خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کوتره او خزدکه

ژباړونکې:ق.و.اڅکزۍ

يوه خزدکه چي د يوې ويالې پر څنډه ولاړه وه غوښتل ئې چي اوبه وچښي او خپله تنده ماته کړي، ناببره وښوويېده او ويالې ته ولوېده، د اوبو څپو د ويالې يوې خوا بلي خوا ته بېول، خزدکي هڅه کوله، چي ځان له ډوبېدو څخه وژغوري او نژدې وه چي ډوبه سي. د پاسه يوې کوتري وليده، ژر ئې په خپله مشوکه د وني يوه پاڼه د خزدکي مخي ته په اوبو کي واچوله او خزدکه پر پاڼي پورته سوه او د ويالې څنډي ته نژدې سوه او د ډوبېدو څخه وژغورل سوه.

کوتره د خپل دې ښه عمل څخه خوشحاله وه چي خزدکه ئې له ډوبېدو څخه وژغورله، په خوشحالۍ والوته د يوې وني پر ښاخ کښېناسته، په دې ترڅ کي خزدکي وليده، چي يو ښکاري کوتري ته لومه ايږدي، ژر ئې ځان ښکاري ته ورساوه او هغه ئې پر بجلکه داسي وچيچى، چي ښکاري بغه کړه او کوتره والوته نو لومه د ښکاري له لاسه ولوېده او کوتره، چي په دې وپوهېده، چي چا ددې سره دا مرسته کړې له خوشحالۍ څخه په غومبر سوه.

Leave a Reply