خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ارګ کي د ډاکټر اشرف غني څو خاطرې!

زه د جمهوري ریاست د تاریخ د ډیپارټمنټ د پښتو څانګي مشر وم، تقریبا لهولسمشر سره د داخلیانو او بهرنیانو د زیاتو ملاقاتونو د یاداښت (مینټ) اخیستلو مسولیت را تر غاړي وو. ما ډکټر اشرف غني ۲۰۰۹ م کال تر انتخاباتو مخکي هم له اولسمشر سره په غونډو کي د اولسمشر د یوه ملګري او سلاکار په توګه لیدئ خو د ۲۰۰۹ م کال تر انتخاباتو وروسته ارګ ته د ډاکټر غني راتګ ډېر محسوسې دئ. اولسمشر کرزي به ډاکټر غني په هره لویه سیاسي او ملي مسله کي د ډاکټر غني نظر غوښت او په اکثرو داسي غونډو کي به یې د اولسمشر کرزي سره د سلاکار او یوه نژدې ملګري په صفت ګډون کاوه.

د بهرنیانو سره په دغو غونډو کي به ډاکټر غني همېشه ګډون کاوه او د اولسمشر کیڼ اړخ ته به په لومړۍ چوکۍ کي
کښېناسته. ما ډاکټر غني ډېر لیدئ خو کومه خاص ملګرتوب او انډیوالي مي ور سره نه وه. یو وخت د غرب څخه یو مهم هیئت د اولسمشر لېدو ته راغلی وو. زه د ګل خانې ماڼۍ ته ورغلم او کله چي دویم پوړ ته چي د اولسمشر دفتر، د غونډو تالار او یو بل لوی هال په کي وجود لري ور پورته سوم نو د غونډو تالار ته لا بهرني مېلمانه نه وه راغلي او ډاکټر غني په دهلیز کي د یوه بل کس سره ناست و اولسمشر او مېلمنو ته یې انتظار کاوه. زه دهلېز ته ور ننوتم او د اکټر غني او ور سره ناست ملګري سره مي روغبړ وکړ. ما ورته وویل ډاکټر صاحب زه غلام ولي نوري…ډاکټر غني مي خبري را پرې کړې او راته وې ویل (نوري صاحب زه دي پېژنم).

موږ سمدستي په بانډار سر سوو خو زموږ دا خوږ بانډار د بهرنیو مېلمنو په راتګ سره ختم سو. موږ د غونډو تالار ته ولاړو او د معمول په شان ډاکټر غني د اولسمشر کیڼ اړخ ته په لومړۍ چوکۍ کي کښېناست. ډاکټر غني سپین کالي او توره صدرۍ اغوستي وه او سپین پټو یې پر اوږو داسي اچولی وو چي یو سر یې د کیڼي اوږې څخه شروع سوی وو، تر ښې اوږې لاندي یې پر سینه تیر کړی وو او بیرته یې پر کیڼه اوږه اچولی وو. ږيره یې خریلي وه او د سر ورېښتان یې زمونځ کړي کړي وه. پاکي ، نظیفې، خندانې او نوراني څېرې یې د درانه او ښه شخصیت ښه نمونې وي. په غونډو کي چي به یې خبري نه کولې لاسونه به یې همېشه یو پر بل اړولي وه او مجلس به یې په ځير څاره خو کله چي به د خبرو نوبت ورغئ نو بیا به یې د خپلو خبرو د افهام لپاره د لاسې اشارو څخه هم زیات کار اخیست.

همدا غونډه د اولسمشر په پرانیستې وینا پیل سوه. مجلس تقریبا یو ساعت وخت ونیوئ، اولسمشر د هیئت غړو ته د خبرو وخت ور کړ. لخدر براهیمي، جېمز ډوبینز او څو نورو کسانو خبري وکړې. وار بیرته اولسمشر ته ورغئ اولسمشر تر یو څو خبرو وروسته خپل افغاني لور ته اشاره وکړه چي زما ملګري هم د ویلو څه لري، البته اشاره یې ډاکټر غني ته وه، خو ډاکټر غني صرف وویل چي دی د اولسمشر د ټولو خبرو سره موافق دئ. په مجلس کي نور څو واره اولسمشر کرزي ورته د خبرو بلنه ورکړه خو ده به د سر په ښورولو او یا ستاسو د خبري په تاید سره نوبت بیرته اولسمشر ته ورکړ. غونډه پای ته ورسېده موږ ټوله د اولسمشر سره د مېلمنو سره د خدای په اماني په خاطر تر ګلخانې ماڼۍ راووتو. کله چي مېلمانه ولاړل موږ د دفتر کارکوونکي ، اولسمشر او ډاکټر غني سره پاته سوو.

ډاکټر صاحب غني اولسمشر ته د یوې خبري یادونه وکړه خو هغه ورته وویل چي بیا به پر هغه مسله پر قراره خبري وکړو. ډاکټر غني د اولسمشر څخه رخصت واخیست او روان سو. ارګ ته به ډېر افغانان راتلل خو ډاکټر غني په ټولو کي یو خاص ځای او دروندوالی درلود. کله چي ډاکټر اشرف غني په هغه ورځ له ارګ څخه وتئ ما له ځان سره ویل ایا نه سې کېدای چي د اولسمشر کرزي تر دې دورې وروسته دا درنه چوکۍ په ډاکټر غني ډکه سي؟ زما هغه خیال رښتیا سو خو کاشکي د غني افغانستان خوب مي هم رښتیا سي چي په کندهار کي په اورګاډي کي سپور سم په اروپا کي کښته سم.

Leave a Reply