خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جواد ظریف:طالب یو حقیقت دی او د افغانستان د ستونزې د حل لارې یوه برخه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، طالبان یو حقیقت دی او د افغانستان د ستونزې د حل لارې یوه برخه ده.

جواد ظریف له طلوع نیوز سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د هېواد د قانون پر اساس یې طالبان یوه ترهګره ډله ده، خو زیاتوي چې د افغانستان ـ ایران د سرحدونو د امنیت ټینګښت لپاره له دغې ډلې سره اړیکه لري.

ښاغلي ظریف دغه راز د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بهانه وبلله او اندېښنه یې وښوده چې دا کار د افغانستان لپاره ګواښوونکی دی.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو د هرې مسئلې واک باید له افغانانو سره وي.

ښاغلي ظریف دا تورونه رد کړل چې ایران طالبانو ته روزونه او وسلې ورکوي او د دغې ډلې د ژوبلو درملنه کوي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځينو طالب چارواکو کورونه د ایران په مشهد او زایدان کې دي، په دې اړه بې خبري وښوده او په مشهد او زایدان کې د طالبانو د شوراګانو شتون یې هم اوازه وبلله.

“افغانان سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جنګېدلي”

فاطمیون ډله له افغان جنګیالیو جوړه ده.

جواد ظریف په دغه مرکه کې دا ومنله چې شاوخوا پنځه زره افغانان د فاطمیون لښکر په لیکو کې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ جنګېدلي دي. د فاطمیون لښکر چې له افغانانو جوړ دی، ایران یې روزي، ملاتړ یې کوي او تجهیزات ورکوي.

ښاغلي ظریف هغه کسان چې د فاطمیون لښکر په جوړښت کې جنګېږي وروڼه وبلل او ویې ویل چې ټول په خپله خوښه او د باورونو پر اساس سوریې ته تللي دي.

هغه زیاته کړه چې که افغان حکومت وغواړي کېدای شي چې له دغو ځواکونو ګټه واخلي.

ښاغلي ظریف زیاته کړه چې د سیمې په کچه د یوه ابتکار په پایله کې د افغانستان ستونزه حل کېدای شي او داسې څه نه مني چې د نورو د پرېکړو پر اساس رامنځته کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو حقونو په ګډون د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې طالبان باید په دغو لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړي.

ښاغلي ظریف زیاته کړه چې ایران غواړي په افغانسان کې ټولې ښکېلې خواوې د دغه هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړو کې شریکې وي.

د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې

ښاغلي ظريف تېر کال په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره په تهران کې ليدلي وو.

د دغې ليدنې پر مهال طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې دواړو غاړو له “سوله ييزې لارې د افغانستان د مسلې حل او د افغان سولې د روانې پروسې په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې”.

په وروستيو کې ايراني چارواکو له طالبانو سره د ليدو او خبرو پخلی کړی او له دغې ډلې يې ستاينه هم کړې ده.

افغان حکومت له دې وړاندې ويلي وو چې د طالبانو کوربتوب د هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړيکو د ټولو اصولو خلاف کار دی.

ايران خپلې ځينې مخالفې سياسي ډلې چې په اروپا او امریکا کې مېشتې دي “ترهګر” بولي او د دغو هېوادونو پر حکومتونو نيوکه کوي چې دوی ته د اوسېدو اجازه ورکوي.

په نژدې وختو کې د ايران اسلامي شورا استازي احمد نادري طالبان د “سيمې يو ريښتينی حرکت” بللی و او زياته کړې يې وه چې له دوی سره همکاري په “افغانستان کې ثبات او د داعش په څېر ډلو د نفوذ د مخنيوي لامل کېدی شي”.

تېره مياشت د ايران سفير حمید دهقاني د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د غړو پر ټوېټر عکس خپور کړی و چې هلته د ايران سفارت ته ورغلي وو. نوموړي ليکلي وو چې طالبان د ايران د دفاع وزارت د لوړ پوړي چارواکي “محسن فخري زاده وژنه غندي او ايران ته يې تسليت” وړاندې کړی.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر بريدونو وروسته ايران د امريکا متحده ايالتونو او د هغه له ايتلافي ځواکونو سره په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پر مرکزونو بريدونو کې مرستې کړې وه.