دوحې ناسته؛ د طالبانو او امریکایانو خبرو کې دوه ورځې وقفه
په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، په دوحه کې د دوی د مذاکراتي ټیم او د امریکایي پلاوي ترمنځ پر دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې، خو اوس دواړو خواو د دوه ورځو لپاره وقفه یا دمه اخیستې ده. سرچیني وایي چې په دې دوه ورځو کې به دوی له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوي.
د دویمې ورځې تر خبرو وروسته د طالبانو د پلاوي یوه غړي او د دې ډلې د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه بي بي سي ته وویل، پر دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې او دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د بل چا پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدلو وغږېدل.
یوې بلې معتبرې طالب سرچینې بي بي سي ته وویل، د تخنیکي کومیټو چارې هم “تقریباً بشپړې شوې دي “، او دواړو خواو اړونده دوسیې چمتو کړې دي.
پرون ځینو سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې ملګري ملتونه او د ناروې هېواد هم دې خبرو کې ښکېل دي، او په تخنیکي برخه کې له ښکېلو غاړو سره مرسته کوي.