خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غوماشه او غويى

ژباړونکي:ق.و.اڅکزۍ

يوې غوماشي د دوبې ټوله شپه د خپل ملګري سره د يوه غوايي پر ښکر نڅا او لوبي کولې، کله چي پوهه سوه چي د غوايي پر ښکر ناسته ده نو ئې د غوايي څخه بخښنه وغوښته وئې ويل:

-ګرانه ملګرې! بخښنه غواړم، ما ته تېره شپه سخت په عذاب کړې، ما بايد د خپل اشنا سره دنڅا له پاره يو بل ځاى لټولى واى.

غوايي په ډډ آواز جواب ورکړ:

-کوه، هر څه چي کوې، ستا شته والى اصلاً ما نه دئ احساس کړى.

غوماشه د غوايي په دې خبره لږ څه کوچنۍ سوه وئې ويل: دا غويى څومره کم عقل دئ.

Leave a Reply