د سولي ولسي حرکت ننګرهار کي بې سارې غونډه لري
د سولي ولسي حرکت د نوي کال پر څلورمه نېټه د مرکز جلال اباد په شېرزي لوبغالي کي یوه پراخه غونډه لري.
د همدې ستري غونډي هدف د ولسونو یووالی، د خلکو ویښول او د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړل دي څو روان حالت پای ته ورسېږي.
د سولي ولسي حرکت موندنه ښیي چي د ولسونو راپورته کېدل د دې لامل کېږي چي جګړې ختمي سي، ځکه چي جنګي ډلي د ولس له سکوته کار اخلي او ټولنه کي ځانونو ته د جګړې مخ ته وړلو جرأت ورکوي.