خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کوټي رېډيو ملک کاکو او اختر جان

عبدالمنان غلزى المعروف ملک کاکو قابو اته اويا کلنۍ کي، دې اوس تيرو مياشتو کي ګوزڼ ناروغۍ له آمله، د کوټي کلي برات کي پر خپل کور ومړ، د دوو لوستو لوڼو له جملې څخه يې يوې لور د پلار ژوند کي له پنجابي کس سره واده وکړ ـ
اتلس کلونه مخکي يؤ ماخستن د کوټي رېډيو پر زرغون چمني، د برقي ګروپانو په ګېر چاپېره خوره سوې رڼا کي ملک کاکو راته وويل: کورنۍ يې ډېره زمانه مخکي له پلارني ټاټوبي غزني څخه دلته کوټي ته راکوچېدلې ده؛
ملک کاکو (عبدالمنان غلزى) چمن کي زېږېدلى د پلار نوم يې ترجمان وو، ترجمان لوستى سړى وو ځکه يې چمن کي د کمېشن کار حاجي راز محمد اڅکزي کوټۍ (دفتر) کي د منشي په حېث وظيفه اجرا کوله، يادي کوټۍ د ګمرکي (کسټم) جواز په مټ وچه او لنده مېوه وارد او صادروله، عبدالمنان غلزي المعروف ملک کاکو لومړنۍ زدکړي د چمن پر تاج واټ پخواني لوى سکول (مکتب) کي تر لاسه کړي دي، عبدالقادر اڅکزى چي ډېره موده د چمن کالج پرنسپل پر منصب پاته سوى، چي وروسته د خپل عمر شپېته کلنۍ کي تقاعد(ريټاير) سو، په کوچنيوالي کي د ملک کاکو سره سکول کي همصنفى وو، اوسنى عمر رسيده عبدالقادر د ذکر سوي حاجي راز محمد کوټۍ والا مشرى خو ډېر نازولى زوى يې وو، د کمېشن کارۍ پلرنى کاروبار يې اوس هم د ورپسې ورور حاجي فاروق په شتون کي پر ټرنچ واټ چمن همهغه پخواني کار ځاى (دوکان) کي دوام لري ـ
ملک کاکو او اختر جان چي کومه افغان ضد تبليغاتي خپرونه د کوټي رېډيو له منځنۍ څپو څخه وړاندي کوله، همدا خپرونه په خبري اتري مسما وه، د دې خپروني د لومړني بيانيه ليکونکي (سکرپټ رايټر) تر مرګ وروسته بيا د پاکستاني دولت مطبوعاتي تبليغاتو سره سم، سکښتې ورځنۍ بيانيه(سکرپټ) په قراردادي (کنټرکټ) اُجرتي معاش له ١٩٧١ميلادي کال څخه بيا د مړيني تر وخت پوري د فضل احمد غازي په توند قلم ليکل کېده ـ
فضل احمد غازي پخپل وخت کي د کوټي د سيمي له نوموتو مُهمو پښتو ليکوالانو له جملې څخه ګڼل کېدئ، نوموړى قابو د شلو کلونو په شاوخوا کي د يادي تبليغاتي خپروني اُجرتي بيانيه ليکونکى (سکرپټ رايټر) پاته سوى دئ ـ
که يوې خواته د اختر جان ( اکبر کاکړ) مالي وضعه ډېره لوېدلې وه نو بلي خواته د همدې کم طالع کس کورنى حالت بدخونده، پيکه او هم ناآرامه وو، د کوټي پر هُده جېل واټ، هُدې زندان ته مخامخ تنګه خو بنده کوڅه کي يؤ ووړ کور کي په کرايه د کورنۍ د نورو وګړو په شمول استوګن وو، عجبه خو دا ده چي اخترجان د کوټي رېډيو په سټوډيو کي د رواني ژوندۍ خپروني جريان کي د زړه درېدو (سکتې) له آمله ومړ ـ
که يوې خواته د کـوټي رېډيو خبري اتري نومې خپرونه کي افغان ضد تبليغات پرته د جمعې له رخصتۍ بل هر ماخستن له پاؤبالا نهو څخه بيا تر لسو بجو پوري خپرېدل د خپروني په ترڅ کي دواړو پوخ سينو او تجربه لرونکو نطاقانو په کليواله، روانه ساده او سيمه ايزه لهجه اورېدونکي له ځان سره تلوسه کي مله ساتل، کله به يې له موسمي حالت څخه په استفاده ورځنيو اړينو خبرو ته مخه کړل، کله به يې د عاشقانه لنډيو، وطني ټپو ،سوزمنو غاړو او وعظ لرونکو کلاسيک اشعارو څخه پر عيني موقع کار اخيست، کله به يې د خپروني خوند په ټوکو او ټکالو نمکين کړ، په منځ کي به يې د ځايي او پېښورۍ سندرغاړو ثبت سوي سندري ږغولې، د افغانستان د اصيلي افغان موسيقۍ او افغان سندرغاړو د سندرو څرک لکه عُنقا مرغه هيڅ وخت هم ورپکي نه تر سترګو کېدئ، په دوبي (ګرمي) کي به يې د غړکي شنشوبي سړو تروو شلومبو، د زوزانو او خاشو د کوډلي، يخي درنې سايې زړه وړونکی بحث کاوئ، په ژمي کي يې د تودې انګېټۍ (بوخارۍ) د لاندي د وچو غوښو په تورو مرچو بالآ، د غوړي ښوروا او کورتو غوړيو جالبه خبري کولې، په سپرلي کي به يې د زرغونو بوټو، شنو وښو، په مېوه ځنګېدلو درختو، د سپينو رمو، د منګنيو وريو برېږن، د رنګينو ټوکېدلو قدرتي خوشبوداره ګلانو پر مجلس اوښتي وو او کله به يې په خپل جذاب انداز د اورېدونکو ورلېږل سوي ليکونه (خطونه) خورا په قاف وو لآم خپرول ـ
