خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کمال خان بند بشپړېدل او د ایران اندېښنې

د افغانستان د اوبو تنظیم اداره وايي، د کمال خان بند بشپړېدو ته دوه ګامه پاتې دي او د باران او ډېرو اوبو سره به خلک کمال خان بند کې اوبه وویني.

دا اداره زیاتوي، چې په ځان بسیا افغانستان لپاره د افغانان هیلې پوره کېږي.

د ایران پولې ته نژدې په نیمروز کې کمال خان بند د افغانستان د اوبو مدیریت یوه ډېره لویه پروژه ده.

اوس هم د ایران پارلمان کې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند د کمال خان بند په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د ایرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې ابوالفضل عمويي وايي، د دوې شنبې ورځې غونډه کې د دې کمېسیون د اوبو امنیت کمېټې پر هلمند سیند د کمال خان بند بشپړېدو موضوع وارزوله.

د نوموړي په خبره، دې ناسته کې د انرژۍ وزیر او د هلمند سیند ابي حوزې اړوند د هغو سیمو استازي چې دا بند یې اغېزمنوي ګډون کړی و.

ایران وخت ناوخت افغانستان کې د اوبو بندونو پر جوړېدو اندېښنه ښيي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ۲۰۱۷ کال د جولای لومړیو کې تهران کې د نړۍ د ۲۴ هېوادونو د استازو په ګډون چاپېریالي غونډه کې د چاپېریالي ستونزو په یادولو سره وویل: “په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتېدلی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز کوي”.

د کمال خان بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غوښتنه ده چې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر۲۰ د دې بند د درېیم فاز د بنسټ ډبره ولسمشر غني کېښوده.

ولسمشر غني اوبه د افغانستان شتمني ګڼي او د مهارولو او مدیريت لپاره يې په وار وار ټينګار کړی دی.

ښاغلي غني د تېر اګسټ پر ۳۰ هم د دې بند د بشپړېدو نېټه روښانه کړه او ویې ویل: “دوه میاشتې وروسته به ان شاء الله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسئ. په دغه بند کې به ۶ میلیارد متر مکعب اوبه راټولې شي. “

که څه هم د نوموړي تر ټاکلي وخت د دوو په ځای پنځه میاشتې تېرېږي، خو چارواکي لا هم وايي، چې د دغه بند بشپړېدو ته دوه ګامه پاتې دي

د افغان چارواکو په وینا کمال خان بند به نه یوازې له افغانستان تلونکې اوبه مهار کړي بلکې نهه میګا واټه برېښنا به هم تولید کړي.