خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عمران خان: که هند پوځي ګام واخلي، ځواب به ورکوو

 پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی چې که هند تېره اوونۍ په کشمیر کې پر هندي پوځيانو د ځانمرګي برید په تړاو د پاکستان پر ضد پوځي ګام پورته کړي نو دوی به یې ځواب ورکړي.

په هغې ټلویزیوني وینا کې چې لومړي وزیر عمران خان کوله پر هند یې غږ وکړ چې که د دې ادعا لپاره چې ګواکې پاکستان د برید ترشا و کوم ثبوت لري نو وړاندې دې يې کړي.

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په کلکو ټکو د برید پړا پر پاکستان اچولې او ویلې یې ول چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ سره لویه تېروتنه کړې ده او هند به یې ځواب ورکوي.

Leave a Reply