خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

وړیا اوسپنې او قیمت بها ګاډر

ګل آغا احمدي وردګ

د افغانستان د لويې غميزې په ترځ كې نوموړي هيواد ته نه جبران كيدونكي زيانونه رسيدلي دي چې د هغه له جملې څخه بهرنيو هيوادونو او بيا په ځانګړې توګه پاكستان ته په افغانستان كې د موجودو اوسپنو د ليږدولو او پلورلو موضوع د هر زړه سواندي افغان لپاره يوه غم لړلې، د تاثراتو څخه ډكه او د ژورې څيړنې موضوع ګڼل كيږي. زموږ د هیواد اوسپنې په ډیره آرزانه بیه پاکستان ته وړل کیږي او له هغه هیواد څخه په ډیره لوړه بیه جوړ شوي اوسپنیز څیزونه او په ځانګړي توګه اوسپنیز ګاډر افغانستان ته راوړل کیږي او په ساختماني چارو کې ګټه ځینې اخیستل کیږي.

د افغانستان په خپلو موجودو طبيعي كانونو او پټو پانګو تر اوسه پورې د پام وړ عملي او تخنیکي چارې سر ته نه دي رسیدلي چې حكومت، خصوصي سکتور او د افغانستان خلک د خپل هیواد د آبادۍ او اقتصادي زیربناوو په جوړولو کې ترې په پراخه پيمانه ګټه واخلي. په دې هكله د افغانستان د پخوانيو حكومتونو وخت پر وخت څيړنې او مطالعې کړې دي او په اړوندو وزارتونو كې به یې هرو مرو  د سروې ګانو اسناد موجود وي خو دا موضوع په پوره توګه څرګنده نه ده چې د هيواد د پټو طبيعي پانګو او كانونو په اړه پراخ معلومات، ځايونه، د استخراج لارې چارې او د هغه حقيقي اندازه څرګنده كړي او د سالم استخراج په هکله یې فکر وکړي. همدارنګه افغانستان د اوسپنې د توليد ځانګړې سرچينې، د ويلې كيدو،ذوب او اړوندو چارو لپاره  د پام وړ فابريكې نه لري چې خپلې زړې اوسپنې، د اوسپنې کانونه او له كاره لويدلې ملكي او عسكري وسيلې پكې ذوب او د خپل هيواد د سمسورتیا او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترې ګټور څیزونه جوړ كړي. یوازینی لویه پروژه چې تر دې مهاله ګټې اخیستنې ته چمتو شوې او د عملي کار لپاره یې د چین له MCC کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی د لوګر ولایت د مس عینک کان یادولی شو چې ځانګړې څیړنې ته اړتیا لري. بايد وويل شي چې په هيواد باندې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې كودتا او  د پخواني شوروي د نظامي يرغل سره جوخت افغانستان ته په شوروي كې جوړې شوې يو زيات شمير هغه زرهي درندې وسلې، ټانكونه، موټر، تريلر، الوتكې او ډول ډول وسيلې رواړل شوې چې د افغان ولس په ځپلو كې ترې كار اخيستل كيده  او شمير يې سلګونو زرو ته رسيده چې زیاتره یې د جګړې پر مهال خراب او له منځه ولاړل. په دې توګه د هيواد لويې لارې، سړكونه، غرونه او رغونه پرې ډك شول. د يوه اټكل له مخې افغانستان ته د شوروي د ټولو لويو او وړو وسلو او وسيلو شميره له یو میلیون څخه اوړي خو دقيقه شميره يې هيچا ته هم په سمه توګه تر دې مهاله نده څرګنده شوې.

په دې اړه خو ضروري خبره دا وه چې نوموړې ويجاړې شوې وسيلې په بشپړه توګه د هيواد په مركز او يا څو ځايونو كې د يوه غوره او ملي پلان له مخې را غونډې شوې واى او د يوه تاريخي موزيم په شكل د هيواد راتلونكيو نسلونو او نړيوالو ته د يوه عبرت، حقيقت او تاريخي درس په ډول ښودل كيداى چې د ايمان او پوخ يقين غښتلى افغان  ولس د ناڅيزو امكاناتو په وسيله څرنګه د نړۍ لويو لويو اشغالګرو ته ماتې وركوي او د نابودۍ كندې ته يې سپاري.

