبقه پراخه او غښتلې کړئ.

په یوې ټولنه کي د انقلاب او ښورښ بل عمده فکټور سیاسي او قومي ناانډولتوب دی. که چیري په يوې جامعې کي یوه خاصه طبقه او یا قومي ډله ټول سیاسي قدرت په خپل انحصار کي وساتي، په هغه ټولنه کي نوري ډلي بغاوت کوي. او د حاکم رژیم د راچپه کولو کوښښ کوي. په بل عبارت کله چي په یوه ټولنه کي د مختلفو اقوامو او سیاسي ډلو تر مینځ موازنه خرابه سي، هلته انقلاب او ښورښ رامینځته کېږي.

دغه راز، په یوې ټولني کي انقلاب او ښورښ هله پېښېږي چي حاکمان د بیت المال په چور او تالا لګیا سي. ځکه کله چي خلګ پدې پوه سي چي حاکمان يې له بیت الماله پیسې غلا کوي، هغوی سمدستي خپه کېږي، او د خپلو حاکمانو پر ضد د انقلاب او ښورښ په فکر کي کېږي.

کله چي په حاکمي طبقې کي د دنیا د راغونډولو حرص زیات سي، او په حکومت کي اداري فساد ډېر سي، خلګ د حکومت د را نسکورولو لپاره پلانونه جوړوي.

په یوې ټولني کي د ښورښ او انقلاب د واقع کېدو بل سبب په حاکمي طبقې کي ژور اختلافات دي. کله چي حاکمه طبقه تمرکز و نه لري، او د یو بل پر ضد دسیسې کوي، هله په یو هیواد کي د ښورښ او بغاوت امکانات ډېرېږي.

ارسطو د انقلاب او ښورښ نور زیات عوامل هم بیانوي، خو پورتني عوامل يې اساسي دي. ارسطو په خپل کتاب «سیاست» کي پر عدالت باندي زیات ټینګار کوي، او لیکي چي د حکومت شکل او نوم مهم ندی، بلکي عدالت مهم دی.

ارسطو یوازنی لرغونی سیاسي فیلسوف دی چي د سیاست طبقاتي اړخ ته زیاته توجه کوي. د خصوصي مالکیت مسلې ته تر بل هر چا زیات پام کوي.

واحد فقیري