خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په هند کې د یوې هوايي مانورې په مهال ۳۰۰ موټران وسوځېدل

 په هند کې د یوه هوايي مشق په لړ کې د موټرو په پارکینګ کې لږترلږه ۳۰۰ موټر وسوځېدل.

د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، په پارکینګ کې داسې مهال اور بل شو چې الوتکو هوايي مانوره کوله. د دې پېښې له کبله څو ملیارده هندي روپۍ تاوان پېښ شوی دی.

ویل شوي چې اور له الوتکو سره ارتباط نه درلود بلکې د یوه تن د بې پامۍ له کبله په پارکینګ کې ولاړو وچو وښو اور واخیست او په څو دقیقو کې ټول پارکینګ ته، چې څو سوه موټر پکې ولاړ ول، خپور شو.

تراوسه پورې په دې پېښه کې د چا د وژل کېدو خبر نه دی خپور شوی خو د دې مانورې په پیل کې د دوو الوتکو د ټکر له کبله یو پېلوټ مړ او ۲ نور سخت ژوبل شول.

راپورونه وايي چې درې سوه سوځېدلي موټرونه شمېرل شوي دي.

د هند هوايي مانوره، چې هر کال کېږي، د نړۍ یوه تر ټولو ستره مانوره ده او ډېر خلک یې لیدو ته ورځي.

خو د دې مانورې په لړ کې د خلکو د ۳۰۰ موټرونو سوځېدا ډېر خلک حیران کړي چې دا کار د هند د امنیتي ځواکونوپه تېره بیا دفاع وزارت له سختو تدابیرو سره سره ولې وشو.

جعلي شرابو ۱۳۰ هندیان مړه کړل

له دې جلا نن /یکشنبه/ د هند په اسام ایالت کې د کورنیو شرابو د څښلو له کبله ۱۳۰ تنه مړه شول.

راپورونه وايي چې ۲۰۰ نور په روغتون کې بستري شوي دي.

په هند، پاکستان او ایران کې په کور کې د جوړو شویو شرابو د څښاک له کبله هر کال په سلګونو تنه مري یا ړندېږي.

Leave a Reply