همدارنګه كه چيرې د نوموړو اوسپنو ساتل د موزيم په شكل ممكن او مناسب نه واى نو بيا له هغه څخه د هيواد په بيا رغاونه كې داسې ګټه ځنې اخيستل شوې واى چې د بيا د رغونې په بهير كې د اوسپنې د ذوب يا ويلې كيدو تر مهال پورې پرې د چور او تالان لښكريانو خپلې منګولې نه واى خښې كړې بلكي د داسې ټولګټو افغاني حكومتي پروژو په درد يې خوړلي واى چې عامه ښيرازي او آبادي يې منځته راوړې وای.

خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې د هيواد د نورو مادي او معنوي شتمنيو په څير نوموړې ملي شتمني، د افغانستان د باطورو خلكو د سرښندونو وياړونه او د افغان زلمو په وړاندې ويجاړ شوى  كمونيستي جنګي ماشين د افغانستان له پخوانيو اوسپنيزو زيرمو سره يوځاى د چور او تالان د صاحبانو له خوا د كورنۍ جګړې پر مهال وخت پر وخت په ډيره بې رحمۍ او ناځوانمردانه توګه په ګاونډي پاكستان و پلورل شول او نوموړې لړۍ اوس هم د هيواد په ګوټ ګوټ كې په مختلفو شكلونو دوام لري.

د نوموړو وسايلو پلورل او پاكستان ته د وسله والو قوماندانانو او سوداګرو په وسيله د هغه ليږدونه د جهاد له كلونو څخه پيل شوه خو كله چې ځینې وسله والې ډلې په كابل او د هیواد په  لويو ښارونو واكمن شول ورسره جوخت نوموړې لړۍ تونده او يو خطرناك شكل يې غوره كړ.

د چور او تالان صاحبانو نه يوازې دا چې د شوري د يرغل څخه پاتې شوې ويجاړې وسلې، ټانګونه، زغره لرونكې درندې وسيلې، الوتكې او نور څيزونه په پاكستان باندې وپلورل بلكي د هيواد په مركز او ولايتونو كې چې څه ډول دولتي او شخصي اوسپنه موجوده وه، حتى په كورونو، دولتي دوايرو، واټونو، او داسې نورو ځايونو كې د تيلفون او بريښنا تر پټو او ښكاره مزيو پورې هر ډول اوسپنه، نكل، مس، چوند او داسې نور په ناجایزه توګه په پاكستان باندې و پلورل. بايد وويل شي چې په دې لړ كې په لسګونو زره پخوانۍ دولتې وسيلې، لويې او وړې كارخانې، الوتکې،  په دولتي او شخصي سكتور كې جوړ شوي اوسپنيز  تاسيسات هم د چور د صاحبانو له خوا په ډير بې رحمانه توګه تر یرغل لاندې راغلل. ځينو كوماندانانو خو په دې هم بسنه و نه كړه بلكي ګڼ شمیر جوړ ټانكونه او زرهي وسلې يې د ناڅیز قیمت په بدل کې د پاكستاني پوليسو په واك كې وركړې چې همدا اوس په لسګونو داسې روسي ټانكونه له پاكستاني پوليسو سره شته دي چې له واک څخه د ناوړه ګټې اخستلو د خاوندانو څخه یې را نيولي دي.

په دې لړ کې خاینو اشخاصو یو بل کار هم کړی دی چې یو زیات شمیر جوړ عسکري ټانکونه، ډول ډول موټرونه، ملکي او نظامي الوتکې یې د دې لپاره په بمونو والوزولې چې په پاکستان باندې یې د کباړ په نوم و پلوري او انتقال یې هغه هیواد ته آسانه  وي.

