انټرنيټي غلو د برتانيا هوايي شرکت د ۳۸۰۰۰۰ مشتريانو د بانکي کارتونو معلومات غلا کړي

د برتانيا هوايي شرکت نن اعلان وکړ، چي انټرنيټي هيکرانو ددغه شرکت پر معلوماتي سيسټم بريد کړی او د ۲۸۰۰۰۰ مشتريانو د بانکي کارتونو معلومات يې غلا کړي دي.
د انټرنيټي غلو دغه بريد دوې هفتې دوام وکړی، چي د تيري اګست په ۲۱ مه پيل او د رواني سيپټمبر تر پنځمي نېټې يې دوام کړی، خو د پاسپورټونو او سفرونو معلومات له ګواښ سره نه دي مخ سوي.
د برتانيا هوايي شرکت خپلو مشتريانو ته ويلي، چي له خپلو بانکونو سره په اړيکه کي سي. هوا خوا د جرايمو ضد د برتانيي ملي ادارې ويلي، چي دوی له دې پيښي خبر دي او په اړه به يې پلټي وکړي.