خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان د اسنادو په اړه د ځینو امریکايي عسکرو عکس العملونه

 

ښاغلی فیلیپ سټرم د امریکا په اردو کي انجینیر دی. هغه اوس ۳۹ کلن دی. فیلیپ وايي،«په ۲۰۰۱ کي د افغانستان د اشغال په اولو ورځو کي موږ په کندهار کي راکښته سو. په لومړۍ شپه، د کندهار په هوايي میدان کي موږ باید د ځان د خوندي کولو په غرض څه دفاعي ترتیبات نیولی وای. موږ نوکري وو، او پیره مو کوله. زموږ قومندان راغلی، او راته وې ویل،«رپوټونه وايي چي پدې سیمه کي ۱۱۰۰ طالب جنګیالي سته. چمتو واوسئ.» پدې وخت کي زما ملګري ماته مخ راواړی او پوښتنه يې راڅخه وکړه،«طالبان څوک دي؟ ځکه زما باور خو دا وو چي موږ به د القاعدې سره جنګېږو.» زه نه پوهېدم چي خپل ملګري ته څرنګه جواب ورکړم، خو روته و مي ویل: که چیري څو مسلح خلګ زموږ پر طرف را روان ول، بس فیر باندي کوه.»

ډېویډ بینټالي په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کي په کونړ کي وو. ۴۱ کلن ډېویډ وايي،«د افغانستان لپاره زموږ ترتیبات او چمتووالی د شرایطو سره برابر نه ول. ځکه موږ ته د مرداب او لجنزار لپاره سامان الات راکړل سوي ول. په کونړ کي لجنزار نسته. موږ ته د ونو د پرې کولو لپاره برقي ارې راکړل سوي وې، خو هلته د پرې کولو لپاره وني نه وې.»

جاناتان روزاري په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کي په کندهار کي وو. ۳۱ کلن روزاري وايي،«موږ ته امر سوی وو چي باید شاوخوا کلیو ته ولاړ سو، او طالبان پیدا کړو. موږ به د خلګو څخه پوښتل: طالبان چیري دي؟ کله چي د لومړي ځل لپاره موږ د هغوی څخه دا پوښتنه وکړه چي طالبان چیري دي، هغوی راته وویل،«موږ طالبان یو.» موږ له یو بل څخه وپوښتل چي ایا دا خلګ باید ووژنو او کنه؟ ځکه هغوی وايي چي طالبان دي. موږ له خپل ترجمان څخه پوښتنه وکړه، هغه راته وویل چي طالبان د شاګردانو معنی لري. هغوی ټول شاګردان دی. دا خبره زموږ لپاره عجبه وه.»

شېن رېنولډس په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کي په بادغیس کي وو. ۳۵ کلن شېن وايي،«که څه هم موږ ټولو خپل عزیزان او کورنۍ تر شا پرې ایښي وې، خو موږ اصلا کومه منظمه ستراتیژي نه لرله. موږ شاوخوا کتل، او په غرونو کي مو پېران لټول.»

جې ووراین په ۲۰۱۳ کي په کندهار کي وو. ۴۱ کلن جې وايي،«هر څه چي موږ ته ویل سوي ول، ګرده چټییات او چرندییات ول. زه فقط ۲۵ کلن وو چي د نړیوال تجارتي مرکز ودانۍ رانسکوره سوې. ما باور لاره چي دا خلګ باید د قانون منګلو ته وسپارل سي. ما سمدستي ځان په فوج کي شامل کړ. زه پدې افتخار کوم چي په اردو کي شامل سوم، خو په افغانستان کي په خپلو کارونو باندي نه ویاړم. د امریکا لپاره دا نه ښاېدل چي افغانستان اشغال کړي. او بده لا دا چي نهايي تحلیل کي هلته زموږ تګ هیڅ ګټه و نه کړه.»

جان شارپلین په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کي په هلمند کي وو. ۲۶ کلن جان وايي،«د افغان جنګ سم روان نه وو. هیڅوک نه پوهېدل چي څه باید وکړي. هر چا فقط خپله ورځ تېروله.»

جاسن وایټمن په ۲۰۰۲ کي په کندهار کي وو. ۵۰ کلن جاسن وايي،«څرنګه چي دا جنګ یو بې نتیجې جنګ وو. نو لهذا، زه هره ورځ له ځانه پوښتنه کوم،«ایا دا جنګ په جنګېدو ارزېدی؟»‌

نوټ: واشنګټن پوسټ. ډسمبر ۱۷، ۲۰۱۹

واحد فقیري