له پراګ څخه د ازادۍ د راډیو د اقتصادي خپرونو په اساس د پاكستان د لاهور د اوسپنو په ماركيټ كې ځكه نوموړې روسۍ اوسپنې ښه بازار لري چې فولاد يې ډير ځواكمن دي. بايد وويل شي چې په ټول پاكستان كې د اوسپنې د ذوب ۸۵  لويې كارخانې وجود لري  چې له دې شميرې ۴۵ كارخانې يوازې په لاهور كې په كار بوختې دي او د لاهور د اوسپنې د كباړ په بازار كې د يوه روسي زرهدار قميت ۱۸۰۰۰ امريكايي ډالره دى.

پا كستان ته چې كله له افغانستان څخه اوسپنې ورسيږي نو د هغه هيواد د اوسپنې د ويلي كيدو په كارخانو كې تر ذوب وروسته مختلف توكي ترې جوړيږي چې زياتره برخه يې په ډير لوړ قيمت بيرته د افغانستان بازارونو ته راوړل كيږي چې په دې لړ كې پاكستاني سيخ ګول او ګاډر په هيواد كې تود بازار لري او د ځينو ځينو لپاره خو حتی د افغانستان په ملي راديو تلويزن او نورو خبري رسنيو كې هم ښه په زغرده سوداګريز اعلانونه كيږي چې د خټک برادرز ګاډر یې غوره بیلګه ګڼلی شو چې د برادران صافي شرکت یې هیواد ته واردوي.

له دې سره سره چې ګاونډيو هيوادونو ته له افغانستان څخه د  اوسپنو د قاچاق او سوداګرۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رياست مقام د يوه فرمان په جاري كولو سره بنديز لګولى دى خو د ځینو خبري رسنيو د رپوټونو په بنسټ او ځینو نښو له مخې نوموړى كار اوس هم ښه په درز سره روان دى چې د لارې مسوول كوماندانان او امنيتي ارګانونه خپله خپله ونډه پكې اخلي. بايد وويل شي چې د دې كار بندول د افغانستان د ټول مسوولو اړخونو، حكومت، ولس او زړه سواندو امنيتي چارواكو ګډه دنده ده چې په دې هكله كوټلي اقدامات وكړي.

همدارنګه د افغانستان یو شمیر اوسپنې د مرکزي آسیا د زړو اوسپنو په نوم باندې پاکستان ته لیږدول کیږی چې ګواکي دغه اوسپنې له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان څخه افغانستان ته واردې شوې دي او د ترانزیت په شکل له دغه هیواد څخه د چمن او تورخم له لارې پاکستان ته تیریږي. په دې کې شک نشته چې یو شمیر اوسپنې به له یاد شوو هیوادونو څخه هم راوړل کیږي او د ترانزیت شکل به لري خو دا کار هم متاسفانه پاکستان ته د افغانستان د اوسپنو د غیر قانوني لیږدولو لپاره د یوې حیلې په توګه استعمالیږي او د ترانزیت تر نامه لاندې په ډیره بې رحمانه توګه د افغانستان زړه اوسپنه پاکستان ته وړل کیږي.

د افغانستان حكومت ته ښايي چې د نوموړې مسئلې په هكله له سره غور وكړي او كه چيرې مسوول اړخونه د نوموړي كار د بندولو په لاره كې له سستۍ ، لټۍ او شخصي ګټو پاللو څخه كار اخلي نو شايد چې دا لړۍ به دوامداره شي، نه یوازې زړه اوسپنه بلکي زموږ کانونه به هم د سرغړونکو له خوا چور شي، زموږ پاتې قيمتي ملي پانګه به نوره هم په ډيره بې رحمۍ، ټيټه بيه او د شخصي ګټو د پاللو په موخه د هغو اړخونو له خوا و پلورل شي چې د ملي شتمينو په تاراج بوخت دي. د دې کار په مقابل كې به  بیوزله افغان ولس ته د ډيرې لوړې بيې سره يو ځاى پردي ګاډر او نور اوسپنيز توكي راځي. د دې کار د ادامې په ترځ کې به مو تاريخ ته يو ځلې بيا جوته كړې وي چې متاسفانه د خپلو ملي شتمنيو د ساتنې، ګټور استعمال، او ملي اقتصاد د پياوړتیا په لاره کې مو بې پروايي کړې ده او راتلونکي نسلونه به زموږ په کړنو د بطلان کرښه را کاږي.