بلي خواته بيا د چاپي تبليغاتي خو دولتي رسنۍ په بڼه همهغه وخت کي د فوجي ډکټېټر ايوب خان واکمني کي په ١٩٦١ميلادي کال اجرا سوې اولس پښتو مجله کوټه چي ٣٦ کلونه يې تر ١٩٩٦ميلادي کال پوري د پاکستاني دولت په مالي بوديجه د چاپ تر کومي وتله، د کوټي دې مشهوري پاکستانۍ اولس پښتو مجلې وخت په وخت د افغان هيواد په ضد له خپل ناوړه تبليغاتي عمل څخه په ادبي بڼه د چاپي رسنۍ په توګه خپل ورسپارل سوي کار کي هيڅ راز کوتاهي ونه کړل بلکې افغان ضد او پاکستان پلوه کړنلاره کي يې خورا فعاله او ثابته ونډه درلود، دې مجله کي د سُهېلي پښتونخوا يؤ لړ مُهمو او نوموتو ادبي اشخاصو د څه خوشمړو د ترلاسه کېدا په اُجرتي موخه خپل قلمي رول ګړندى ساتلى وو، اکثره وخت به د اولس مجلې کوټي په سرليکنو يا اداريو کي د ګران افغانستان پر زخمي وجود په مُسلسل ډول تور او ترخه زهر شيندل کېده ـ
د پام او هېښتيا وړ خبره خو دا ده، دې اوس نژدې تېرو مياشتو کي د پخوانۍ اولس کوټي پښتو دولتي مجلې دوو اُجرتي ليکوالانو ( سيدخېر محمد عارف او عبيدالله دروېش دراني) ته د افغان اولس مشر ډاکټر اشرف غني له خوا د اسلام آباد په افغان سفارت کي د لوى سفير عمر زاخېلوال په لاس لوى لوى مېډالونه پر ځيګرونو ور وټومبل سوه ـ
نور ياران هم پر خپل وخت او نوبت د يادولو حق لري ـ
چي کله اخترجان ومړ او ملک کاکو تقاعد (ريټاير) سو، نو خبري اتري رېډيويي خپرونه دوو شاعرانو، د پښين کلي چرباديزۍ ګل خان حېرت او د کلي خانوزۍ مجيب الرحمان پانيزي ته مياشت کي لومړۍ پنځلس ورځي او نوري پاته پنځلس ورځي د کوټي جان محمد واټ سيد آمان شاه او د کچلاغ د سيمي نجيب خوشدل ته د وياندويانو يا نطاقانو (کمپېرانو) په حېث ور وسپارل سوه ـ
وروسته د يادي خپروني د بيانيه ليکني (سکرپټ) پر دنده د مهال وېش له مخي په قراردادي (کنټرکټ) حساب مقدس خان معصوم، عمرګل عسکر او پايند خان لايق وګمارل سوه ـ
د يادوني وړ ده چي عبدالمنان غلزى المعروف ملک کاکو خوش لباسه، ماډرن طبيعته کس ځکه وو چي مالي وضعه او کورنى حالت يې تر يؤ حده ښه وو، ملک کاکو د تعليمي وړتيا له مخي په مياشتني معاش (سرکاري تنخواه) کوټي رېډيو کي د ډيوټي آفيسر پر وظيفه له کلونو څخه د پاخه کارمند په حېث مقرر وو او اخترجان (اکبرکاکړ) د ورځني قرارداد (کنټرکټ) له مخي د لږ معاش په عوض کي خپله ټيټه دنده پر مخ وړله، چي د همدې لږ معاش له آمله يې ورځنۍ او کورنۍ اړتياوي نه ورباندي پوره کېدلې ـ
د يادوني وړ ده چي د کوټي رېډيو له منځنيو څپو څخه هر ماپښين لس بالا څلورو بيا تر پنځو بجو پوري د خلقي کچاري په نوم بلوڅي تبليغاتي خپرونه چي خبري اتري ته يې ورته والى درلود هم خپرېدله ـ
پايله: پنجابي واکمن، افغانستان او پښتون قام نېغ په نېغه پخپله نه بلکې د پښتون په لاس يې د مجبوري وسيلې په توګه وخت ته په کتو ځپلى دئ ـ
د کوټي رېډيو پر يؤ لړ نورو بدرنګو اړخونو نوري ډيري خبري هم رابرسېره او ليکل کېدلاى سي، که يې اړتيا پېښه سوه بيا به کومه بله مُفصله ليکنه هم ورباندي وکړم.
فقط
عادل اڅکزى
کوټه پښتونخوا