عدلیې وزارت: د نر- ښځو تابعیت باید په هغه نامه ثبت شي چې د زېږون پر مهال ورته ټاکل کېږي

هغه انسانان چې تمایل او احساسات یې د بدن د فزیکي جوړښت پر خلاف دي ، په افغانستان کې معمولا پټ ژوند کوي او نه غواړي چې هویت یې ډاګیز شي. د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي د نرښځانو لپاره باید جلا قانون جوړ شي چې په ازاده توګه او پرته له کوم ځور په ټولنه کې ژوند وکړي.
خو د عدلیې وزارت وايي په قوانینو کې د دریم جنس په اړه یادونه نه ده شوې او د نرښځانو تابعیت باید په هغه نامه ثبت شي چې زیږون پر مهال ورته ټاکل کېږي.
رویین رهنوش رپوټ لري.