وړاندیزونه:

د بريښنا فکري انجمن د افغانستان د اوسپنې د زړې د اغیزمن استعمال په هکله لاندې وړاندیزونه کوي:

لومړی: ګاونډیو هیوادونو ته د زړې اوسپنې د انتقال ریښتنی بندیز

باید چې ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته د افغانستان د اوسپنې لیږدول په ریښتنې مانا و درول شي او په دې هکله حکومت ته په کار دي چې کوټلي ګامونه پورته کړي او سرغړونکو ته سخته جزا ورکړي.

دویم: ټوله زړه اوسپنه دې تشخیص او په معین ځای کې راغونډه شي

ضروري ده چې د یوه ملي پروګرام او مشخصې ادارې له خوا هغه ټوله زړه اوسپنه راغونډه او د غوره ګټې اخیستنې په موخه په یوه معین ځای کې کیښودل شي چې د ځینو ملکي او نظامي تاسیساتو مخې ته ایښودل شوې، په هوايي ډګرونو کې پرته ده یا دا چې د ځینو دولتي ودانیو پر بامونو ځای په ځای شوې او ناوړه شکل یې اختیار کړی دی. باید چې دغه ټوله اوسپنه راټوله او په مصئون شکل و ساتل شي

دریم: د اوسپنې د ذوب د کارخانو جوړول

د افغانستان حکومت  ته ښايي چې د خصوصي سکتور په ملاتړ او مرسته له خپلو زړو اوسپنو څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه د هیواد په مختلفو سیمو کې د اوسپنې د ذوب کارخانې جوړې کړي. په نوموړو کارخانو کې به له یوې خوا زړې او پخوانۍ اوسپنې ذوب کیږي او له بلې خوا به یې د هغو اوسپنو د ویلې کیدو لپاره هم لاره پرانیستې وي چې د افغانستان په کانونو کې موجودې دې. په دې هکله د افغانستان حکومت، خصوصي سکتور او ټول زړه سواندي اړخونه ګډ مسوولیت لري څو دغه لویه نقیصه جبران او له خپلې اوسپنې څخه د خپل هیواد د آبادۍ په لاره کې ګټه واخلي. باید وویل شي چې له نیکه مرغه اوس تر بل هر وخت څخه د نوموړي کار د سرته رسولو وخت را رسیدلی دی ځکه چې د اوسپنې د ذوب کارخانه بریښنا ته اړه لري او له ګاونډیو هیوادونو څخه یو مقدار بریښنا هیواد ته وارده شوې او په پام کې ده چې نوره بریښنا به هم را وارده شي. د اوږده مهال لپاره بیا افغانستان کولای شي چې د خپل صنعت په وده کې له خپلې بریښنا څخه ګټه واخلي.

پایله:

د افغانستان د ملي شتمينو د چور په لړ كې د هيواد اوسپنه په ډيره ناڅيزه بيه د ځينو خود غرضو د شخصي ګټو د تحقق په منظور په پاکستان باندې  پلورل كيږي چې له هره حیثه یې د هیواد اقتصاد ته زیان رسولی دی. بايد له نوموړې اوسپنې څخه د هیواد د آبادۍ په لاره کې کار اخیستل شوی وای په افغانستان  كې خوندي او د اوسپنې د ذوب كارخانې ورته جوړې شوې واى. له بده مرغه چې تر دې مهاله اړوند اړخونه دغه ملي شتمنۍ ته د ریښتني زړه سوي په دوربين نه ګوري، زموږ اوسپنه په ډیره ناڅیزه او غیرقانوني توګه په نورو پلورل کیږي او د هيواد په ټولو بازارونو كې پاكستاني ګاډر او نور اوسپنيز توكي په ډيره لوړه بيه په هيوادوالو باندې پلورل كيږي. ضروري ده چې د افغانستان د اوسپنې د مافیايي سوداګرو لاسونه له دغه ناوړه عمل څخه لنډ شي.

اخځلیک:

د آزادۍ رادیو پښتو خپرونه/ اقتصادي راپورونه

Leave a Reply