د سولي تر ټولو لوی خنډ د طالبانو د خبرو انکار دئ: اجرایه رئیس عبدالله
اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان له حکومت سره له خبرواترو د طالبانو انکار د سولې د لارې تر ټولو لوی خنډ دی او باید افغان چارواکي د طالبانو پلمې ختمې کړي.
عبدالله وویل، لا هم د افغانستان له حکومت سره خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدل د سولې ستر خنډ ګڼل کېږي.
اجرايي رييس همداراز وویل، د دې لپاره چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار شي باید دولتي چارواکي هم د خنډونو د لېرې کېدو لپاره خپل دریځ نرم کړي.
ده زیاته کړه، د افغانستان حکومت به د دغو خنډونو د لېرې کېدو لپاره د هیواد له سیاسي پرګنو سره مشوره وکړي.
د افغانستان ولسمشر امر کړی چې د روان لمریز کال تر پایه پورې دې مشورتي لویه جرګه راوبلل شي.
عبدالله وايي، په افغانستان کې د سولې اصلي خنډ طالبان دي ځکه چې دا ډله لا هم د افغانستان له حکومت او خلکو سره خبرو ته حاضره نه ده.
ده په عین حال کې وویل چې باید د افغانستان حکومت د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مسوولیت احساس وکړي او طالبانو ته پلمه په لاس ورنه کړي چې له حکومت سره له خبرو انکار ته دوام ورکړي.